ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان وردګ اوسېدونکي: حکومت دې د چک برېښنا بند رغولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي

د میدان وردګ اوسېدونکي: حکومت دې د چک برېښنا بند رغولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي

author avatar
1 Jun 2023 - 12:58
د میدان وردګ اوسېدونکي: حکومت دې د چک برېښنا بند رغولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي
author avatar
1 Jun 2023 - 12:58

میدان‌ښار (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، حکومت د چک برېښنا بند رغولو په اړه خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړې او د دغه بند د رغولو کارونه نیمګړي پاتې دي.

ځايي خلک دغه نیوکې په داسې حال کې کوي چې پرون د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه چک ولسوالۍ ته ورغلی و.

د یادې ولسوالۍ د دوران‌خېلو کلي اوسېدونکي خرم‌دل پژواک خبري اژانس ته وویل: «د چک برېښنا بند د اوبو کاسه رسوباتو ډکه کړې او اوبه نشي ذخيره کولای، حکومت دې د دغه بند فعالولو ته پاملرنه زیاته کړي.»

هغه وویل، پخوا دغه بند پلازمېنې کابل ته هم برېښنا ورکوله خو په وینا يې، اوس يې فابریکه تشه ده او ماشینونه يې ترې ایستلي دي.

نوموړي دا هم وویل چې په تېر نظام کې د یاد بند د بېرته رغولو کارونه پيل شوي وو، خو نیمګړي پاتې دي.

هغه وايي، حکومت ژمنه کړې چې د بند پاتې چارې به بشپړوي، خو تر اوسه يې دا ژمنه نه ده عملي کړې.

هغه وویل، اوسنی حکومت باید د چک برېښنا بند د رغولو په اړه خپلې کړې ژمنې پوره او پاتې چارې یې بشپړې کړي.

د چک ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي عبدالمالک هم وویل: «پخوا له بند سره نږدې کلیو له همدې فابریکې څخه برق لرلو، خو د شرکت کسان راغلل ماشینونه د جوړولو په پلمه و ایستل، خو تر اوسه يې هیڅ نه دي کړي او برېښنا پرې ده.»

نوموړی وايي، د برېښنا تولید ټول وسایل شته خو یوازې د بند کاسه له رسوباتو ډکه ده او پاکول غواړي.

د چک ولسوال مولوي سردار احمد ثابت بیا وویل چې د دغه بند رغولو ۶۰ سلنه چارې بشپړې شوې او د پاتې چارو د بشپړولو لپاره هڅې کوي.

هغه وایي، د یاد بند د فابریکې زاړه ماشینونه او نوي وروړل شوي ټول تخنیکي وسایل خوندي دي او دوی یې ساتنه کوي.

د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ بیا خلکو ته ډاډ ورکړ چې د برېښنا بند بېرته رغولو په اړه به له اړوندو مسوولینو سره خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه چې هیله لري د یاد بند د بېرته رغولو چارې به ژر بشپړې شي.

والي وویل: «هڅه کوو دغه خبره تر مشرتابه ورسوو، ترڅو د میدان وردګو خلک له دغه ستر نعمت چې برېښنا ده برخمن شي؛ ځکه په دې سره خپله اسلامي امارت ته هم ګټه رسېږي.»

د میدان وردګو ولایت د چک برېښنا بند د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دغه بند په ۱۹۳۸ زېږدیز کال کې د جرمنیانو له خوا جوړ شو چې هغه وخت یې پلازمېنې کابل ته هم برېښنا ورکوله.

Visits: 231

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.