سویډن کمېټې د کونړ له ولایتي روغتون سره د طبي وسایلو او درملو مرسته وکړه
د کونړ د عامې روغتيا ریاست مسوولین وايي، نن د سویډن کمېټې له لوري د مرکز اسعداباد له ولایتي روغتون سره د څه باندې ۱۰ میلیون افغانیو په ارزښت د طبي وسایلو او درملو مرسته وشوه.
د کونړ د عامې روغتيا ریاست مسوولین وايي، نن د سویډن کمېټې له لوري د مرکز اسعداباد له ولایتي روغتون سره د څه باندې ۱۰ میلیون افغانیو په ارزښت د طبي وسایلو او درملو مرسته وشوه.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي چې په را روان کال کې به په بدخشان ولایت کې ۴۴ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ شي.
د غور یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د امبولانسونو له کمښته شکایت لري او وایي، خپل ناروغان د موټر، موټرسایکل او یا مرکب په وسیله تر روغتیايي مرکزونو لېږدوي؛ خو مسوولین د دې ستونزې په تاییدلو سره وایي چې د حل لپاره یې ځیني اقدامات تر کار لاندې دي.
د لوګر امنيتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د مشرتابه د پرېکړې له مخې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د روږدو ټولولو او درملنې کمپاین پيل شو.
په غور کې پر سینه بغل د اخته ماشومانو ځینې کورنۍ په ولایتي روغتون کې د بسترونو له کمښته شکایت کوي؛ خو د دغه روغتون مسوولین د ستونزې د تاید ترڅنګ په ماشومانو کې د سینه بغل ناروغۍ د ډېرېدو خبره کوي.
د زابل ولایتي روغتون کې د پښتورګو درملنې څانګه پرانیستل شوه چې د چارواکو په وینا، د ۴ میلیون افغانیو په ارزښت وسایل او ماشینونه ورته پېرل شوي دي. د عامې روغتیا وزارت…
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF وايي، د افغانستان په څلورو ختیځو ولایتونو ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې د ګوزڼ مخنیوي یا پولیو واکسین کمپاین پیل شو.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، د حمل ضد درملو پر پلور هیڅ ډول بنديز نشته او زیاتوي، د نورو درملو په څېر دغه درمل هم يوه اړتيا ده.
په کندهار کې د لومړي ځل لپاره د یوه ۵۵ کلن ناروغ د زړه خلاص جراحي یا بای پاس/ CABG عملیات په بریالیتوب ترسره شول. د هېواد په کچه له کابل وروسته کندهار دویم ولایت…
د بلخ روغتيايي مسوولين وایي چې د دغه ولايت ډاکټرانو له ۲۰ پروسیجرونو وروسته د یوه نوي زېږېدلي ماشوم وينه په بشپړه توګه بدله کړه.
یو شمېر ناروغان د غاښونو په ځینو کلینیکونو کې د پاکوالي له نه مراعتولو شکایت لري؛ خو د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېر یوهنیم کال کې یې ۴۲۵ د غاښونو کلینیکونه د طبي اصولو نه مراعاتولو له امله تړلي دي.
د کونړ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کویډ- ۱۹ یا کرونا د مخنیوي په موخه د دغې ناروغۍ ضد واکسین شل ورځنی کمپاین پیل شو. د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي…
په کندهار ښار کې د میرویس حوزوي روغتون- چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې ورته پنځه زره ناروغان مراجعه کوي- د بسترونو شمېر لوړ او تشکیل یې ډېر شو.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره/ UN OCHA وایي، په روان زېږدیز کال کې د افغانستان څه باندې ۱۷ میلیون خلک روغتیایي مرستو ته اړتیا لري چې څه باندې ۱۵ میلیون وګړو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.
د عامې روغتیا سرپرست وزير په ایران کې د «جي ۵» په کنفرانس کې د ګډون پر مهال د روغتیايي سکتور په برخه کې کې پر سیمهییزې همکارۍ او د یادې برخې پر ودې ټینګار کړى دى.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، په افغانستان کې د څه باندې ۲۳۰۰ کلنیکونو او روغتیايي مرکزونو ملاتړ کوي.
د بادغیس ولایت د قادس ځيني اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې د معیاري روغتیايي خدماتو او روغتون له نشتوالي شکایت لري.
د فراه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د کرونا ضد واکسین شل ورځنی کمپاین پيل شو. د فراه د عامې روغتيا ریاست د واکسین امر ډاکټر نجمالدین بشیري پژواک خبري اژانس ته وویل، نن…
د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په «جي ۵» کنفرانس کې د ګډون په موخه د يوه پلاوي په مشرۍ ايران ته سفر وکړ.
د غور د ځينو ولسوالیو اوسېدونکي وایي، د واورې ورېدو له امله د ولسوالیو له مرکزونو او د ولایت له مرکز سره د ډېرو سیمو لارې تړل شوې او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.
د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له پاکستانه راوړل شوي يونيم ټن قاچاقي درمل ترلاسه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت په روان کال کې د سپيانو داړلو ۲۷ زره پېښو د ثبت خبر ورکوي او وایي، ډېر شمېر یې په کابل کې ثبت شوې چې د کوڅهډبو سپیانو له خوا رامنځته شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۳ زره کسان د سرطان پر ناروغي اخته شوي چې ۱۶ زرو یې تېر زېږدیز کال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.