ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د روغتيا رياست د کتلوي معافيت څانګې نوې ودانۍ جوړه شوه

ننګرهار کې د روغتيا رياست د کتلوي معافيت څانګې نوې ودانۍ جوړه شوه

author avatar
13 Dec 2022 - 17:41
ننګرهار کې د روغتيا رياست د کتلوي معافيت څانګې نوې ودانۍ جوړه شوه
author avatar
13 Dec 2022 - 17:41

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د عامې روغتيا وزارت له لوري په ننګرهار کې د کتلوي معافيت څانګې لپاره نوې ودانۍ د ۲۴ ميليون افغانيو په لګښت جوړه شوه.

د ننګرهار عامې روغتيا رياست وايي، دغه ودانۍ د عامې روغتيا وزير له لوري پرانيستل شوه او اړونده څانګه ورته ولېږدول شوه.

د دغه ولایت د عامې روغتيا رياست ویاند نقیب‌الله رحيمي نن (سه شنبه) پژواک خبري اژانس ته وويل، د عامې روغتيا وزارت له لوري د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) په ۲۴ ميليونه افغانيو لګښت د کتلوي معافيت څانګې نوې ودانۍ جوړه شوه.

هغه زياته کړه، دغه ودانۍ نن د عامې روغتيا سرپرست وزير ډاکټر قلندر عباد، د ننګرهار والي او څو نورو چارواکو له لوري پرانيستل شوه.

نوموړی وايي، دغه دوه‌پوړيزه ودانۍ چې په معیاري ډول جوړه شوې، د يوه کال په موده کې يې کارونه بشپړ شول.

د رحيمي د معلوماتو له مخې، د دغې ودانۍ په جوړېدو سره د ننګرهار کتلوي معافيت عمومي مديريت ټولې ستونزې چې د واکسين ساتلو او نورو برخو کې يې لرلې، حل شوې.

دی وايي: «دغه ودانۍ چې په ډېر مجهز شکل سره جوړه شوې ده، د ختیځ زون لپاره د واکسینو ساتلو معیاري اتاقونه او د غونډو تالار لري او په مجهزو وسایلو سمباله ده.»

د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت مديريت تر دې وړاندې د جلال‌اباد حوزوي روغتون په انګړ کې په يوې پخوانۍ او غير معياري ودانۍ کې کارونه ترسره کول.

Visits: 103

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.