ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
21 Jun 2021 - 21:05
author avatar
21 Jun 2021 - 21:05

پښتو ژباړه: جواد الله جاهد

په يوه دقيقه کې  پر کوييد ــ ۱۹ ککړېدو په وجه د سږو له التهاب پوهېدل

د ويروس ټوليز شکل

د روغتيا نړيوال سازمان له خوا دغه ويروس   2019-nCoV  نومول شوی چې n يې د نوي او CoVد تاج داره ويروس په معنا ده.

دغه ويروس په ټوليزه توګه د خطرناکه تفسي سندروم ته هم ورته دی چې سارس بلل کېږي، خو په هېڅ وجه يو شان نه دي.

د ککړتيا سرچينه

تر اوسه پورې چې ليدل شوي د ککړتيا سرچينه او منشاء، تر ډېره پر کوييد ۱۹ ويروس ککړ ناروغان دي، خو لازمه ده چې پوه شئ چې له علايمو پرته ناقل کس هم د عفونت سرچينه کېدای شي.

د انتقال لارې

دغه ويروس له يوه کس څخ بل کس ته انتقالېدای شي، د تنفسي مجرا د ترشحاتو او ( له سطحو او يا يو کس له بل کس سره) تماس نيول ددغه ويروس د انتقال تر ټولو مهم عوامل دي. دغه راز د هوا له لارې د ذراتو انتقال هم ددغه ويروس د منتقلېدو يوه بله لار ده.

مستعد کسان

دغه ويروس په ټوليزه توګه د خلکو په ګڼه ګوڼه کې په آسانۍ سره انتقالېږي. په زړو کسانو او په دايمي ناروغيو لرونکو کسانو کې ددغه ويروس عوارض سخت دي. ماشومان او نوي زېږېدلي ماشومان هم د ککړېدو په خطر کې دي.

پټه دوره

له يوې تر ۱۴ ورځو، ډېری له ۳ تر ۷ ورځو.

د ناروغۍ نښې

دغه ناروغي تر ډېره له تبې، ستړيا او وچ ټوخي سره څرګندېږي، کم شمېر ناروغان د پزې بندښت، پزې بهېدل او اسهال لري. هغه ناروغان چې دغه ناروغي پکې سختېږي، د يوې اوونۍ له تېرېدو وروسته له تنفسي ستونزې سره مخ کېږي.

درملنه

اغېزمن درمل د توليد په حال کې دي، خو تر اوسه يې له ويروس سره په مقابله کې اغېزمنه طريقه نه ده تاييد شوې.

اخطاريه

د ډېرو شمېر ناروغانو لپاره ددې ناروغۍ شرايط سخت نه وي او د کمو کسانو لپاره شرايط بحراني کېږي.

په ټوليزه توګه دغه ناروغي دهغو زړو کسانو او هغو لپاره چې د ناروغۍ سابقه ولري خطرناکه ده، په ماشومانو کې هم ددغه ناروغۍ علامې کمې دي.

په فردي مخنيوي کې کليدي ټکي

په کور کې قرنطين

د کورني قرنطين اهميت او هدف څه دی؟

د کورني قرنطين موخه، فزيکي او جسمي قرنطين، په ټولنه کې د درېدو او ګرځېدو او دويم او درېيم د ککړېدو څخه مخنيوی دی.

دا چې ډېر شمېر د ناروغۍ منتقلېنو کې د ناروغۍ عوارض او نښې نه وي، کورنۍ قرنطين د ستونزې د حل لپاره  يو مهم انتخاب کېدای شي چې روغتيايي مرکزونه هغه نه شي حل کولای. د هر عوارض د رامنځ ته کېدو په صورت کې بايد د تشخيص او درملنې لپاره روغتون ته مراجعه وشي.

په دې وخت کې ياد کس په ټولنيزو رسنيو کې فعاليټ، اخلی پخلی، کتاب لوستل، چای څښل او د فراغت وخت د غني کولو لپاره نور فعاليتونه کولای شي، څو کوييد ۱۹ د خپلې پراختيا وړتيا له لاسه ورکړي او له له منځه لاړه شي.

