منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

د هرات خلک د دغه ولایت په ولسوالیو کې د تاریخي ابدو وضعیت ته اندېښمن دي

د هرات یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دغه ولایت په ولسوالیو کې تاریخي ابدې د تېرو جنګونو او د پخوانیو حکومتونو نه پاملرنې له امله ویجاړې شوې دي او له حکومته غواړي چې د رغونې او ساتنې برخه کې یې اقدام وکړي.

تناظر: افغانستان ته د ترکمنستان برېښنا رالېږدولو پروژه دې ژر بشپړه شي

د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا د تولید ځینو پروژو په اړه له تمویلوونکو سره د خبرو پیلېدو خبر ورکوي؛ ځیني متخصصین وايي، حکومت باید نور د بندونو جوړولو لپاره ګاونډیو ته غوږ ونه ونیسي او ژر تر ژره له ترکمنستانه د برېښنا مزي راغځولو پروژه بشپړه کړي.

بدخشان کې د معلولینو او شهیدانو وارثینو د بایومتریک لړۍ پیل شوه

د بدخشان سیمه‌ییزې سرچینې په دغه ولایت کې معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته د هغو د حقوقو او امتیازاتو په اجرا کې د  لا روڼتیا راوستلو په موخه د بایومتریک لړۍ پېلېدو خبر ورکوي او وايي، په تېر یونیم کال کې له ۱۴۱۰۰ څخه ډېرو دغو کسانو خپل حقوق او امتیازات ترلاسه کړي دي.

د جګړې یوې قرباني کورنۍ یوازېنۍ پاتې معلوله ماشومه معراج بي‌بي د مور او پلار څېرو لیدلو په ارمان ده

معراج بي‌بي ایله د پنځو میاشتو وه چې پر کور يې د بهرنیو ځواکونو له خوا هوايي برید وشو، د مور او پلار په ګډون يې د کورنۍ ۱۵ غړي له لاسه ورکړل او دا په داسې حال کې ژوندۍ پاتې شوه چې یوه پښه يې پرې شوې وه.

ارواپوهان: له ماشوم سره ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند ناوړه پایلې لري

ځینې ​​ماشومان په داسې حال کې  په ټولنه او ان خپلو کورنیو کې له ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلنده شکایت کوي چې ارواپوهان له ماشوم سره د ناسم او له تاوتریخوالي ډک چلند د  ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي او وايي، دا چاره د دې لامل کیږي چې ځینې ماشومان له انزوا سره مخ او له بې‌بندو باره ډلو سره یوځای شي.  

غړي

د هېواد په کچه تر اوسه څه باندې ۹ میلیون وګړو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د برېښنایې پېژندپاڼو د وېش له پیله بیا تر اوسه څه باندې ۹ میلیون کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې چې څه باندې پنځه میلیون نارینه او څه باندې ۴ میلیون یې ښځو ته دي.

نور راپورونه