د ښځینه ډاکټرانو کمښت؛ لوګر کې یوازې دوه متخصصې ډاکټرانې کار کوي
د لوګر د مرکز پل علم او ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د ښځینه متخصصو ډاکټرانو نشتوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د لوګر د مرکز پل علم او ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د ښځینه متخصصو ډاکټرانو نشتوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو له لوري د جلد سپینولو ډول ډول کریمونو اعلانونه په داسې حال کې زیات شوي چې د ځینو جلدي ډاکټرانو په خبره، د دغه ډول کریمونو دوامدار کارول جلد ته زیان رسوي او د داغونو پيدا کېدو، حساسیت او نازک کېدو لامل یې ګرځي.
په غور کې يو شمېر ښځې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په لرو سیمو کې د روغتيايي ځالو له جوړېدو هرکلی کوي، خو ترڅنګ یې وايي چې په ولسوالیو کې دې د نسايي…
د هلمند مرکز لښکرګاه ته د روغتیا وزارت له لوري د سترګو متخصصینو یو نهه کسیز پلاوی لېږل شوی او هلته به د زرګونو کسانو د سترګو وړیا درملنه وکړي.
د بلخ ډاکټران تلسیمیا یوه ارثي ناروغي بولي او وايي، په هېواد دننه يې بشپړه درملنه ناشونې ده، خو ناروغان بيا وایي چې حکومت دې ورته په بهر کې د درملنې زمینه برابره کړي.
د مزارشریف ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون ډاکټران او مسوولین وایي چې دغه روغتون د روغتیایي او خدماتي پرسونل له کمښت سره مخ دی.
د اروزګان ولایتي روغتون مسوولین وايي، په دې وروستیو کې یې په داسې حال کې مراجعین او ناروغان ډېر شوي چې د ځای له تنګوالي او د تشکیل له کمښت سره مخ دي.
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ له شپږو روغتيايي مرکزونو سره د ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وشوه.
د عامې روغتيا وزارت له لوري په ننګرهار کې د کتلوي معافيت څانګې لپاره نوې ودانۍ د ۲۴ ميليون افغانيو په لګښت جوړه شوه. د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، دغه ودانۍ د عامې روغتيا…
د دایکنډي عامې روغتیا ریاست د دغه ولایت په مرکز نیلي کې د فعالیت جواز نه لرلو له امله د ۱۶ خصوصي روغتیايي مرکزونو تړلو خبر ورکوي.
د روان ۱۴۰۱ کال له پیله راهیسې، د افغانستان د پلازمېنې په ګډون په ۳۲ ولایتونو کې د لېوني سپیانو داړلو له ۱۹ زره ډېرې پېښې ثبت شوې چې له امله یې ۱۸ کسان مړه شوي هم دي.
یو شمېر ډاکتران له خلکو غواړي چې د انتيبیوټیک درملو له ډېرې او په خپلسرې توګه کارونې څخه ډډه وکړي؛ ځکه د بدن د مقاومت راټیټېدو لامل ګرځي.
چارواکي وايي، په کندهار کې یې د روغتیايي رضاکارانو شمېر ډېر کړی او په هغو سیمو کې پر دندو ګومارل شوي چې یونیم کال مخکې په کې هیڅ روغتیايي خدمات نه وو. دا څرګندونې په…
د مزارشریف ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون کې د لومړي ځل لپاره لایزري عملیات ترسره شول او ترڅنګ یې ۶۰ ډاکټرانو ته د دغو عملیاتونو د زدهکړې بهیر پیل شو.
د هلمند اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت د مساحت او خلکو د شمېر په پرتله، د روغتيايي مرکزونو شمېر کم دی.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، په هېواد کې د ۸۵ زره ښځو په ګډون ۳،۵ میلیونه کسان په نشه یي توکو روږدي دي.
د اروزګان روغتیايي چارواکي وايي، شاوخوا زر رضاکاران یې ګومارلي څو په لرو سیمو کې خلکو ته روغتیايي مشورې ورکړي او د اړتیا پر مهال یې نږدې روغتیايي مرکزونو ته ور وپېژني.
د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومان ملاټر صندوق (یونیسف) وايي، په راتلونکي میلادي کال کې به شاوخوا اته سوه ۷۵ زره افغان ماشومان د ډېر ډنګروالي له امله په ځور کې وي.
د غور اوسېدونکي په دغه ولایت کې روغتونو جراحي برخه کې د ښځینه ډاکټرانو له کمښته شکایت او دې برخې ته د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.
د بغلان يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له کلونو راهيسې په ولايتي روغتون کې د بسترونو له کموالي سره مخ دي؛ حکومت بايد د نوي روغتون ودانۍ جوړېدو چارې ژر بشپړې کړي.
يو شمېر سرچينې وايي، د ننګرهار د کرونا درملنې پنځوس بستريز ولايتي روغتون د مالي امکاناتو نشتوالي له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی. د مسوولينو په وينا، د ياد روغتون د…
مسوولین په داسې حال کې په هېواد کې د ۸۰ زرو «کا» ټابلېټونو د کشف او ضبط خبر ورکوي چې ډاکټران د دغو ټابلېټونو کارول د انسان لپاره مرګونی بولي او وايي، د دغو ټابلېټونو…
په کندهار کې د ډاکټر مامون طاهري په نوم د روغتیايي علومو له انسټيټیوټ څخه ۳۱۰ محصلین فارغ او بريلیکونه ورکړل شول. په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د افغانستان د خصوصي روغتیایي علومو…
د عامې روغتیا وزارت یوه لوړپوړي پلاوي د لومړي ځل لپاره د بدخشان ولایت پامیر اوسېدونکو ته د روغتیایي خدماتو رسولو په موخه دغې سیمې ته سفر کړی دی.