کوم کسان بايد په کورني قرنطين کې پاتې شي؟

هغه کسان چې په تېرو ۱۴ ورځو کې يې سفر کړی او يا يه ووهان او په ويروس ککړو نورو ښارونو کې پاتې شوی او يا په هغو سيمو کې موجود وي چې هلته ښايي ځايي ناروغان ورغلي وي.

هغه کسان چې په تېرو ۱۴ ورځو کې يې پردغه ناروغۍ له شکمنو ککړو کسانو سره نږدې اړيکه درلودلې وي( د جزئياتو لپاره (( نږدې مرتبطين)) عنوان وګورئ.

که په دغو کسانو کې د کوييد ۱۹ د ککړېدو په اړه شکمنې علامې وليدل شوې( د جزئياتو لپاره ((د ناروغۍ علامې)) عنوان ته مراجعه وکړئ) بايد ځان په کور کې قرنطين کړي او د شکمو علامو څرګندېدو په صورت کې دې ډاکټر ته مراجعه وکړي. ( د جزئياتو لپاره (( درملنې)) عنوان ته مراجعه وکړئ.

په کور کې د قرنطين څرنګوالی

د قرنطين محيط

قرنطين شوی کس بايد په بېله خونه کې او په مناسبه هوا کې ژوند وکړي.

د آشپزخانې، حمام او د کور د نورو مشترکو ځايونو له مناسبې هوا( کړکيو خلا صېدو) څخه ډاډ ترلاسه شي.

د کورنۍ غړي بايد په جدا خونه کې ژوند وکړي. که ددې کار ترسره کېدو امکان نه وي، بايد له قرنطين کړی شوي کس څخه له يو متر څخه ډېره فاصله وساتل شي.

د قرنطين کړی شوي کس د فعاليت ساحه او کورنۍ د نورو غړو د فعاليت ګډه ساحه بايد حد اقل ته ورسول شي، په ځانګړې توګه د کس تر څنګ د ډوډۍ له خوړلو څخه ډه ډه وشي.

بايد مسواک، ځان پاک، چاقو او قاشوقې، تشناب، سرتشکۍ… شيان بايد له قرنطين کړی شوي کس سره مشترک نه شي.

له قرنطين کړی شوي کس سره دې له خبرو ډه ډه وشي.

د ناروغ پالنه

د قرنطين کړی شوي کس د پالنې لپاره د سالم کس انتخاب چې د ناروغۍ سابقه ونه لري.

پالونکی کس بايد د طرنطين کړی شوي کس په کوټه کې د شتون پرمهال ماسک استفاده کړي. ( د جزئياتو لپاره د  (( ماسک)) عنوان ته مراجعه وکړئ.)

د ويروس له منځه وړل

هره ورځ خپله د خوب کوټه او دست شوی په(CL ) کيمياوي موادو د مينځلو لرونکو عفوني ضد موادو په استفادې سره ککړ کړئ.

د نورو شيانو د ککړېدو څخه د مخنيوي لپاره د  قرنطين کړی شوي کس له جامې او بستره د سانتي ګراد  په ۶۰ تر ۹۰ درجو ګرمو اوبو او د کور شيانو مينځلو موادو سره په جدا توګه و مينځئ.

ددې کار ترسره کېدو لپاره دې حتما له دستکش څخه استفاده وشي، مخکې او وروسته دې لاسونه ښه و مينځل شي.

ترشحات او فاضله مواد

تنفسي ذرات: ټول خلک بايد د پرنجي او ټوخي پرمهال د خپلې خولې او پزې د پټولو لپاره له طبي ماسک يا کاغذي دستمال او يا د خپلو جامو له لستوڼي څخه استفاده وکړي .

له پرنجي او ټوخي وروسته خپل لاسونه و مينځئ.

هغه دستمال لرې و غور ځوئ چې د پرنجي او ټوخي پرمهال په مستقيم ډول خولې او پزې ته نيول شوي او يا که دغه شی د مينځلو وړ وي نو بايد ښه ومينځل شي.

فاضله مواد: د قرنطين کړی شوي کس له خولې، تنفسي ذراتو، متيازو او اضافي موادو سره د تماس په صورت کې بايد له يو وار مصرف دستکش څخه استفاده وشي.

د قرنطين کړی شوي کس فاضله مواد بايد په بېله کڅوړه کې واچول شي او د کڅوړې خوله وتړل شي او په  بېله کثافت دانۍ کې واچول شي او د ايستلو پرمهال د تشناب مينځلو( سيفون) مواد بايد حتما پکې واچول شي.

