ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر اوسېدونکي د لیني موټرو له لوړو کرایو شکایت کوي

د لوګر اوسېدونکي د لیني موټرو له لوړو کرایو شکایت کوي

author avatar
23 Jan 2023 - 16:47
د لوګر اوسېدونکي د لیني موټرو له لوړو کرایو شکایت کوي
author avatar
23 Jan 2023 - 16:47

پل علم (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د لوګر د مرکز پل علم، محمداغې، خوښۍ او بره‌کي برک ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د لیني موټرو له لوړو کرایو شکایت کوي او وايي، تېل ارزانه شوي خو موټرچلوونکي د پخوا په پرتله دوه برابره کرایه ترې اخلي.

د مرکز پل علم یوه اوسېدونکي ضیاءالحق احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د پخوا په پرتله د لیني موټرو کرایې دوه برابره لوړې شوې دي.

هغه زیاتوي: «له کابل څخه د لوګر تر مرکز پل علم ښار پورې پخوا د لیني موټرو کرایه ۱۰۰ افغانۍ وه خو اوس ۱۵۰ افغانۍ ده، له پل علم تر محمداغې ولسوالۍ پخوا ۵۰ افغانۍ کرایه وه خو اوس ۸۰ افغانۍ ده، له پل علم تر خوښۍ ولسوالۍ پخوا ۴۰ افغانۍ کرایه وه خو اوس ۷۰ افغانۍ ده، همدانګه له پل علم تر بره‌کي برک ولسوالۍ پخوا ۵۰ افغانۍ کرایه وه خو اوس ۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.»

نوموړی وايي، خلک بېوزلي دي، د لوړو کرایې ورکولو توان نه لري، اړوندې ادارې باید د لیني موټرو د کرایو ټیټولو په برخه کې اقدام وکړي.

دغه‌راز د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احمد پروېز پژواک خبري اژانس ته وویل، د پټرولو، ډېزلو او اوبلن ګازو نرخونه ۲۰ سلنه کښته شوي خو د لیني موټرو کرایې هماغسې لوړې دي.

دی وایي: «د ټرانسپورت ریاست او ښاروالۍ باید په دې اړه جدي اقدام وکړي، ځکه د خلکو اقتصاد د پخوا په پرتله کمزوری شوی او د لوړو کرایو د ورکړې توان نه لري.»

د کابل- لوګر لین یوه موټرچلوونکي محمدګل پژواک خبري اژانس ته وویل، موټرچلوونکو ته د دولت له خوا ټاکلې نرخ‌پاڼه نه ده ورکړل شوې او هر موټرچلوونکی په خپل زړه کرایه اخلي.

هغه وایي: «د پخوا په پرتله سورلۍ کمه شوې ده، کاروبار خراب شوی دی او بل دا چې د دولت له لوري ټاکلې نرخ‌نامه نه لرو، هر سړی په خپل سر دی.»

د لوګر د والي ویاند عمر منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، د خلکو دغه شکایت ته د رسېدو لپاره به ژر د ولایت مقام او ټرانسپورټ ادارې له لوري ګډ پلاوی وټاکل شي او د لیني موټرو کرایې به کنټرول کړي.

نوموړي زیاته کړه: «لوګر ولایت مقام عدالت ته ژمن دی، له یو شمېر ادارو سره په ګډه به یادو شوو ستونزو ته رسیدګي وشي.»

هغه وايي، که څه هم په بازار کې د تېلو بیې ثابتې نه دي خو بیا به هم دې ستونزې ته یوه مناسبه حل‌لار پيدا کړي.

د لوګر اوسېدونکي په داسې حال کې د موټرو د کرایو له لوړوالي شکایت کوي چې د تېرې اونۍ په پرتله د هېواد په بازارونو کې د تېلو بیې را لوېدلې او د ګازو بیې لوړې شوې دي.

Visits: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.