ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالو چارو وزارت د څه باندې ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړې لاسلیک کړې

د کډوالو چارو وزارت د څه باندې ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړې لاسلیک کړې

author avatar
30 May 2023 - 18:23
د کډوالو چارو وزارت د څه باندې ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړې لاسلیک کړې
author avatar
30 May 2023 - 18:23

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د کډوالو چارو وزارت د څه باندې ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل چې پر بنسټ به يې، په ۴ ولایتونو کې زرګونو کورنیو ته خدمات وړاندې کېږي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (سه‌شنبه) په خپل ټويټر کې ليکلي چې په دې برخه کې یې له څلورو همکارو موسسو سره هوکړې لاسلیک کړې دي.

سرچینه زیاتوي، دغه هوکړه‌ليکونه د کډوالو چارو وزارت د مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې همغږۍ، د بشري حقونو څېړنې او دفاع ګروپ، ادرا او د افغانستان د ښځو د ټولنیزو خدمتونو موسسو استازو ترمنځ لاسليک شول.

سرچينه کاږي، دغه ۷۵۲ زره او ۹۲۰ امریکایي ډالر به په هلمند، بامیان، هرات او بادغیس ولایتونو کې له ۱۷ زره او ۵۱۰ کورنیو سره د روغتيايي خدمتونو، خوراکي، غيرخوراکي او نغدي مرستو او د عامه پوهاوي سيمينارونو ترسره کولو او ظرفيت لوړونې برخو کې ولګول شي.

د یادونې ده، یاد وزارت نږدې دوه اونۍ وړاندې (د غویي په ۲۶مه) د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې له راستانه شوو کډوالو سره د څه باندې پنځه میلیون ډالرو په ارزښت د ښوونځيو، اوبو زېرمو، شنو خونو، سرپناه جوړولو، حرفوي زده‌کړو او لمريزې برېښنا برابرولو په برخو کې هم هوکړه‌لیکونو لاسلیک کړي وو.

 

Hits: 41

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.