د هوا په ګرمېدو سره سمنګان کې موسمي ناروغۍ ډېرې شوې دي
په سمنګان کې روغتیایي مسوولین په داسې حال کې د موسمي ناروغیو له ډېرېدو خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې یو شمېر ناروغلرونکي په روغتیايي مرکزونو کې د مسلکي پرسونل او بسترونو له کمښته شکایت لري.
په سمنګان کې روغتیایي مسوولین په داسې حال کې د موسمي ناروغیو له ډېرېدو خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې یو شمېر ناروغلرونکي په روغتیايي مرکزونو کې د مسلکي پرسونل او بسترونو له کمښته شکایت لري.
د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته پرون د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ په یوه کلي کې د سترګو لسګونو ناروغانو درملنه پيل شوه.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي، اوس مهال د دغه ولایت په دولتي روغتونونو او نورو روغتیايي مرکزونو کې ټولې ١١٠ قابلې کار کوي چې ښځینه ناروغانو ته بشپړ خدمات نه شي وړاندې کولی او هڅه کوي په یادو روغتیايي مرکزونو کې د قابلو شمېر ډېر کړي.
د عامې روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې ۲۶۷ کسان د کانګو پر ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ۱۱ کسان مړه شوي دي.
د دایکنډي د سنګتخت و بندر ولسوالۍ د یوې لرې پرتې خُلبرګ سیمې اوسېدونکي وايي، په خپل شخصي لګښت یو روغتیايي کلینیک جوړوي. دوی وايي، په خلبرګ سیمه کې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ ژوند کوي او…
د غزني زنخان ولسوالۍ یو شمېر خلک شکایت کوي چې په سیمه کې یې روغتیايي مرکزونه نشته او له کلونو راهیسې په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د وینې مرکزي بانک رییس د وینې ورکړې نړۍوالې ورځې په نمانځغونډه کې وویل چې دغه بانک د وینې له کمښت سره مخ دی؛ ځکه په هېواد کې د نورو نارغیو ترڅنګ، پر کانګو د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او دغه ناروغان وینې ته ډېره اړتیا لري.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان په هلمند ولایت کې د ښځو او ماشومانو لپاره د ۱۲ روغتیايي مرکزونو له جوړولو خبر ورکوي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي، په لومړي ځل د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۷۶ زره کسانو ته د کرونا ضد واکسین تطبيق شو.
د بلخ روغتيايي مسوولین وایي، په تېرو نږدې دوه میاشتو کې په دغه ولايت کې د کانګو ناروغۍ ۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له ډلې يې دوه کسان مړه شوي دي.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې یې په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ اخته د څه باندې ۴۸ زره ۸۰۰ ماشومانو درملنه کړې ده.
په کابل کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د سترګو د څلور زره ناروغانو وړيا درملنه پيل شوه چې په دې کې څلور سوه د سترګو عمليات هم شامل دي.
د ننګرهار روغتيايي مسوولين د دغه ولايت په اتو ولسواليو کې د ملاريا پېښو د ډېرېدو خبر ورکوي او وايي، د دغې ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې پر نورو هڅو سربېره، د عامه پوهاوي پروګرامونه…
د فراه مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز او ځینو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له لوري د ۲۹ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۰ روغتیايي ځالو جوړولو چارې پیل…
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په کابل او کندهار کې د سترګو د ۸۰۰۰ ناروغانو د وړیا درملنې خبر ورکړی او وايي، د دغه بنسټ د سترګو متخصصین به سر له سبا د پنځو ورځو…
د اروزګان په ولایتي روغتون کې د شکرې ناروغۍ له امله له ۱۵ کلونو راهیسې بستر ۲۲ کلن ځوان عزتالله وايي، د کورنۍ بېلتون او خپل تیاره راتلونکي ته ځورېږي. عزتالله په ونه ټيټ ځوان…
د عبداللطیف ستانکزي په نوم یوه افغان ډاکټر د اسټرالیا طبي شورا ازموینه کې د دغه هېواد په کچه دوېم او د ملبورن ښار په کچه لومړی ځای ګټلی.
د تخار یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ځینو شخصي روغتونونو د ډاکترانو له خوا د شفري نسخهلیکنې ډېرېدو له امله اندېښنه ښيي او وايي، پر ناروغلرونکو خپل درمل په څو برابره لوړه بیه پلوري.
د ډاکټرانو یوه ډله د ۱۵ ورځو لپاره د سترګو وړیا درملنې په موخه بادغیس ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو یې هرکلی کړی دی.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د میرویس حوزوي روغتون ته پخوا د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له خوا درمل ورکول کېدل، خو له دوو میاشتو راهیسې يې مرسته بنده کړې او روغتون د درملو له کمښت سره مخ دی.
د باغیس په لرې پرتو ولسوالیو کې یو شمېر ښځې د ښځینه متخصصینو له نشتوالي شکایت لري او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه او د ښځینه ډاکټرانو ګومارلو ته جدي پاملرنه وکړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست په سریلانکا کې «د سیمې په کچه د ملي ټولنو مشرانو» په غونډه کې د دغه بنسټ فعالیتونو او لاستهراوړنو ته په اشارې سره، له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.
د دایکنډي روغتیايي مسوولین وايي، تېر زېږدیز کال په دغه ولایت کې د نري رنځ ناروغۍ له امله ۲۰ کسان مړه شوي دي.