بدر: زندانونو کې اوس شکنجه نشته، بلکې د زدهکړو پر مرکزونو بدل شوي
د زندانونو چارو د سمون ادارې پوځي مرستیال وايي چې زندانونه د زدهکړو پر مرکزونو بدل شوي او اوس بندیانو ته هيڅ ډول شکنجه او ځورونه نه ورکول کېږي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې پوځي مرستیال وايي چې زندانونه د زدهکړو پر مرکزونو بدل شوي او اوس بندیانو ته هيڅ ډول شکنجه او ځورونه نه ورکول کېږي.
د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي چې امنيتي ځواکونو تورخم کې د هغو ۳۴ کنري ډوله مرغیو د قاچاق مخه نیولې چې له جواز پرته پاکستان ته چاقاق کېدې.
د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په څمکنیو او احمدخېلو ولسوالۍ کې یې یو شمېر وسلې او مهمات نیولي دي. د پکتیا امنیه د قوماندانۍ په خبرپاڼه کۍ راغلي چې یادې وسلې…
د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د لغمان ولایت پولیسو د کابل – جلالآباد لویې لارې په اوږدو کې په یوه مازدا موټر کې ۱۵۵ کیلوګرام تریاک او ۳۰ کیلوګرام هیرویین…
د کډوالو او رستنېدونکو چارو وزارت وايي چې نږدې ۳۰۰ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.
امنیتي سرچینې وايي، سمنګان او بدخشان کې د غلاوو په تور د لسو ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان نیول شوي دي.
ستره محکمه وایي، د کابل ولایت له نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا نهو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه. د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولایت…
د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار پنځلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو شمېر لرغوني اثار کشف او ترلاسه شول او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مرکز محمودراقي کې د یوې کورنۍ د دوو غړو ترمنځ د ځمکې د وېش پر سر شخړه رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې ښکېل یوه کس په ډزو خپل ورور وژلی او دوه نور کسان یې ټپیان کړي دي.
د هرات د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې یې یوه ۶۵ کلن سړي ته د یوې ۱۱ کلنې نجلۍ د جبري نکاح مخینوی کړی او په پشتکوه ولسوالۍ کې یې یوه ښځه له کورني بنده ازاده کړې ده.
د پروان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ په لولنج سیمه کې ۱۵ میله بېلابېل ډول وسلې او یوه اندازه مهمات کشف او ضبط شوي او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د یوه روغتیايي مرکز د یوې نرسې د قتل په تړاو دوه کسان نیول شوي دي. د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي…
د عدلیې وزارت وایي چې د میدانوردګو ولایت په مرکز میدانښار کې د «شهرنو» ښارګوټي نږدې ۸۷۴ جریب ځمکه د ځانګړې محکمې د پرېکړې له مخې امارتي تثبیت شوې ده.
US: Some dangerous criminal immigrants will be sent to third countries
د هلمند امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په موسیکلا ولسوالۍ کې یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
ستره محکمه وایي، د کابل ولایت د میربچهکوټ ولسوالۍ او د نشهيي توکو او مسکراتو د مخنيوي لومړنۍ محکمو له خوا ۱۳ مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په پسایند ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د ۱۰ زره کیلوګرامه اومان راټولولو په تور ۲۵ کسان نیول شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې نږدې ۳۰۰ افغان کډوال چې د پاکستان او عراق په زندانونو کې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو معین دایکنډي ته د خپل سفر پر مهال ټینګار کړی چې باید په دندو کې له تداخل، قومي او ژبنيو تعصبونو ډډه وشي، دغهراز ویلي یې دي، امنیتي ځواکونه باید له خلکو سره نېک، اسلامي او د اخلاقي اصولو مطابق چلند ولري.
د خوست ولایت مقام وایي، په دغه ولایت کې یو ډاکټر د انسانتښتوونکو له منګولو وژغورل شو او په تړاو یې څلور کسان نیول شوي دي
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې یې د ۱۴ زره «کا» ټابلېټونو، ۲۸ کیلوګرامه تریاکو او ۲۲۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق او پلور په تور لس کسان نیولي دي.
نیمروز ولایت کې ځايي سرچینې د نږدې ۱۲ ټنه جامد او مایع نشهيي او ۳۲ ټنه تاریختېر خوراکي توکو او بېکیفیته درملو له سوځولو خبر ورکوي او وايي چې د نشهیي توکو د قاچاق په تړاو ۶۹ کسان هم نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د بلخ ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د یوې وسلهوالې نښتې په تړاو ۲۶ کسان نیول شوي دي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وایي چې ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.