د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسوولین وایي، هېڅوک نه شي کولای چې کرېډېت کارتونه تر خپل معمول ارزښت په لوړه بیه وپلوري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
د اروزګان د مرکز او ولسوالیو د یو شمېر سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې لا هم مخابراتي خدمتونو ته په بشپړه توګه لاسرسی نه لري او زیاتوي چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.