ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځو بنسټونو له هېواده بهر د نوي نهضت له جوړېدو خبر ورکړ

پنځو بنسټونو له هېواده بهر د نوي نهضت له جوړېدو خبر ورکړ

author avatar
22 Jan 2023 - 20:37
پنځو بنسټونو له هېواده بهر د نوي نهضت له جوړېدو خبر ورکړ
author avatar
22 Jan 2023 - 20:37

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): پنځو بنسټونو له هېواده بهر د نوي نهضت له جوړېدو خبر ورکړ او پر ولسواکۍ د ټینګار ترڅنګ یې جګړه‌ییزې هڅې ناسمې وبللې.

د «افغانستان د سولې او ولسواکۍ نهضت» په نوم د یاد جوړښت په اعلامیه کې راغلي چې دغه نهضت «د افغانستان سوسیال ډیموکراټ ګوند [افغان ملت]»، «په بهر کې د وطن ګوند د يووالي عالي شورا»، «د افغانستان د ملي ترقۍ ګوند«، »ملي کانګرس» او «د جمهوري غوښتونکو خوځښت» د خپلو تشکیلاتو په ساتنې سره یو ځای شوي او دغه نهضت یې جوړ کړی دی.

سرچینه لیکي چې په افغانستان کې د جمهوریت په تېره دولتي دستګاه کې د پراخ فساد، د مافیايي جګړه‌مارو نفوذ او داخلي تربګنیو او دښمنیو او دغه راز د «دوحې د هوکړو پټو او ناڅرګندو معاملو» او د امریکا او ناټو ځواکونو د بې‌مسوولیته وتلو په پایله کې راوپرځېد.

د هغوی په وینا، د افغانانو بشري حقونه تر پښو لاندې شوي او په افغانستان کې ټولګډون سياسي فعالیت، د وینا خپلواکي او مدني فعالیتونه په ټپه ولاړ دي.

سرچینه پر ملي یووالي د ټینګار ترڅنګ وایي، جګړه‌مارې مافیايي ډلې، داعش او نور مخالف وسله‌وال لوري چې په ظاهره د افغانستان د سرپرست حکومت مخالف دي، هم د جګړې د هڅونې ترڅنګ د تجزیې غوښتنې او ملي يووالي ضد شعارونه راپورته کوي.

د اعلامیې له مخې، دغه نهضت د «والصلح خیر» قراني ارشاد پر بنسټ د واک‌‎غوښتنې او واک‌ساتنې هر راز جګړه‌ییزې او خونړۍ هڅو په ناسمې ګڼلو د سياسي واک او ځواک یوازېنۍ سرچينه د خلکو اراده او رايه بولي.

د جمهوري غوښتونکو خوځښت مشر، شاه محمود میاخېل په خپله وینا وویل چې د افغانستان په روښانفکره او تعلیمیافته قشر باندې نیوکې دي چې دوی ولې سره په شریکه کار نشي کولې او د افغانستان په دې حساسه مرحله کې ولې د یو سیاسي منظم او منسجم چتر لاندې د افغانستان د نجات لپاره سره نه راټولیږي؟

هغه وویل:” په دې خاطر د جمهوري غوښتونکو خوځښت او هم د سولې او ولسواکۍ نهضت ایجاد د افغانانو په خپل ابتکار سره رامنځته شوی او د مشترکو هلو ځلو لپاره یوه وړه بیلګه ده. دا پروژوي حرکت نه دی. له چا نه امتیاز او پروژه نه غواړي. د دې خوځښت غړي دا خپل ملي او دیني مسوولیت ګڼې چې د افغانستان د تاریخ په دې حساسه او پېچلې مرحله کې بې له کوم امتیاز او فشارڅخه یو بل سره ومني او د افغانستان د ثبات او سولې لپاره په شریکه له  نورو افغانانو سره چې منل شوي ملي ارزښتونو ته وفاداره دي، کار وکړي.”

میاخېل وویل د جمهوري غوښتونکو خوځښت او هم د دې نهضت غړي دا خپل مسوولیت ګڼي په داسې حال کې چې د افغانستان ولس په داخل د افغانستان کې له ظلم، فقر، فزیکي او رواني شکنجې او تهدید سره مخامخ دی، چوپ پاتې نشي او خپل ملي او ایماني مسوولیت ادا او د دوی اواز نړیوالو ته ورسوي او هم په افغانستان کې دایمې سولې، ثبات او د ولسواکې د حاکمیت لپاره کار وکړي.

د نړۍوالو اړیکو استاد زاهد امرخېل د یاد نهضت په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «له افغانستانه بهر هغه خوځښتونه، حزبونه او يا ټولنې چې رامنځته کېږي؛ ځکه زموږ درد نه شي دوا کولای او د افغانستان خلکو ته کومه ګټه نه لري چې فعاليتونه يې له هېواد بهر او اهداف يې نامشخص نه دي.»

د ده په وينا، د افغانستان د قوانينو له مخې، ګوندونه، ټولنې او خوځښتونه بايد په افغانستان کې دننه رامنځته شي، مالي سرچينې يې بايد علني وي، موخې او تشکيلات يې بايد واضح وي، نظامي موخې ونه لري، له بهرنيو ګوندونو، سفارتونو او قونسلګريو سره اړیکې ونه لري.

هغه زياتوي: «هر خوځښت بايد په هېواد کې دننه د خپلو خلکو په ملاتړ جوړ شي؛ متاسفانه کوم خوځښتونه چې اوس په بهر کې خپل شتون اعلانوي، موخه يې يوازې له بهرنيو سفارتونو او قونسلګرو د فنډ اخيستل او تر ډېره بريده نظامي اهداف دي؛ نه د ولس او خلکو لپاره مبارزه.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: «د دغه ډول جريانونو يوه اشتباه دا وي چې د پرديو اجنداګانو، د پردويو ګټو او اهدافو استازي ګرځي، د خپل ځان د مشروعيت لپاره هر ډول معاملې ته تن ږدي؛ نو دا ډول خوځښتونه موثر او معنی داره نه شي واقع کېدی.»

هغه زياتوي، د يادو خوځښتونو استازي بايد ولسي مشروعيت له ځانه سره ولري، هر حرکت بايد په هېواد د ننه ترسره او هغه کړنې وکړي چې ولس يې غواړي.

د ده په وينا، ټول افغانان بايد هڅه وکړي چې په هېواد کې د شته سولې، نسبي امن او د شته لاسته راوړنو د ساتنې لپاره کار وکړي او په دې برخه کې پر حکومت مثبت فشار راولي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو نورو کسانو هم په بهر کې د جوړښتونو اعلان کړی.

د وروستي ځل لپاره د تېرې مرغومي په ۲۷مه د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل – چې له هېواده بهر اوسي ـ د نوي ګوند جوړېدو خبر ورکړ.

خو د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد یې په اړه پژواک خبري اژانس ته ویلي وو: «دغسې اقدامات کومه ګټه نه لري، هغه معلوم‌الحاله څېرې چې د استخباراتو روزل شوي وو او د خاصو اهدافو لپاره یې افغانستان کې خلکو ته ناکامه تجربه پرېښوده، نو د هغو د ګوند جوړېدل هیڅ اثر نه لري او نه د افغانانو درد دوا کولای شي.»

هغه زياتوي، د افغانستان اسلامي امارت داسې څه ته اجازه نه ورکوي چې له امله یې د افغانستان خلک پر بېلابېلو عنوانونو او نومونو سره متفرق او وشیندل شي.

Visits: 190

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.