ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د ۳۷۴ زلزله‌ځپلو کورونه بېرته ورغول شول

پکتیکا کې د ۳۷۴ زلزله‌ځپلو کورونه بېرته ورغول شول

author avatar
30 May 2023 - 18:45
پکتیکا کې د ۳۷۴ زلزله‌ځپلو کورونه بېرته ورغول شول
author avatar
30 May 2023 - 18:45

ښرنه (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د پکتیکا طبيعي پېښو ته د رسېدنې ریاست مسوولین وايي، پرون د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د څه باندې ۵۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۷۴ هغو کورونو چې د تېر کال په زلزله کې تخریب شوي وو، د ترمیم چارې بشپړې شوې.

د پکتیکا  طبيعي پېښو ته د رسېدنې رییس مولوي مطیع‌الله منصور پژواک خبري آژانس ته وویل، له تېر کال راهیسې د CORDAID INTERNATIONAL موسسې له خوا په ګیان ولسوالۍ کې ۳۷۴ کورنیو ته د تېر کال په زلزله کې د هغوی د تخریب شوو کورونو ترمیم چارې پيل شوې وې او پرون بشړې شوې.

مطیع‌الله منصور وایي: «د دغه کورونو پر جوړولو له تېر کال راهیسې کار روان و چې د CORDAID  موسسې له خوا د ۵۵۲۴۵۰۰۰ افغانیو په مصرف جوړ شوي.»

د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي وایې چې د دغو کورونو په جوړوېدو سره د زلزله‌ځپلو یو کلی چې پخوا ویجاړ شوی و، بېرته ودان شوی دی.

د ګیان اوسېدونکي ډاکټر مجیب پژواک اژانس ته وویل: «زموږ په ولسوالۍ کې د تېر کال د ناورین له امله زرګونه کورونه وران شوي چې اوس د مرستندویه بسټونو له خوا یو شمېر یې بېرته جوړ شوي دي.»

هغه زیاتوي چې د ګیان په یو شمېر نورو کلیو کې هم د مرستندویه بنسټونو له خوا کورونه جوړ شوي، خو په خبره یې چې لا هم ډېر شمېر زلزله‌ځپلي خلک سرپناه نه لري.

د ګیان یو قومي مخور ډاکټر یاسین پژواک اژانس ته وویل، د تېرې زلزلې له امله نږدې شپږ زره کورونه وران شوي او کورنۍ يې سرپناه نه لري.

د یادونې ده، تېر کال په پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کې زوروه زلزله وشوه چې له امله يې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واوښتل.

Visits: 55

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.