ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلکو په شخصي لګښت د لغمان-نورستان ترمنځ یوه سړک جوړولو چارې پیل کړې دي

خلکو په شخصي لګښت د لغمان-نورستان ترمنځ یوه سړک جوړولو چارې پیل کړې دي

author avatar
30 May 2023 - 18:16
خلکو په شخصي لګښت د لغمان-نورستان ترمنځ یوه سړک جوړولو چارې پیل کړې دي
author avatar
30 May 2023 - 18:16

مهترلام (پژواک، ٩ غبرګولی ۱۴۰۲): ځايي خلکو په خپل شخصي لګښت د لغمان ولايت له دولت‌شاه ولسوالۍ څخه د نورستان ولايت تر منډول ولسوالۍ پورې د ٣٠ کيلومټره سړک جوړولو چارې پيل کړې دي.

په دې اړه د دولت‌شاه ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل پژواک اژانس ته وویل چې خلکو د دې ولسوالۍ د نویا درې د خندلو له سیمې څخه د نورستان ولايت تر منډول ولسوالۍ پورې د ٣٠ کیلومټره سړک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

هغه وايي، د سړک د جوړولو په برخه کې دوى له خلکو سره د ځينو وسايلو لکه بېلچو، کلندونو، مارتول او جبلونو مرسته کړې خو کار یې د نورستان د منډول ولسوالۍ د سلګونو اوسېدونکو له خوا پرمخ وړل کېږي.

نوموړی وایي، د یاد سړک په جوړېدو سره به خلک وکولاى شي چې په اسانۍ سره د نورستان او لغمان ترمنځ تګ راتګ وکړي.

بل لورته، د نورستان اوسېدونکي هم د یاد سړک جوړېدو ته خوښ دي.

د نورستان د منډول ولسوالۍ اړوند د بانډول سیمې يوه قومي مشر محمدسلیم پژواک ته وویل، د منډول خلکو په خپل شخصي لګښت د دغه سړک د جوړولو چارې پيل کړې دي.

هغه وايي، یاد سړک ٣٠ کيلومټره اوږدوالى او شپږ متره سور لري او د جوړولو لپاره يې دوى درې ميليون افغانۍ راټولې کړې دي.

خو هغه زياتوي چې دغه پېسې د ياد سړک جوړولو لپاره بسنه نه کوي، حکومت او خيريه بنسټونه بايد له دوى سره همکاري وکړي.

دغه‌راز د منډول ولسوالۍ د پانډو سيمې اوسېدونکي ګل‌رحمن پژواک ته وويل، په دې سيمه کې شاوخوا ١٥ سوه کورنۍ اوسېږي چې پر ډېرو سختو لارو تر لغمان پورې تګ راتګ کوي.

هغه وايي، د نورستان مرکز پارون له دوى څخه ډېر لرې دى، نو ځکه دوى غواړي چې له لغمان سره لار ولري څو په اسانۍ د اړتيا وړ توکي ترلاسه کړي.

بلخوا، د نورستان د والي ویاند سيف‌الدین لټون پژواک وويل چې د یاد سړک د جوړېدو په اړه چا له دوى سره مشوره نه ده کړې او نه يې هم دوى یې په اړه معلومات لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د نورستان اوسېدونکو د دغه ولايت د عمومي سړک جوړېدو غوښتنه هم کړې وه.

Visits: 41

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.