ککړ شيان: ککړ شيان لکه دستکش، دستمال کاغذ او ماسک بايد د ناروغ په کوټه کې جمع او  په نښه کړی شي او په بېله توګه لرې و غور ځول شي.

د خوړو لوښي: بايد د قرنطين کړی شوي کس د خوړو لوښي په نښه کړی شي.

اړتيا نشته چې ددغه کس له خوا استفاده شوي د خوړو لوښي و غورځوئ، دا کافي ده چې له استفادې وروسته په اوبو او صابون و مينځل شي.

له قرنطين څخه د وتلو سټنډرډونه

که په قرنطين کړی شوي کس کې له ۱۴ ورځو وروسته د ناروغۍ نښې ونه ليدل شوې، دغه کس کولای شي چې له قرنطين څخه بهر شي.

د ناروغۍ اړوندو نښو د شتون په صورت کې بايد ډاکټر ته مراجعه وکړي. ( د نورو جزئياتو لپاره (( درملنې )) عنوان ته مراجعه وکړئ.

څه وخت بايد له ماسک څخه استفاده وشي؟

له ماسک څخه استفاده:

سپارښتنه کېږي چې له خلکو سره د خبرو، عمومي ځای ته د تګ، ګڼې ګوڼې يا سرپټي ځای ته د ننوتلو پرمهال، د ټرانسپورټي وسايلو او نورو څخه داستفادې پرمهال له ماسک څخه استفاده وکړئ.

له ماسک څخه نه استفاده:

په مشخصو يا فردي ځايونو له ماسک څخه استفادې ته اړتيا نشته.

له څه ډول ماسک څخه بايد استفاده وشي؟

د ټولو خلکو لپاره( له طبي او بحران سره د ښکېلو کادرونو پرته) سپارښتنه کېږي چې يو وار مصرف طبي ماسک استفاده کړي.

د روغتونونو، هوايي ډګرونو، اورګاډي، مترو،عمومي بسونو د تم ځايونو، اورګاډي، الوتکو، سوپرمارکېټونو، رسټورانونو او داسې نورو د ګڼې ګوڼې ځايونو کار کوونکي او دغه راز د پوليسي او امنيتي ارګانونو غړي، اکسپرس وال او … او دغه راز هغه کسان چې په کور کې يې قرنطين کړی شوی ناروغ لري، سپارښتنه کېږي چې د طبي جراحۍ له ماسکونو او يا د  kn95\N95په سټنډرډ برابرو د ذراتو محافظ ماسکونو څخه استفاده وکړي.

دغه کسان دې له کاغذي ماسکونو، فعال کاربن ماسکونو، پنبه يي ماسکونو او سفنجي ماسکونو څخه استفاده نه کوي.

له ماسک څخه سمه استفاده څنګه ده؟

له یو وار مصرف طبي ماسکونو څخه سمه استفاده په لاندې ډول ده:

۱ـ د ماکس ګیرا د پزې پر سر او ماسک لایې بېرون او لاندې ښکته کېږي.

۲ـ د خولې، پزې لاندې او پاس ژامو پټولو لپاره د ماسک لاندې راغلې لايې خلاصېږي.

۳ـ د خپلو دوو ګوتو په څوکو د ماسک د فلز منځنۍ برخه د خپلې پزې پر څوکې برابر او  دپزې له سر څخه یې په ارامه توګه لاندې خواته فشار ورکړئ چې ستاسو د پزې سره وچسپېږي.

۴ـ ماسک په سمه توګه برابر کړی او پر مخ یې وچسپوئ.

ستندرد طبي ماسکونه درې لایې لري، باندینۍ لایه یې ماسک ته د قطرو د مخنیوي لپاره د اوبو ضد ده، منځنۍ لایه یې فېلتر لرونکې ده، د پزې او خوکې سره د ماسک نږدې لایه د رطوبت جذبېدو لپاره استفاده کېږي.

ایا له فیلتر لرونکي ماسک څخه استفاده کولای شو؟

هو!

عام خلک کولای شي له فیلتر لرونکي ماسک څخه استفاده وکړي، ځکه دا ډول ماسکونه له استفاده کوونکو څخه ساتنه کولای شي.

