ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کي د سوداګرو ښځو شمېر د تېرو درېیو کلونو په نسبت څلور برابره ډېر شوی

افغانستان کي د سوداګرو ښځو شمېر د تېرو درېیو کلونو په نسبت څلور برابره ډېر شوی

author avatar
18 Jan 2024 - 21:52
افغانستان کي د سوداګرو ښځو شمېر د تېرو درېیو کلونو په نسبت څلور برابره ډېر شوی
author avatar
18 Jan 2024 - 21:52

کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه وايي چې په روان کال کې د تېرو درېیو کلونو په نسبت د سوداګرو ښځو شمېر څلور برابره ډېر شوی او له اسلامي امارته غواړي چې د جواز اخیستو او مالیاتو ټیټېدو برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنايعو خونې رییسې سلما يوسفزۍ له پژواک خبري اژانس ځانګړې مرکه وویل چې د شاوخوا تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د سوداګرۍ او پانګونې برخو کې د ښځو ونډه له لاسته‌راوړنو ډکه ده.

هغې د نجونو او ښځو اوسني وضعیت ته په اشاره وويل: «اوس مهال په ټوله کې‎ ښځې په ښه حالت کې نه دي خو بیا یې هم د سوداګرۍ برخه کې ډېر پرمختګ کړی او توانېدلې څو ښې لاسته‌راوړنې ولري.»

هغې څرګنده کړه ‎چې په ۲۰۲۰ کال کې د سوداګرو ښځو ۲۴۲۱ رسمي جوازونه له دې ادارې سره ثبت و، ‎خو اوس مهال دغه شمېر ۹۱۶۲ ته لوړ شوی دی.

خو د هغې د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال ١٢٠ زره ښځې له جواز پرته په غير رسمي ډول فعالیت کوي چې درې کاله مخکې دغه شمېر ٥٢ زرو ښځو ته رسېده.

د هغې په خبره، دغه مېرمنې د لاسي صنايعو، کرنې، روغتيا، خوراکي توکو، صنعت، کانونو او ګاڼو سکټورونو کې فعالیت کوي.‎

يوسفزۍ وايي، له ‎تېرو دوو کلونو راهیسې ‎سوداګرو ښځو ته په ملي او نړۍواله کچه د نندارتونونو جوړېدو ترڅنګ د حکومت او دې ادارې له لوري ښوونيز، ظرفيت لوړونې او حرفوي زده‌کړو پروګرامونه ترسره شوي دي.

هغې زیاته کړه: «موږ د ظرفیت لوړونې او روزنیزو برخو کې پروګرامونه لرو، بانکدارۍ برخه کې ټرينینګونه، کوچني پورونه، د هغوی د مالونو ساتنې برخه کې دي، سږ کال مو څه باندې ۲۵ ټرينینګونه درلودل.»

د یوسفزۍ څرګندونو له مخې، سوداګرې ښځې د نورو سوداګرو او پانګوالو په څېر ‎د تحارتي ویزو ترلاسه کولو، لوړو مالیاتو، د خرڅلاو کمښت او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

هغې زیاته کړه، په کوچنیو او منځنیو ‎سوداګریو کې د تجارتي جوازونو بیه لوړه ده چې یو شمېر لېوالې ښځې ‎د کافي پیسو نه درلودو له امله نه‌شي کولای دې برخه کې پانګونه وکړي.

هغې وويل چې د سوداګرو ښځو ستونزو هواري برخه کې یې اقدامات کړي او هڅه کېږي څو د یادو مېرمنو ستونزې حل شي.‎

یوسفزۍ ټینګار کوي چې د مالیاتو کمولو، بهر ته د ښځو لاسي صنایعو صادراتو ډېرېدو، د تجارتي ویزو ترلاسه کولو په ګډون د نورو ستونزو حل لپاره ‎د سرپرست حکومت له چارواکو او بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ګاونډیانو سره په اړیکه کې دي څو د ویزې ترلاسه کولو او خامو توکو واردولو برخو کې د سوداګرو ښځو ستونزې هوارې شي.

نوموړې د بېلابېلو بنسټونو له لوري ‎مالياتو اخیستو ته په اشاره وويل چې د سوداګرۍ د شته قانون له مخې، پانګه‌وال بايد ښاروالۍ، ماليې او سوداګرۍ وزارتونو ته ماليه ورکړي چې دا د هغوى له توانه وتلې ده.

يوسفزۍ د هېواد په اقتصادي وده کې د ښځو رول اغېزناک وباله او ويې ويل چې د سوداګرو ښځو فعالیت بايد پراخ شي او له هغوى ملاتړ وشي.

د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسې له اسلامي امارته وغوښتل چې د افغان سوداګرو ښځو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

Views: 146

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.