ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان اوسېدونکي: په ولايتي روغتون کې د بسترونو کموالي له امله ناروغان نورو ولايتونو ته بيايو

د بغلان اوسېدونکي: په ولايتي روغتون کې د بسترونو کموالي له امله ناروغان نورو ولايتونو ته بيايو

author avatar
7 Dec 2022 - 13:38
د بغلان اوسېدونکي: په ولايتي روغتون کې د بسترونو کموالي له امله ناروغان نورو ولايتونو ته بيايو
author avatar
7 Dec 2022 - 13:38

پلخمري (پژواک، ١٦ لېندۍ ١٤٠١): د بغلان يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له کلونو راهيسې په ولايتي روغتون کې د بسترونو له کموالي سره مخ دي؛ حکومت بايد د نوي روغتون ودانۍ جوړېدو چارې ژر بشپړې کړي.

د دوى په وينا، په دغه ولايت کې د تېر حکومت پر مهال د روغتون لپاره د يوې ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې وې چې ٦٠ سلنه بشپړې هم دي خو اوس يې کار ولاړ دی.

د بغلان د حسين‌خېلو سيمې اوسېدونکي حضرت‌ګل د لېندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې مېرمنه يې د وينې د کمښت ستونزه لري.

هغه زياته کړه: «روغتون ته لاړو، وينه مې پيدا کړه، خو د بستر لپاره وزګار چپرکټ نه و چې زه مې مېرمنه بستر کړم او وينه ورته تېره کړو، بيا دوه ورځې وروسته مې وينه ورته تېره کړه.»

ده وويل چې څو ځلې په دغه روغتون کې د بستر نه شتون له امله يې خپله مېرمن او يا هم نور ناروغان بلخ او يا کندوز ولايتونو ته انتقال کړي دي.

حضرت‌ګل غوښتنه وکړه چې حکومت دې په دغه ولايت کې د روغتون نوې ودانۍ چارې ژر تر ژره بشپړې کړي.

دغه راز د پلخمري ښار اوسېدونکي ميرويس رسولي پژواک ته وويل، تر هغه چې د نوي روغتون چارې بشپړې نه شي، په پخواني روغتون کې به خلک د بسترونو کمښت له ستونزې سره مخ وي.

ده وويل: «څو ورځې وړاندې زموږ د ګاونډي لور ناروغه وه، په ولايتي روغتون کې بستر نه و، بيا ډاکټرانو ورته په کور کې درمل تطبيق کړل خو ښه نه شوه بيا یې کندوز ته انتقال کړه.»

همدارنګه د حسين‌خېلو کلي شورا رييس فرهاد احمدزي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت ولايتي روغتون د ناروغانو د اړتياوو پوره کولو ظرفيت نه لري.

هغه وايي: «زه په کراتو د دې شاهد وم چې دلته ولايتي روغتون کې بستر نه و، خلکو خپل ناروغان بلخ او يا هم کندوز ته انتقال کړي دي.»

د احمدزي په وينا، ډېرى مهال داسې شوي چې ناروغان، کندوز، بلخ او يا هم کابل ته نه دي رسېدلي او د لارې په اوږدو کې یې ژوند له لاسه ورکړی.

ده وويل چې د قومي مشرانو په هلو ځلو يې له پخواني ولسمشر حامد کرزي په دغه ولايت کې د يوه روغتون جوړېدو امر واخيست خو د پخواني حکومت د يو شمېر مغرضو چارواکو او ځينو قومي مشرانو د ناندریو له امله يې چارې پر وخت پيل نه شوې.

د بغلان يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د نوي روغتون د کار بشپړولو غوښتنه وکړه.

دغه راز په بغلان کې د اورتوپیدي متخصص مسافرخان نورزي هم د نوي روغتون پر جوړېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به پر بغلان سربېره د يو شمېر نورو ولايتونو د اوسېدونکو ستونزې هم هوارې شي.

ده زياته کړه: «خلک ډېره بې وسه دي، د عادي ناروغ درملنه نه شي کولاى، بيا کله دوى مجبوريږي چې خپل ناروغان نورو ولايتونو ته انتقال کړي چې دا ډېر سخت کار دى، که دلته روغتون جوړ شي نو دا مشکل به حل شي.»

همدارنګه د بغلان ولايتي روغتون د جراحۍ څانګې مسوول ډاکټر محمدانور وردګ پژواک ته وويل چې دغه روغتون ١١٠ بسترونه لري.

دى وايي چې  ۲۵ بسترونه ولادي،  ۲۰ بسترونه داخلې،  ۳۵ بسترونو د ماشومانو او ٣٠ نور د جراحۍ برخو لپاره ځانګړي شوي دي.

ده وويل: «هره ورځ د دې ټولو بسترونو په برخه کې موږ مشکل لري؛ ځکه دا ولايت ١٤ ولسوالۍ دى او ناروغان يې ډېر دي او بله دا چې د شمال ولايتونو عمومي لار له دغه ولايته تېريږي نو د بېلابېلو پېښو ناروغان دغه روغتون ته راوړل کېږي چې بيا د بستر لپاره ځاى نه وي.»

نوموړى وايي چې هره مياشت په دغه روغتون کې شاوخوا ١٧٠ عمليات ترسره کېږي خو ځيني وخت د بستر د کمښت له امله دوى عمليات يو يا دوه ورځې وروسته ترسره کوي.

دغه راز د بغلان د عامې روغتیا ریيس ډاکټر مسعود احمدي هم  په ولایتي روغتون کې د بسترونو کموالي ستونزه مني او وايي چې يو روغتون باید د تل لپاره ٢٠ خالي بسترونه ولري څو په بېړنيو حالاتو کې ترې ګټه واخيستل شي.

دى وايي، سره له دې چې د بغلان ولايتي روغتون خالي بسترونه نه لري، د ماشومانو د بستر په يوه چپرکټ کې دوه يا درې کسان بستر وي.

هغه زیاته کړه، يادې ستونزې او د نوي روغتون جوړېدو مسئله يې له اړوند مسوولينو سره شريکه کړې، هغوی په دې برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړى دى.

ده وويل چې وزارت او د روغتيا نړۍوال سازمان ورسره ژمنه کړې که په راتلوونکى کال کې يې په بغلان کې يوه پروژه هم درلوده نو لومړيتوب به د بغلان روغتون ته ورکوي.

هغه زياته کړه، د نوي روغتون چارې ٦٠ سلنه بشپړې شوې چې ٢٥٠ بستره لري.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د بغلان اوسېدونکو په ولايتي روغتون کې د درملو له کمښت او ځینو نورو ستونزو شکايتونه کړي دي.

Visits: 589

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.