منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

کابل ښاریان: ښاري موټرچلوونکي له ټاکلې لایحې خلاف لوړه کرایه اخلي

د تېلو بیو په رالوېدو سره د ټرانسپورټ او ملکی هوايي چلند وزارت په کابل کې د ښاري موټرو کرایو لپاره لایحه جوړه کړې ده؛ خو ښاریان وايي، موټرچلوونکي اوس هم د لایحې خلاف کار کوي او له ټاکلې کچې لوړه کرایه اخلي.

غړي

دوو ولایتونو کې له څه باندې لس‌زره کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه

په لوګر او پکتيکا کې له څه باندې لس زره بې‌وزلو کورنيو سره د نغدو پيسو، خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه. د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، د خوړو نړیوال…

غړي

د ماشوم نړۍواله ورځ؛ کریمي: راتلونکی کال به زرګونو کارګر ماشومانو ته تعلیمي مرکزونه جوړ شي

د ماشوم نړۍواله ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې افغان ماشومان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، خو د حکومت یو چارواکی وایي، د داسې ماشومانو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت مکلفیت دی او راتلونکی کال کې به زرګونو کارګر ماشومانو ته د هېواد په کچه د زده‌کړو مرکزونه جوړ شي.

غړي

د ورسج ولسوالۍ اوسېدونکي: لارې مو خرابې دي او معیاری روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لرو

د تخار د ورسج ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د معیاري روغتیايي مرکزونو نشتوالي او مواصلاتي لارو خرابوالي له امله د ناروغانو درمنلې او مرکز ته د هغوی لېږدولو برخو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

غړي

د ماشوم نړۍواله ورځ؛ د بادغیس ۱۱ کلن کارګر ماشوم محمد د مرستی غوښتنه کوي

د ماشوم له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، د بادغیس ولایت یو کارګر ماشوم محمد وايي چې د بې‌وزلۍ له امله له ښوونځي بې‌برخې شوی او اړ دی چې د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره ټوله ورځ خځلې راټولې کړي.

«اوبه زموږ د هسکو غرونو اوښکې دي؛ لومړی باید خپلې ځمکې خړوبې کړي»

یو شمېر خلک د هلمند په اوبو کې د ایران حقابې په اړه د اسلامي امارت له دریځه ننګه کوي، ځیني د اوبو په بدل کې له ایرانه تېل غواړي او ځیني بیا وایي چې اوبه یې د هېواد د دنګو غرونو اوښکې دي او باید لومړی خپلې ځمکې خړوبې کړي.

«موږ له تندې مرو، ایران رانه اوبه غواړي»

د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي له وچکالۍ او د اوبو له جدي کموالي شکایت کوي او وايي، ایران داسې مهال د حق‌ابې دعوه لري چې د دغه ولایت ځیني خلک د وچکالۍ له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

غړي

د بشري مرستو وېش پروګرام؛ نیمروز کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته بې‌وزلو خلکو ته د بشري مرستو وېش پروګرام پیلېدل د دې ترڅنګ چې له لوږې د بې‌وزلو کورنیو د ژغورلو لامل شوی، د نیمروز ځايي سرچینو په وینا، ورسره زرګونو کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شوې ده.

نور راپورونه