ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس د قادس ولسوالۍ اوسېدونکي د معیاري روغتیايي خدماتو نشتوالي ستونزې سره مخ دي

د بادغیس د قادس ولسوالۍ اوسېدونکي د معیاري روغتیايي خدماتو نشتوالي ستونزې سره مخ دي

author avatar
14 Feb 2023 - 13:58
د بادغیس د قادس ولسوالۍ اوسېدونکي د معیاري روغتیايي خدماتو نشتوالي ستونزې سره مخ دي
author avatar
14 Feb 2023 - 13:58

قلعه‌نو (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): د بادغیس ولایت د قادس ځيني اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې د معیاري روغتیايي خدماتو او روغتون له نشتوالي شکایت لري.

د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حبیب‌الله قادسي پژواک خبري اژانس ته وویل، قادس یوه ګڼ‌نفوسه ولسوالي ده خو یو معیاري روغتیايي مرکز نه لري.

د هغه په خبره، په یاده ولسوالۍ کې د روغتون نشتوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي او اړ دي چې د یوې عادي ناروغۍ د درملنې لپاره مرکزي روغتون ته مراجعه وکړي.

د قادس یو بل اوسېدونکی محمد یوسف وایي، په دې ولسوالۍ کې یوازې یو کلینیک دی چې یو ډاکټر لري او نه شي کولی چې د ټولنې اړتیاوې پوره کړي.

د هغه په خبره، په دغه کلینیک کې یو امبولانس دی چې د بېړنیو ناروغانو لپاره بسنه نه کوي.

نوموړی زیاتوي: «قادس چې یوه ګڼ‌نفوسه ولسوالي ده خو له بده‌مرغه یو کلینیک لري او هغه هم هيڅ امکانات نه لري، موږ اړ یو چې د خپلې عادي ناروغۍ د درملنې لپاره د ولایت مرکز قلعه‌نو یا کوم بل ولایت ته لاړ شو.»

په ورته وخت کې، د قادس ولسوالۍ د سي‌اف‌سي کلینیک مسوول ډاکتر زمان‌الدین حاذق ويي چې یاد روغتیایي مرکز ته هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ ناروغان مراجعه کوي.

د نوموړي په خبره، اوسمهال په دغه مرکز کې یوازې دی د ډاکټر په توګه فعالیت کوي او د ناروغانو معاینه او درملنه کوي.

هغه زیاته کړه، په کمو امکاناتو او پرسونل بیا هم هڅه کوي چې د خلکو درملنه وکړي او د ولایت مرکز ته د تګ لپاره اړ نه شي.

حاذق وویل: «موږ د ورځې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ ناروغان ګورو، هڅه کوو څو د خلکو ستونزې هوارې کړو، که څه هم یوې ډاکټرې ته اړتیا ده خو تر اوسه هیڅوک نه ده استخدام شوې.»

د بادغیس د عامې روغتیا رییس خان محمد همت دغه ستونزه عمومي بولي او وایي، له بالامرغاب ولسوالۍ پرته د بادغیس په ټولو ولسوالیو کې روغتون نشته.

د همت په خبره، مخکني حکومت د روغتیا برخې ته کمه پاملرنه کړې، له همدې امله لا هم خلک له ستونزو سره مخ دي.

خو هغه زیاته کړه، شته ستونزې یې له مرکز سره شریکې کړې او هیله‌من دی چې په راتلونکي کال کې د قادس کلینیک روغتون ته ارتقا وکړي.

Visits: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.