ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې سېلابونو کروندګرو ته ۵۳ میلیون افغانۍ زیان اړولی

لوګر کې سېلابونو کروندګرو ته ۵۳ میلیون افغانۍ زیان اړولی

author avatar
11 Jun 2023 - 17:26
لوګر کې سېلابونو کروندګرو ته ۵۳ میلیون افغانۍ زیان اړولی
author avatar
11 Jun 2023 - 17:26

پل علم (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د لوګر ولایت د کرنې ریاست وایي، د تېرې اونۍ سېلابونو له امله په مرکز پل علم کې پر ۶۰۰ جریب ځمکه ولاړ فصلونه له منځه تللي او کروندګرو ته په ټولیز ډول ۵۳ میلیون افغانۍ زیان اوښتی دی.

د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز پژواک اژانس ته وویل، تېره اونۍ د مرکز پل علم ښار اړوند په بابوس، جمعه‌کلا، شادي‌خوګ او کلنګار سیمو کې سېلابونه راوتلي وو او کروندګرو ته یې زیانونه اړولي دي.

همراز زیاته کړه، د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د سېلابونو له امله د زیانمنو شوو کورنیو سروې بشپړه کړې ده چې له مخې یې، په پل علم کې د ورستیو سېلابونو له امله ۵۰ استوګنیز کورونه نړېدلي او ۶۰۰ جریب ځمکه فصلونه له منځه تللي دي.

نوموړی همدارنګه زیاتوي، په یادو سیمو کې کروندګر او بڼوالو ته شاوخوا ۵۳ میلیون افغانۍ زیان اوښتی دى.

د کرنې ریاست ویاند وایي، په یاد ولایت کې له کورنیو او نړۍوالو مؤسسو سره همغږي شوې او ډېر ژر به له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره مرستې وشي.

د لوګر د مرکز اړوند د بابوس سیمې یوه اوسېدونکي جمعه‌ګل پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرې اونۍ سېلابونو امله په دغه سیمه کې کروندګرو او بڼوالو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

هغه زیاته کړه، دولت او نړۍوالو ادارو ته پکار ده چې د لوګر ولایت له سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د سرپناه او خوراکي توکو په برخو کې مرسته وکړي.

د لوګر د بابوس سیمې یوه بل کروندګر رسول‌ګل پژواک ته وویل، د سېلابونو له امله يې پر پنځه جریب ځمکه کرل شوي پیاز، کچالو او غنم په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

هغه همدارنګه زیاتوي، حکومت او نړۍوالې مؤسسې باید د پل علم له سېلاب‌ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

باید وویل شي چې تېره ورځ هم د ملګرو ملتونو یو شمېر ادارو د لوګر ولایت له ۵۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرسته وکړه.

Views: 167

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.