د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي د غزني مرکز ته د غځېدلې لارې له خرابوالي شکایت کوي
د غزني جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د غزني مرکز ته د دې ولسوالۍ غځېدلې لارې خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي چې د رغولو لپاره یې اقدام وکړي.
د غزني جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د غزني مرکز ته د دې ولسوالۍ غځېدلې لارې خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي چې د رغولو لپاره یې اقدام وکړي.
د میدان وردګو ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د شاخوا دوه مېلیون امریکایي ډالرو په لګښت د ٦٦ بېلابېلو پروژو چارې بشپړې شوې. د میدان وردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا…
د لغمان ولايت په دولتشاه ولسوالۍ کې پر دولتي ځمکه د يوه سوداګريز ښارګوټي جوړولو چارې يپل شوې. د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د دولتشاه ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل وویل چې…
د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې د ښاروالۍ له لوري د څه باندې لس میلیون افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې.
د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، په کابل کې د سعودي عربستان سفارت په مالي لګښت د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ښوونکو تګ - راتګ په موخه پر سيند کېبلي کابین جوړوي.
د کندهار ګمرک مسوولین وایي، د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په ګمرک کې نن د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو.
د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د څه باندې ٧ ميليون افغانيو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو دوه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ د کوچني پامیر له يو شمېر مشرانو سره په کتنه کې وویل چې د پامیر سړک جوړولو کار به ژر پیل شي.
د تخار ښاروالۍ مسوولین د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۵ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو پراختیایي پروژو د پیل خبر ورکوي.
د کابل یو شمېر ښاریان د یک پیسهګي پل بیارغولو کار له پیلیدو هرکلی کړی خو د کابل له ښاروالۍ غواړي چې د یاد پل په اصلي بڼه کې ډېر بدلون را نهولي.
د غور د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د دغه ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې د څو ټولګټو پروژو ګټې اخیستنې ته سپارلو خبر ورکوي وایي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره د ځایي اوسېدونکو د ستونزو هوارېدو ترڅنګ ۱۰ زره او ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د ننګرهار په سپينغر ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو يوه شبکه جوړه او د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د يو استنادي دېوال جوړېدو کارونه پيل شول.
د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، حکومت د چک برېښنا بند رغولو په اړه خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړې او د دغه بند د رغولو کارونه نیمګړي پاتې دي.
د لوګر په مرکز پل علم، محمداغې او برهکي برک ولسوالیو کې د اته سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۴۳ پروژو چارې پيل شوې.
د غزني په ناوې ولسوالۍ کې د لس میلیون ډالرو په لګښت د «سعد ابن ابي وقاص اسلاميه دارالعلوم» په نوم یو علمي کمپلکس جوړېږي چې د تخصص تر کچې به دیني زدهکړې پکې ترسره کېږي.
د زابل د پوهنې ریاست وايي، نن په دغه ولایت کې د یونیسف ادارې له خوا د ۴۱۴ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۴۶ ښوونځيو لپاره د احاطې دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې.
د پکتیکا طبيعي پېښو ته د رسېدنې ریاست مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د څه باندې ۵۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۷۴ هغو کورونو چې د تېر کال په…
د زابل په ښار صفا او شاهجوی ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت د استنادي دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې. د زابل د ترنک او جلدک فرعي سیندیزې…
د کډوالو چارو وزارت د څه باندې ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړهلیکونه لاسلیک کړل چې پر بنسټ به يې، په ۴ ولایتونو کې زرګونو کورنیو ته خدمات وړاندې کېږي. د کډوالو…
ځايي خلکو په خپل شخصي لګښت د لغمان ولايت له دولتشاه ولسوالۍ څخه د نورستان ولايت تر منډول ولسوالۍ پورې د ٣٠ کيلومټره سړک جوړولو چارې پيل کړې دي. په دې اړه د دولتشاه ولسوال…
په دایکنډي کې د ۵۸ کورنیو روغتیايي ځالو بیارغونې چارې نن د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د ۲۰ میلیون افغانیو په مرسته پیل شوې.
په بغلان او ننګرهار ولايتونو کې د شاوخوا ١٨ ميليون افغانيو په ارزښت د يو شمېر رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
د ښارجوړونې او ځمکو وزارت وايي، د کابل ښار په خوشحال خان سیمه کې د «قطر ښارګوټي» استوګنیزو بلاکونو جوړولو چارې –چې د کرونا ویروس خپرېدو له امله درېدلې وې- بېرته پیل شوې او تر راتلونکي یوه کال پورې به بشپړې شي.
د ننګرهار ولايت په ملکي هوايي ډګر کې د مسافرو لپاره ترمينل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.