قطر د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه لیک کې د العدید پر اډه د ایران پر توغندیز برید اعتراض کړی خو ایران ټینګار کړی چې دغه «دفاعي اقدام» باید د «دوست او ګاونډي هېواد قطر» پر ضد ونه بلل شي.
سعودي عربستان او پاکستان پر ایران د امریکا بریدونه غندلي؛ پاکستان ټینګار کړی چې ایران د ملګرو ملتونو د منشور له مخې له خپلو مشروع حقونو د دفاع حق لري او عربستان له نړۍوالې ټولنې غوښتي څو د ناورین پای ته رسېدو لپاره یوه سیاسي حللاره ومومي.