د غزني خبریالان: مسوولین دې اطلاعاتو ته لاسرسي برخه کې له موږ سره همکاري وکړي
د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د ځايي حکومتي مسوولینو او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ او د ستونزو د حل په موخه ناسته وشوه.
د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د ځايي حکومتي مسوولینو او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ او د ستونزو د حل په موخه ناسته وشوه.
په زابل کې له ۱۷۶۵ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، پکتيا کې له ٣٧٠ بېوزلو کورنيو سره د شيدې ورکوونکو مېږو او میدان وردګو کې له حیواني کلینیکونو، شيدو راټولولو او د لبنیاتو پروسس له مرکزونو سره نغدي مرسته شوه.
د تخار یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ځینو شخصي روغتونونو د ډاکترانو له خوا د شفري نسخهلیکنې ډېرېدو له امله اندېښنه ښيي او وايي، پر ناروغلرونکو خپل درمل په څو برابره لوړه بیه پلوري.
د لوګر ولایت د کرنې ریاست وایي، د تېرې اونۍ سېلابونو له امله په مرکز پل علم کې پر ۶۰۰ جریب ځمکه ولاړ فصلونه له منځه تللي او کروندګرو ته په ټولیز ډول ۵۳…
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو د انټرنېټي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي او وایي، د انټرنېټ بیه لوړه ده خو کیفیټ یې ټیټ دی.
د خوست ولایت يو شمېر اوسېدونکي وايي، د برېښنايي پېژندپاڼو بيه ۵۰۰ افغانيو ته لوړه شوې چې دوی يې د ورکړې توان نه لري
د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د قومي منځګړیتوب له لارې د دوو کورنیو ترمنځ له ۶۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه.
زابل کې له ۱۷۶۵ کورنيو سره د خوراکي توکو، پکتيا او لوګر کې له ۲۰۰ زلزلهځپلو او سېلابځپلو کورنيو سره نغدي مرستې وشوې.
د سره صلیب نړۍوالې کمېټې مشر وایي، په هڅه کې دي افغانستان ته د عربي هېوادونو مرستې جلب کړي. افغاني سرې میاشتې نن (شنبه) په یو لړ ټويټونو کې ویلي چې د سره صلیب نړۍوالې…
د فراه یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم په دغه ولایت کې هوايي ډګر شته خو له دوو کلونو راهیسې تر کابل ته ملکي الوتنې نه کېږي.
د هلمند د واشير ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دوی په سیمه کې ډېری کارېزونه وچ شوي او خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي، په دغه ښار کې یې اته هغه نانوایيګانې تړلې دي چې د دوی له لایحې څخه یې سرغړونه کړې وه.
د هرات ښاروالي وايي، خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او نظم رامنځته کولو په موخه په ښار کې د بس تمځایونه جوړوي چې دا چاره د دغه ولایت د اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شوې ده.
د پنجشېر د درېیو ولسوالیو اوسېدونکي د انټرنېټي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، انټرنېټ ته د لاسرسي وړ سیمو ته د رسېدو لپاره باید په ساعتونو ساعتونو پلی مزل وکړي او يا هم موټر ته سلګونه افغانۍ کرايه ورکړي.
د اروزګان ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت له مرکز ترینکوټ څخه یې ۱۵۰ سوالګر ټول کړي چې ۷۴ يې حرفوي پېژندل شوي دي.
د غزني جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د غزني مرکز ته د دې ولسوالۍ غځېدلې لارې خرابوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او له حکومته غواړي چې د رغولو لپاره یې اقدام وکړي.
په هېواد کې د لمریزې برېښنا سیسټم لرونکو (سولري) څاګانو په ډېرېدو سره، د اوبو چارو یو شمېر پوهان وايي چې د دغه ډول څاګانو کیندل په اوږدمهال کې د ځمکې لاندې اوبیزو سرچینو د…
په کابل ښار کې یو شمېر کارګران د کار او مزد له کموالي شکایت کوي او د چارو شنونکي وایي، حکومت او نړۍواله ټولنه باید د دې ستونزې د حل لپاره بنسټیز کارونه ترسره کړي.
د پاسپورټ ریاست وایي، بهرمېشتي افغانان چې د پاسپورټ موده یې پاى ته رسېدلې وي خو د اړوند هېواد اقامه یا هم ویزه له ځان سره ولري، کولاى شي له ځنډ او نوبت پرته پاسپورټ ترلاسه کړي.
د خوست يو شمېر ښاريان شکايت کوي چې د لاسيپلورونکو له خوا د توکو د پلور په موخه د لاوډسپیکرونو کارول په ښار کې غږيزه ککړتيا رامنځته کړې ده.
د بلخ په مرکز مزارشریف او د پکتيا په مرکز ګردېز کې د چاپېريال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت د دغو دواړو ښارونو د پاکولو په موخه عمومي اشر ترسره شو.
یو هراتی ځوان چې په دې وروستیو کې یې په خپل شخصي لګښت یو موټر د ګرځند رسټورانټ په ډول جوړ کړی وايي، که ملاتړ یې وشي نو کولی شي چې ښاري بسونه او مسافروړونکي ګړندي موټر هم په ځیرګ ډول جوړ کړي.