منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

جوزجان کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني د قاتل په بښل کېدو سره پای ته ورسېده

د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوه کس د خپل زوی قاتل ته - چې د محکمې له خوا د اعدام حکم پرې صادر شوی و- بښنه وکړه او ويې ویل: «د زوی له لاسه ورکولو درد ما تجربه کړې، ومې نه غوښتل چې دغه درد زموږ مقابله کورنۍ هم تجربه کړي.»

د جګړې یوې قرباني کورنۍ یوازېنی پاتې نارینه فریداحمد د خپلې خور له معلولیت او بېوزلۍ ځورېږي

۲۲ کلن فریداحمد چې شاوخوا ۱۳ کاله وړاندې یې په یوه هوايي برید کې د کورنۍ اووه غړي له لاسه ورکړي، اوس یوازې دی او یوه معلوله خور یې د هماغو دردونو په یادولو سره د ژوند شپې ورځې تېروي.

روږدي‌توب د یوې مور د درېیو اولادونو د ورکېدو لامل شو

یوه مور او د هغې درې کلنه لور د کابل په ۱۵۰ بستریز او پلار په کابل کې د روږدو درملنې په ۱۰۰۰ بستریز روغتون کې له نشه‌یي توکو د خلاصو ن لپاره مبارزه کوي؛ دغه ځورېدلې ‎مور وايي، روږدي‌توب د دې لامل شوی چې درې اولادونه یې نادرکه شي.

ننګرهار کې سیند ته د څېرمه سیمو اوسېدونکي له حکومته د استنادي دېوالونو غوښتنه کوي

د ننګرهار د یو شمېر هغو ولسوالیو اوسېدونکي چې کورونه او کرنیزې ځمکې یې کونړ سیند او خوړونو ته نږدې دي، له حکومته د استنادي دېوالونو جوړېدو غوښتنه کوي. بلخوا د ننګرهار ولايت چارواکي وايي،…

تخار کې وروستۍ واورې؛ د ینګي‌قلعه زرګونه اوسېدونکي د مواصلاتي لارو له بندېدو شکایت لري

د تخار د ینګي‌قلعه ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي د یخبندان له امله د مواصلاتي لارو له بندېدو شکایت لري او وایي، د سړې هوا او یخبندان له امله د زرګونو کورنیو ارتباطي لاره د دغې ولسوالۍ په خواجه حافظ سیمه کې بنده شوې او حکومت باید ورته پاملرنه وکړي.

معلولیت او بې‌کاري؛ بادغیس کې لوستي معلولین د کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوي

په بادغیس ولایت کې ځیني معلولین چې کافي سواد او تحصیلي اسناد هم لري، د سختو کارونو ترسره کولو کې خپلې ناتوانۍ ته په اشارې په دولتي او نادولتي ادارو کې د کاري فرصتونو برابرېدو غوښتنه کوی.

نور راپورونه