نه!

شکمن یا پر دې ناروغۍ اخته کسان باید له فیلتري ماسک څخه استفاده ونه کړي، ځکه فیلتري ماسک بېرون ته د تنفسي قطرو د خپرېدو مخنیوی نه شي کولای.

له ماسک څخه د څومره وخت لپاره استفاده کولای شو؟

 

ایا حتماً باید له ماسک څخه یو ځل استفاده وشي؟

د عامو خلکوپه اړه په داسې شرایطو کې چې له ناروغو یا شکمنو کسانو سره تماس ونه لري کولای شي د ماسک پاکوالي ته په پام د هغه د مصرف وخت د مناسب وخت لپاره ډېر کړي او شرایطو ته په پام سره ترې بیاځلي استفاده وکړي.

حتما باید له ماسک څخه په شخصي توګه استفاده وشي او له ماسک اغوشتلو څخه مخکې هم د قواعدو له مخې خپل لاسونه ومینځل شي او د استفادې په وخت کې هم د ماسک داخلي برخې سره تماس ونه نیول شي.

هرکله چې ماشک د پرنجي، ټوخي، د قطرو یا نورو ککړو شیانو په وسیله ککړ شي یا د ماسک شکل بدل شي، زیانمن شي او یا بوی وکړي، حتما باید په بیړه ماسک بدل کړئ.

څو ځله مصرف شوی ماسک څه ډول استفاده کړو؟

که له ماسک څخه د څو ځلو استفادې اړتیا وي، کولای شئ هغه په پاک، وچ او پاکه پرانیستې هوا لرونکي ځای کې او یا په پاک کاغذي پاکټ کې چې د هوا د تېرېدو امکان یې وي کېږدئ.

لازمه ده چې ماسک په شخصي توګه استفاده شي او یو له بل سره یې له تماس څخه ډډه وکړئ، او د هر ماسک استفاده کوونکي باید مشخص وي.

ستندر طبي محافظتي ماسک باید ونه مینځل شي او دغه راز عفوني ضد مایع یا تودوخې او نورو طریقو څخه باید استفاده ونه شي.

د نورو غیر طبي ماسکونو په اړه باید د ماسک د لارښود کتابچې سره سم عمل وشي.

استفاده شوی ماسک څه ډول لرې وغورځوو؟

د عادي کسانو له خوا استفاده شوی ماسک د نوي کرونا ویروس د خپرېدو د خطر احتمال نه لري، له استفادې وروسته یې په یوه پلاستیکي کڅوړه کې کېږدئ، د کڅوړې خوله بنده کړئ او د معمولي کثافاتو په څېر دې لرې وغورځول شي.

د شکمنو ناروغانو او د هغوی د پالونکو او نرسانو له خوا استفاده شوی ماسک د روغتوني کثافاتو په شان باید ټول او له منځه یوړل شي.

د ماسک له غورځولو وروسته باید لاسونه ومینځل شي.

حامله مېرمنې او ماشومان څه ډول ماسک انتخاب کړي؟

حامله مېرمنې باید خپلو شرایطو ته په پام محافظتي ماسک وکاروي، هغه ماسک دې انتخاب کړي چې له نسبي راحتۍ برخمن وي.

هغه ماشومان چې د دوې په مرحله کې دي او د مخ شکل یې کوچنی دی باید د ماشومانو له محافظتي ماسک څخه استفاده وکړي.

زاړه او هغه کسان چې د ماسک له استفاده څخه د ناراحتۍ احساس کوي څه باید وکړي؟

زاړه او هغه کسان چې د زړه، سږو یا پر نورو مزمنو ناروغیو اخته وي ښايي له ماسک اغوستلو وروسته د ناراحتۍ احساس وکړي، ان ښايي د زړه ناروغي یې سخته شي، دغه کسان باید له متخصص ډاکتر څخه لارښوونه واخلي

ايا په ورځني ژوند کې له دستکش څخه استفادې ته اړتيا شده؟

اړتيا نشته:

د عامو خلکو لپاره يوازې دا کافي ده چې په ورځني ژوند کې په منظم ډول خپل لاسوونه و مينځي.

