ژبه

د لغمان په دولت‌شاه کې د یوه سوداګریز ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې

مهترلام (پژواک، ۱۶ غبرګولى ۱۴۰۲): د لغمان ولايت په دولت‌شاه ولسوالۍ کې پر دولتي ځمکه د يوه سوداګريز ښارګوټي جوړولو چارې يپل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د دولت‌شاه ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل وویل چې له ولایتي ادارې سره په همغږۍ په دې ولسوالۍ کې د يوه سوداګريز ښارګوټي د جوړولو چارې پيل شوې چې زر هټۍ به ولري.

هغه وويل، دغه ځمکه هټۍوالو ته په اجاره ورکړل شوې چې د دوی په شخصي لګښت په دوو پوړونو کې هټۍ پکې جوړوي.

بل لورته هټۍوال هم د یاد ښارګوټي جوړولو ته خوښ دي.

login or register a new account.