ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل په دوو ولسوالیو کې د استنادي دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې

د زابل په دوو ولسوالیو کې د استنادي دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
30 May 2023 - 18:41
د زابل په دوو ولسوالیو کې د استنادي دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
30 May 2023 - 18:41

کلات (پژواک، ۹ غبرګولى ۱۴۰۲): د زابل په ښار صفا او شاه‌جوی ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت د استنادي دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې.

د زابل د ترنک او جلدک فرعي سیندیزې حوزې رییس مولوي عبدالکریم ذوالفقار د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د ښارصفا ولسوالۍ په بامیزو او د شاه‌جوی ولسوالۍ په تاجعفرو کلیو کې د ۱۵۰۰ مترو په اوږدوالي، ۳،۵ متره لوړوالي او ۳ متره سور په لرلو استنادي دېوالونه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (UN-FAO) له لوري د ۳۴۳ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي چې کارونه به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړ شي.

نوموړی زیاتوي، په دغه پروژه کې به د سیمې ۴۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي او د دغو دېوالونو په جوړېدو سره به سلګونه هکټاره ځمکه د ویجاړېدو له ګواښه وژغورل شي.

د زابل مرستیال والي مولوي محب‌الله حماس په دغه ولایت کې له نړۍوالو موسسو څخه وغوښتل چې د بیارغونې پروژې پلې کړي.

نوموړي چې د یاد استنادي دېوالونو د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې، زیاته کړه چې ولایتي اداره به هم هڅه کوي څو د لرو سیمو بیارغونې ته پام وکړي.

بلخوا د سیمې اوسېدونکي هم د دغو استنادي دېوالونو پر جوړېدو خوښي ښيي او زیاتوي، پخوا سېلابونو د دوی پر کرنیزو ځمکو سربېره کورونه هم ویجاړ کړي دي.

د ښارصفا ولسوالۍ د بریام مانده کلي اوسېدونکي تورجان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی کورونه مانده ته نږدې دي چې په ژمي موسم کې د ډېرو اورښتونو او سېلابونو له امله به د دوی کرنیزو ځمکو ترڅنګ کورونو ته هم زیانونه رسېدل، خو په خبره یې، اوس یې په کلي کې استنادي دېوالونه جوړېږي چې ورسره به دوی نور له دې ستونزې څخه وژغورل شي او په خپلو کورونو کې به په ارامه ژوند  کوي.

نوموړي هیله وښوده چې په سیمه کې دې نور استنادي دېوالونه هم جوړ شي.

Visits: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.