اړتيا شته:

د درملنې، ناروغ پالنې او طبي کار کوونکو لپاره او هغو کسانو لپاره چې له ناروغ سره نږدې اړيکه لري او دغه راز د ټرانسپورټي چارو او لېږ را لېږد او ګڼې ګوڼې ځايونو نور کار کوونکي بايد د تماس له لارې د ويروس د انتقال د خطر د کمېدو په موخه له دستکش څخه استفاده وکړي.

خو له دست کش څخه استفاده د لاسونو د پاک ساتلو ځای نه شي نيولی او که دستکش هم استفاده کېږي بايد بيا هم لاسوونه په منظم ډول و مينځل شي.

 

ايا په ورځني ژوند کې له محافظتي عينکو څخه د استفادې اړتيا شته؟

اړتيا نشته:

په ورځني او عادي ژوند کې د لاسوونو پاک ساتل کافي دي، که تاسو خپل لاسوونه په منظم ډول و مينځئ او په ځانګړې توګه که سترګې په ککړو لاسونو لمس نه کړئ، محافظتي عينکو ته اړتيا نشته.

ميکروب له منځه وړل

د ويروس له منځه وړلو او عفونت ضد طريقې کومې دي؟

د کوييد ۱۹ له امله د سږو ناروغۍ تشخيص او درملنې طرحې (په چين کې نشر شوي، پنځمه ازمايښتي نسخه) له مخې، ويروس د بنفش، ماورا وړانګو او ګرمۍ په مقابل کې حساس دی. د سانتي ګراد په ۵۶ درجو کې په ۳۰ دقيقو کې، ډي اتيل اتر، ۷۵ سلنه الکل( اتانول)، کلورين،لرونکو لرونکو عفوني ضد موادو، پراستيک اسيد او کلورفرم او چربي ضد نور مواد د ويروس په له منځه وړلو کې اغېزمن دي.

کلورهګزيداین نشي کولای چې ويروس په اغېزمنه توګه غير فعال کړي.

دا چې اوسمهال د نوي کرونا ويروس د غيرفعالولو په اړه د نورو عفونت ضد طريقو اغيزمن توب مشخص شوی نه دی، د نوي کرونا ويروس له منځه وړلو لپاره د عفونت ضد نورو طريقو توصيه نه کېږي.

په کور کې د عفونت ضد کومې طريقې د عملي کېدو وړ دي؟

د پوستکي عفونت ضد:

له پوستکي څخه د عفونيت لرې کولو لپاره له الکولو څخه استفاده کولا شوو، داسې چې پوستکی پر الکولو پاک کړو.

د کور محيط ضد عفوني کول:

د شيانو او سطحو د پاکولو لپاره له عفونيت ضد الکولو او يا کلورين لرونکو عفونت ضد موادو څخه استفاده کولای شوو.

بايد د عفونيت ضد موادو اغيزمنې مادې او په بې خطره توګه د استفادې طريقې ته يې پام وشي.

۱: الکل د اور اخيستلو قابليت لري. الکول د عفونت له منځه وړلو لپاره په زيات مساحت کې مه شيندئ. که داسې ونه کړئ نو په هوا کې د اتانول غلظت ممکن د آور لګېدنې سبب شي.

۲: کلورين لرونکو عفونيت ضد موادو څخه د استفادې په صورت کې، د هغو نري توب او نورو شيانو ته پام وکړئ، په ځانګړې توګه له نورو عفونت ضد موادو څخه يې له ګډولو ډه ډه وکړئ، ځکه ممکن په زياته  اندازه زهرجن ګاز توليد کړي.

ددې کار د مخنيوي لپاره د هماغه محصول لارښوود کتابچې څخه استفاده وکړئ.

د حرارت په مقابل کې مقاوم مواد:

داډول وسايل د ۱۵ دقيقو لپاره په اوبو کې جوشولو په وسيله ضد عفوني کېدای شي.

لاس مينځل

څه وخت خپل لاسونه و مينځو؟

له عامه ځايونو څخه تر راګرځېدو وروسته، د عامه لوازمو له لمس کېدو وروسته، له پرنجي او ټوخي وروسته، (له خپلې خولې او پزې څخه) د ماسک له لرې کولو وروسته، له ډوډۍ خوړلو مخکې، د ککړو شيانو له لمس کېدو وروسته( بايد خپل لاسونه پاک و مينځو).

خپل لاسونه په کومو موادو و مينځو؟

د لاس مينځلو پر مايع، پر روانو اوبو او صابون، يا د لاس پر الکل لرونکو عفونت ضد مايع (بايد خپل لاسونه و مينځو).

لاسونه بايد څه ډول و مينځل شي؟

۱: لاسونه دې پر اوبو لامده شي.

۲: مناسبه اندازه د لاس مينځلو مايع يا صابون دې پر ورغوي، د لاس پر شا، ګوتو او ګوتو داخلي برخو ووهل شي.

۳: لاسونه دې په دقت سره د ۱۵ ثانيو لپاره په لاندې ډول و مښل شي.

*  ددواړو لاسونو وغوي دې ومښل شي او د ګوتو خلال  دې وشي.

* پر يوه لاس د بل لاس د ورغوي او لاس څټ مښل.

* د لاس ورغوي دي په داسې ډول يو له بل سره و مښل شي چې د لاس ګوتې يوله بل څخه تېرې شي.

* د يوه لاس ګوتې داخل ته راټولې کړئ او د ګوتو شا وې داخل ته سره و مښئ.

* د يوه لاس د غټه ګوته د بل لاس په ورغوي او برعکس په ګردشي ډول مښل.

*  يولاس موټی کړئ او د بل لاس په ورغوي يې په دايروي شکل و مښئ او بيا بل لاس موټئ کړی د هغه بل لاس په ورغوي يې په دايروي شکل ومښئ.

۴: پر لاسونو مو د پاسه اوبه واچوئ او ويې مينځئ.

۵: لاسونه مو پر  دستمال پاک کړئ.

د ټوخي آداب

د پرنجي يا ټوخي په وخت کې خپله خوله او پزه پر څنګل يا دستمال پټه کړئ.

ټوخی او پرنجی کولای شي ډېر وايروسونه آزادولای شي. که په بېړه لاسونه ونه مينځل شي، د ورونو دستګيرونه، د آسانسور يا لفت بټنې، زينه، چوکۍ او نورو شيانو د ککړېدو لامل ګرځي.  نو که څوک دغه شيان لمس کړي او خپل لاسونه ونه مينځي، خوله، پزه، سترګې او … ، ووهي نو د لاسونو له لارې به ويروس خپور شي.

خو د څنګلې څخه د پزې او مخ پټولو په صورت کې، ويروس د جامو پر سطح شيندل کېږي او د بدن د غړو سطحه نه ککړېږي.

په نتيجه کې په ټينګار سره وړانديز کېږي چې د ټوخي کولو آداب ته پاملرنه وشي.

په ورته وخت کې دې د لاسونو له منځلو مخکې د بدن نور غړي لمس نه شي. په ځانګړې توګه خوله، سترګې، پزه او نور غړي چې د بدن داخل ته لار لري.

په خپله د ټوخي ارزيابي کول

نوټ: په دې اړه د ډېرو معلوماتو لپاره ( درملنې ته مراجعه)) عنوان مطالعه کړئ.

له مدفوع لاري انتقال

آيا کوييد ۱۹ له مدفوع لارې انتقالېدای شي؟

اوسمهال پر کوييد ۱۹ ويروس ککړ کس په غائطه موادو کې د ويروس نو کلئيد اسيد (Nucleic acid) مثبت اعلان شوی، خو دا کار له مدفوع لارې انتقال د تاييد لپاره کافي نه دی، دې مسئلې ته له حد زيات دقت ګټه نه لري او د عمومي ويرې رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.

اوسمهال د هوا له لارې د زراتو انتقال او دغه راز د معدې سيستم له لارې انتقال ډېر څرګند دی.

ښه داده چې د لا ډېر احتياط لپاره لاندې طريقه عملي شي:

۱: له ډوډۍ خوړلو مخکې او له متيازو کولو ورسوته بايد لاسونه په سټنډرډ شکل و مينځل شي، د لا دقيقو جزئياتو لپاره د لاس مينځلو عنوان ته مراجعه وکړئ.

۲: دستشويي ته له ننوتلو وروسته او  کمود سر د اوبو بټنې له وهلو مخکې، د کمود سر پټ کړئ.

