د اسلامي امارت پخوانی چارواکی سید محمداکبر اغا وايي، افغانان حق لري چې مشوره ورسره وشي، د نجونو پر زدهکړو محدودیت دې نور لرې شي او څوک چې ښه موصفات لري، هغوی باید په حکومت کې داخل او واک ورکړل شي.
لیکوال او سیاستوال محمدزمان مزمل وايي، کودتايي او پر فتحو راغلي حکومتونه که له ولسونو مشروعیت وانه خلي، طبیعي حالت ته نه رسېږي؛ نو ځکه باید د مذاکرې، تفاهم او مشارکت لاره پرانیستل شي.
په افغانستان کې د سوپرکار موټر جوړوونکی محمدرضا احمدي وايي، د موټر ټول کارونه بشپړ شوي او نور يې پر سر «سوداګریزې مذاکرې» ته چمتو دی خو زیاتوي چې د خلکو حیرانتیا لپاره یې د موټر بیه او نوم تر اوسه نه دي په ډاګه کړي او دا یې د سوداګریز پلان یوه برخه جوړوي.
د فاریاب ولایت پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ۵۵۰ فعالو ښوونځیو له ډلې ۱۸۵ یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په جوماتونو، تر خېمو او ونو لاندې په ازاده فضا کې په بد حالت زدهکړې کوي.
د خوست د عدليې رييس وايي چې په دغه ولايت د قومونو ترمنځ د ځمکو، غرونو، دښتو او څرځايونو پر سر له ٢٠٠ ډېرې لانجې او شخړې موجودې دي چې حکومتي چارې يې هم له خنډ او ځند سره مخ کړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن