ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان او هلمند کې له پنځه زره ډېرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

اروزګان او هلمند کې له پنځه زره ډېرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۲): په اروزګان کې له ۳۵۹۳ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه او په هلمند ولایت کې پر دوه زره بې‌وزلو کورنیو د خوراکي توکو د مرستو وېش لړۍ پیل شوه.

د اروزګان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د خوړو نړۍوال سازمان/ WFP له خوا د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ، چنارتو او چورې ولسوالیو کې له ۳۵۹۳ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

هغه وویل، په ترینکوټ کې له ۱۸۳۳، چنارتو ولسوالۍ کې له ۱۱۱۹ او په چورې ولسوالۍ کې له ۶۴۰ کورنیو سره مرستې شوې دي چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶ کیلوګرامه دال، یو کیلوګرامه مالګه او ۳ کیلوګرامه د ماشومانو تقویتي مواد وېشل شوي دي.

له بلې خوا په هلمند ولایت کې پر ۲ زره اړو کورنیو د خوراکي توکو د مرستې وېش لړۍ پیل شوه.

دا مرسته د ملک سلمان خیریه بنسټ اسلامي همکاریو سازمان له خوا د سرې میاشتې خیریه بنسټ په همکارۍ د هلمند په مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ کې پر ۲ زره کورنیو وېشل کېږي.

د دغو مرستو د وېش پر مهال د هلمند د سرې میاشتي رییس مولوي فضل‌محمد فضلي وویل، دا مرسته به د مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ پر غریبو او بې‌وزله کورنیو او یتیمانو ووېشل شي چي له دې جملې زر کورنۍ په لښکرګاه او زر کورنۍ په ګرشک ولسوالۍ کې تر یوې شفافې او کره سروې وروسته په نښه شوې دي .

د هغه په وینا، په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلوګرام اوړه، ۵ کیلوګرام غوړي، ۲ کیلوګرام خرما، ۵ کیلوګرام وریجې، ۵ کیلوګرام بوره او ۵ کیلوګرام لوبیا ورکول کېږي

Visits: 52

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.