لفت( آسانسور)

 

په لفت کې د ختلو پرمهال اړينه ده چې له ماسک څخه استفاده وکړو؟

آيا د لفت بټنې وهل خطرناک دي؟

په کابين لرونکو لفتونو کې د هوا جريان ډېر کم دی، وړانديز کېږي چې په لفت کې د ختلو پرمهال له ماسک څخه استفاده وشي. ښايي د لفت بڼې پر ويروس ککړې وي، په لمس کولو سره يې پر ويروس د اخته کېدو احتمال شته.

غوره داده چې د لفت د بټنو لمس کولو لپاره په مستقيم ډول د لاس له ګوتو څخه استفاده ونه شي. که مو په ګوتې سره د لفت بټنه لمس کړه، د بدن د نورو غړو له لمس کېدو څخه ډه ډه وکړئ او له لفت څخه تر ښکته کېدو سملاسي وروسته خپل لاسونه و مينځئ.

له لفت څخه استفاده کمه کړئ او له يوه پوړ څخه بل پوړ ته د تګ راتګ لپاره له زينو څخه استفاده وکړئ. خو په هغو سيمو کې چې ناروغي ډېره نه وي خپره شوې او پر ناروغۍ د ککړېدو خطر کم وي بايد اندېښنه ونه کړئ. بايد له ماسک څخه استفاده وکړئ او سملاسي خپل لاسونه و مينځئ.

د هوا بدلول

آيا د هوا بدلولو سيستم څخه استفاده وکړو او کنه؟

د هوا بدلولو مرکزي سيستم په چالانولو سره د ناروغۍ د انتقال احتمال شتون لري، نو بايد د ويروس د خپرېدو په وخت کې د هوا بدلولو له مرکزي سيستم څخه استفاده ونه کړو يا کمه استفاده ترې وکړو.

کله چې غواړئ د هوا بدلولو له دستګاه څخه استفاده وکړئ نو بايد لاندې مواردو ته پام وکړئ:

۱: په هممهاله توګه له پکې او هوا کش له دستګاه څخه استفاده وشي.

۲: اړينه ده چې هواکش دستګاه ضد عفوني شي. بايد هره برخه ضد عفوني شي.

۳: د کوټې ککړۍ په همماله توګه خلاصه کړئ چې کوټه کې تازه هوا حرکت پيدا کړي.

کورني حيوانات

آيا ممکنه ده چې کورني حيوانات کوييد ۱۹ ويروس انتقال کړي؟

تر اوسه پورې  پرويروس د پيشو، سپي يا نورو کورنيو حيواناتو د ککړېدو هېڅ سند نشته، خو  حيواناتو سره له تماس وروسته پر صابون او اوبو د لاسونو مينځل انسان ته د کورنيو حيواناتو څخه  انسان ته د نورو باکترياوو په ځانګړې توګه اشريشيا کلی Escherichia coli (Ecoli)) باکتريا او سالمونلا  انتقال تر ډېره کمېدای شي، ځکه دغه بکترياوې په کورنيو حيواناتو کې ډېرې دي.

خو تر اوسه چې ددغه ويروس سرچينه او کچه مشخصه نه ده، وړانديز کېږي، هغه کورني حيوانات چې معلوم نه دي له کوم ځايه راغلي، په ځانګړې توګه وحشي حيوانات په خپلو کورونو کې مه ساتئ.

کور ته له راستنېدو وروسته د کورنيو حيواناتو د ضد عفوني کولو څرنګوالی

د ضد عفوني کولو خاصې طريقې ته اړتيا نشته، ورځنئ منظم نظافت او طبي پاملرنه کافي ده.

آيا له کور څخه د باندې له کورنيو حيواناتو سره لوبې مجاز دي؟

مجاز دي.

که حيوانات پر ويروس د شکمنو ککړو مواردو سره  د اړيکې مخينه ونه لري، آيا بايد هغوی قرنطين شي؟

د خپرېدو په دوره کې وړانديز کېږي چې حيوانات قرنطين او معاينه شي.

نږدې اړوندان( مرتبطين)

نږدې اړوندان (مرتبطین) څوک دي؟

نږدې اړوندان هغو کسانو ته ويل کېږي چې له شکمنو يا ناروغو کسانو سره يې په لاندې ډول د اړيکې مخينه درلودلې وي.

