ژبه

عامې روغتیا وزارت: روان کال په هېواد کې د سپیانو داړلو ۲۷ زره پېښې ثبت شوې دي

کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت په روان کال کې د سپيانو داړلو ۲۷ زره  پېښو د ثبت خبر ورکوي او وایي، ډېر شمېر یې په کابل کې ثبت شوې چې د کوڅه‌ډبو سپیانو له خوا رامنځته شوې دي.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته وویل، په روان کال کې د هېواد په کچه د سپیانو داړلو ۲۷ زره پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۱۸ کسان مړه شوي دي.

نوموړی وایي، ډېر شمېر دغه پېښې په کابل کې ثبت شوې چې د کوڅه‌ډبو سپیانو له خوا رامنځته شوې دي.

د هغه په خبره، په روغتونونو کې له ۸ زره څخه ډېر د سپيانو داړلو واکسینونه موجود دي او هغو کسانو ته چې د دې پېښې له امله مراجعه کوي، تزریق کېږي.

له بلې خوا، د کابل د انتاني روغتون واکسیناتور محمدفرید واثق هم وایي چې د پخوا په پرتله د سپيانو داړلو پېښې ډېرې شوې او د ورځې له ۳۰ تر ۴۰ کسان دغه روغتون ته مراجعه کوي.

هغه وایي، ډېری مراجعین له ۱۰ تر ۱۵ کلونو عمر لري، ښځې او سپین ږیري هم پکې شامل دي.

د نوموړي په خبره، د روان کال له شپږمې میاشتې راهیسې د سپیانو داړلو ۶ زره او ۲۸ پېښې ثبت شوې چې ډېری یې د کوڅه‌ډبو سپیانو او کمې پېښې یې د کورنیو سپیانو له خوا رامنځته شوې دي.

واثق وویل، په مرکز کې د مړینې کومه پېښه نه ده ثبت شوې، ځکه چې پر وخت واکسین ورته تطبیقېږي؛ خو هغه کسان چې له ولایتونو دغه روغتون ته راځي، پر وخت د واکسین ته اخیستو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، ربیس ویروس چې د سپيانو داړلو له امله رامنځته کېږي، وژونکی دی او که داړل شوی کس تر ۷۲ ساعتونو روغتون ته مراجعه ونه کړي، ښايي ژوند له لاسه ورکړي، ځکه ټول کوڅه‌ډب سپیان نه واکسین کېږي.

هغه زیاته کړه: «خلکو ته مې سپارښتنه دا ده چې که یو څوک د سپي له خوا داړل کېږي، هرڅه ژر باید روغتون ته مراجعه وکړي، څو دا سې نښې نښانې پکې راپیدا نه شي چې د مرګ لامل یې شي؛ باید څلور دورې د سپي داړلو ځانګړي واکسین وکړي، ځکه ښايي د سپي داړل مرګوني وي او دغه واکسین سل سلنه د وقایې وړ دي.»

هغه د سپيانو داړلو پېښو د ډېرېدو په اړه اندېښمن دی او له مسوولینو غواړي چې هرڅه ژر دغه کوڅه‌ډب سپیان راټول او واکسین کړي.

د کابل ښار اوسېدونکی صلاح‌الدین چې د سپي داړلو واکسین اخیستو لپاره دغه روغتون ته راغلی وايي: «د خپلې شهادت‌نامې ترلاسه کولو لپاره معارف شهر ته تللی وی، په همغه کوڅه کې سپي وداړلم، نږدې پنځه ورځې کېږي چې سپي داړلی یم او نن د واکسین اخیستلو لپاره راغلی یم.»

د هغه په خبره، د دغه روغتون ډاکترانو سپارښتنه ورته وکړه چې باید د سپي داړلو څلور دورې واکسین وکړي څو په راتلونکي کې له ستونزې سره مخ نه شي.

په ورته مهال، د محمد کمال په نوم یو بل کس چې د سپي داړلو واکسین اخیستو لپاره راغلی، وايي: «څلور ورځې کېږي چې سپي داړلی یم، مدرسې ته پر لاره وم چې سپي په لاس وداړلم او ټپي شوم، وروسته ډاکتر ته راغلم او پاسمان یې کړ، خو بیا مې لاس درد کوي او ډاکترانو راته وویل چې باید څلور دوزه واکسین تطبیق کړم څو وضعیت مې نور خراب نه شي.»

دغه خلک له مسوولینو غواړي څو په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي او کوڅه‌ډب سپیان له ښاره راټول کړي.

په همدې حال کې، د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي پژواک ته وویل چې تېر کال یې له ۹۰ زره ډېر کوڅه‌ډب سپیان واکسین کړي دي.

د هغه په خبره، اوس هم د کابل په بېلابېلو ناحیو کې کار روان دی او د پالیسۍ له مخې به په نږدې راتلونکي کې د کوڅه‌ډبو سپیانو راټولونې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.