ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د معلولینو او شهیدانو وارثینو د بایومتریک لړۍ پیل شوه

بدخشان کې د معلولینو او شهیدانو وارثینو د بایومتریک لړۍ پیل شوه

author avatar
28 Jan 2023 - 18:01
بدخشان کې د معلولینو او شهیدانو وارثینو د بایومتریک لړۍ پیل شوه
author avatar
28 Jan 2023 - 18:01

فیض‌اباد (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۱): د بدخشان سیمه‌ییزې سرچینې په دغه ولایت کې معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته د هغو د حقوقو او امتیازاتو په اجرا کې د  لا روڼتیا راوستلو په موخه د بایومتریک لړۍ پېلېدو خبر ورکوي او وايي، په تېر یونیم کال کې له ۱۴۱۰۰ څخه ډېرو دغو کسانو خپل حقوق او امتیازات ترلاسه کړي دي.

د یادې پروسې د پرانیستې په مراسمو کې د بدخشان ولایت مقام د دفتر رییس قاضي خیرالله حکیمي وویل، د شهیدانو او معلولینو په ریاست کې د بایومتریک سیستم جوړولو موخه معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته د هغو د حقونو ورکړې په پروسه کې روڼتیا رامنځته کول دي.

هغه وایي، معلولین او د شهیدانو وارثین په ټولنه کې ترټولو محروم قشر دی او حکومت غواړي چې دوی ته د حقوقو او امتیازاتو ورکړې لپاره غوره او شفاف سیستم رامنځته کړي.

د بدخشان د شهیدانو او معلولینو رییس میر دولت یاري وویل چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې، دغه ریاست څه باندې ۱۴۱۰۰ کسانو ته -چې په کې ۱۳۹۰۳ یتیمان او ۲۴۱ کونډې شاملې دي- د هغوی یو کلن امتیازات ورکړي چې له دې ډلې ۳۸۴ یې د اسلامي امارت د شهیدانو وراثین دي.

د هغه په خبره، یاد ریاست په خپل ډېټابیس کې ۶۶۰۱ معلولین ثبت کړي چې له دې ډلې ۱۸۳ یې د اسلامي امارت جنګي او نور د تېر نظام ملکي او نظامي معلولین دي چې تر اوسه ۴ زرو ته یې حقوق ورکړل شوي او نورو ته به هم ډېر ژر ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د حکومت د نه پاملرنې له امله د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو ځينو وارثینو تر اوسه خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي، خو له وزارته بودجه غوښتل شوې چې هغوی ته به هم خپل حقوق ژر ورکړل شي.

د هغه په خبره، هر هغه یتیم یا کونډې ته چې د شهید وارث وپېژندل شي، د دغې ادارې له خوا به ورته د میاشتې ۲زره افغانۍ ورکړل شي او معلولینو ته هم د هغې کتګورۍ له مخې چې په پام کې نیول شوې، د میاشتې له ۲ تر ۱۵ زره افغانۍ ورکول کېږي.

د شهیدانو او معلولینو ریاست امر روح‌الله روحاني له مراجعینو وغوښتل څو د اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق دې برېښنایي تذکرې ترلاسه کړي، له دې پرته به د هغوی کارونه قانوني طی مراحل نه شي او له حقوقو او امتیازاتو به برخمن نه شي.

هغه دې ته په اشارې سره چې دغه ریاست د ورځې د ۲۰ مراجعینو کارونه پر مخ بیایي، ډاډ ورکړ چې د مراجعینو عرېضو ته به په وخت رسېدنه کوي.

حیدر محمد چې درې کاله مخکې یې په یوه طبیعي پېښه کې خپلې دواړه پښې له لاسه ورکړې او یادې ادارې ته د خپلو اسنادو طی مراحلو لپاره راغلی وایي، تر اوسه د اسنادو په اجرا کې کومه ستونزه نه ده راغلې او کارونه یې په دېر عادي حالت روان دي.

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.