ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یو شمېر ناروغان د غاښونو ځینو کلینیکونو کې د پاکوالي له نه مراعاتېدو شکایت کوي

یو شمېر ناروغان د غاښونو ځینو کلینیکونو کې د پاکوالي له نه مراعاتېدو شکایت کوي

author avatar
18 Feb 2023 - 20:42
یو شمېر ناروغان د غاښونو ځینو کلینیکونو کې د پاکوالي له نه مراعاتېدو شکایت کوي
author avatar
18 Feb 2023 - 20:42

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۱): یو شمېر ناروغان د غاښونو په ځینو کلینیکونو کې د پاکوالي له نه مراعتولو شکایت لري؛ خو د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېر یوه‌نیم کال کې یې ۴۲۵ د غاښونو کلینیکونه د طبي اصولو نه مراعاتولو له امله تړلي دي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې مهناز پژواک خبري اژانس ته وویل، یو شمېر د غاښونو شخصي کلینیکونه نظافت نه مراعاتوي چې له امله یې مراجعینو ته روغتیايي ستونزې پیدا کېږي.

هغې زیاته کړه: «څو ځله مې د غاښونو درملنې لپاره شخصي کلینیک ته مراجعه وکړه، نه یوازې دا چې مثبته نتیجه مې ترلاسه نه کړه، بلکې غاښونه مې لا خراب شوي دي.»

هغې وویل، په يوه کلينيک کې يې غاښ وایست، خو زخم يې څو اوونۍ روغ نه شو.

نوموړې زیاته کړه: «دا چې ډېر پړسېدلی و، نو مجبوره شوم چې بل ډاکټر مراجعه وکړم، هغه راته وویل چې د غاښ ایستلو لپاره ناپاک وسایل کارول شوي، ځکه میکروبي شوی دی.»

د نوموړې په وینا، د عامې روغتیا وزارت باید ټول روغتیايي مرکزونه وڅاري او د سرغړونو مخه ونیسي.

يوه بل کس چې نه غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، پژواک ته وويل: «د غاښ د درملنې لپاره په پنځمه ناحیه کې یوه کلینیک ته لاړم، د درملنې په جریان کې متوجه شوم چې هلته هیڅ نظافت نه مراعت کېږي.»

هغه ادعا کوي چې ډاکټر یې ان هغه دستکشونه هم بدل نه کړل چې د مخکني ناروغ لپاره یې کارولي وو.

هغه د غاښونو ترمیم لپاره د کارېدونکو موادو پر کيفيت هم نيوکه وکړه او ويې ويل، د غاښ له ترمیم او درملنې وروسته په يو کال کې یې درې ځلې هماغه غاښ خراب شو؛ مواد یې لرې شول او اړ شو چې بل کلینیک ته مراجعه وکړي.

هغه له عامې روغتیا وزارت څخه وغوښتل چې خلکو ته په دې برخه کې پوهاوی ورکړي او په روغتیایي مرکزونو کې د سرغړونو مخه ونیسي.

بلخوا، طب‌پوهان هم سپارښتنه کوي چې د عامې روغتیا وزارت باید ټول روغتیایي مرکزونه تر څارنې لاندې ونیسي.

د ستوماتولوژۍ متخصص، ډاکټر محمدهارون بلوچ پژواک ته وویل: «د کتنځي غېرصحي‌والی د ناروغیو او په ځانګړې توګه د ویروسي ناروغیو لکه تور زېړي، ایډز او نورو خطرناکو ناروغیو د لېږد لامل کېږي.»

بلوچ زیاته کړه چې ډاکټران باید پر ټولو طبي قواعدو او اصولو وپوهېږي او د ناروغ د معاینې پر مهال له تعقیم شوو وسایلو کار واخلي.

نوموړي داسې سپارښتنه وکړه: «هغه کسان چې د درملنې او معالجې لپاره ډاکټرانو ته ورځي، شرایطو ته په کتو باید وخت او پاک، روغتیایي ځای په پام کې ولري او خپلې درملنې ته اقدام وکړي.»

په ورته مهال، د غاښونو ډاکټر او په هېواد کې د غاښ ایښودنې بنسټګر احمد سالار وویل: «ویروسي او باکتریايي ناروغۍ د نننۍ نړۍ یوه ستونزه ده چې د دغو ناروغیو د لېږد یوه لار، له ناپاکو طبي وسایلو څخه ګټه اخیستل دي، نو ځکه د ناروغانو یوه اصلي اندېښنه همدا وي چې پر مختلفو ناروغیو اخته نه شي.»

سالار زیاته کړه، د غاښونو ډاکټر باید د ناروغ له معاینې مخکې ټول وسایل او کاري چاپېریال تعقیم کړي.

په ورته وخت کې، د عامې روغتیا وزارت وایي چې د غاښونو د کلینیکونو په ګډون ټول روغتیایي مرکزونه د دوی تر څارنې لاندې دي او زیاته کړې یې ده چې ډاکټران باید طبي قوانین او اصول مراعت کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان پژواک ته وویل: «د عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې ډېرې لاسته‌راوړنې لري او څارنه یې هم کړې ده؛ په تېر یوه‌نیم کال کې یې د غاښونو ۴۲۵ کلینیکونه د روغتیایي قوانینو نه مراعاتولو په دلیل مهرلاک کړي دي.»

هغه همداراز وویل، اوس هم د یاد وزارت د څارنې ټیمونه فعال دي او له طبي قوانینو او اصولو څخه د سرغړونې په صورت کې به ډاکټران له قانوني چلند سره مخ شي.

Visits: 66

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.