۱: اقامت، تحصيل، کار يا د نږدې اړيکې نور ډولونه يا په يوه ساختمان يا کور کې کار يا اوسېدل.

۲: روغتيايي کار کوونکي، روغتيا پال، ملاقات کوونکي، د کورنۍ غړي او نور کسان چې له ناروغ سره يې نږدې اړيکه نيولې وي، هغه کسان چې په سرپټې فضا کې يې له ناروغ سره ملاقات کړی وي او يا ورسره درېدلي وي، په يوه کوټه کې ورسره اوسېدلي وي او يا يې ملګرتيا ورسره کړې وي.

۳: هغه کسان چې په يوه عمومي نقليه وسيله( موټر، مترو، بس، الوتکه…) کې سپاره شوي وي او يا يې له ناروغ يا شکمن ناروغ سره نږدې اړيکه درلودلې وي، په نقليه وسيله کې د ناروغ پالنه کړې وي، نور مسافر چې له پلټنو وروسته له ناروغ يا له شکمن ناروغ سره د هغوی نږدې  اړيکه مشخصه شي.

۴: نور کسان چې د ميداني پلټوونکو له خوا له څېړنې وروسته د نږدې اړوندانو په توګه ارزيابي شي.

څنګه متوجه شوو چې موږ نږدې اړوندان يوو او کنه؟

د نږدې اړوندانو له مشخص کېدو او د ابتلا کېدو خطر له تحليل او څېړلو وروسته، د نږدې اړوند کس کيلنيکي شرايطو ته  او له ناروغ سره د اړيکې طريقې او د مخنيوي طريقو ته په پام سره اقدام وشي او د اړيکو په وخت کې دې دغه راز د ناروغ ککړتيا د سطح اندازې او نورو مواردو ته په پام سره ټولې چارې په پام کې ونيول او و ارزول شي.

له همدې امله بايد له ناروغ سره نږدې اړواند کس بايد د متخصص کس له خوا معلوم شي.

خلک به يوازې حقيقي معلومات وړاندې کوي.

د ناروغ پر خپلوانو، دوستانو او همکارانو سربېره، ډېری هغه کسان چې له ده سره په يوه نقليه وسيله کې سپاره شوي هم په دې موضوع کې شاملېږي، نو ځکه بايد د الوتکې، اورګاډي، بس يا بلې نقليه وسيلې شمارې ته پام وکړو.

بايد د هغو نقليه وسيلو په اړه عمومي اطلاعيو ته پاملرنه وشي چې ناروغ ترې استفاده کړې.

په هممهاله توګه له يوې نقليه وسيلې څخه د استفادې په صورت کې بايد ګزارش ورکړل شي او دغه کس يا کسان هم بايد په کور کې قرنطين شي.

نږدې اړوندان کومو مواردو ته پاملرنه وکړي؟

د راپور وړاندې کول او په کور کې قرنطين

د ډېرو معلوماتو لپاره ((په کور کې قرنطين)) عنوان ته مراجعه وکړئ.

په بېلا بېلو شرايطو کې پر کوييد ۱۹ ويروس د ککړېدو د مخنيوي لارې چارې

په کور کې پاتې کېدل

په کور کې د کوييد ۱۹ مخه څنګه و نيسوو؟

* منظم استراحت، په کافي اندازه ورزش، په کافي اندازه خوب.

* طبي اصول رعايتول مو روغتيا تضمينوي: په دوامدار ډول د لاسونو مينځل( د لاس مينځلو عنوان ته مراجعه وکړئ) ککړ لاسونه په سترګو، پزه او خوله کې مه وهئ، د پرنجي او ټوخي پرمهال مو پزه او خوله پر دستمال بنده کړئ( د جزئياتو لپاره د (( ټوخي)) عنوان ته مراجعه وکړئ.)

*  د کورنۍ د غړو له خوا دې له مشترک ځان پاک يا لاس پاک څخه استفاده نه کېږي، د کور ميزونه او چوکۍ پاک وساتئ.

* په کور کې د پاتې کېدو پرمهال دې د هوا جريان ته پام وشي، د اوسېدو په ځای کې دې روغتيا ته پاملرنه وشي.

* له کمود څخه د استفادې او د اوبو بڼې وهلو پرمهال د کمود سر پټ کړئ.

* د تودوخي معلومولو آله لرئ، طبي ماسک يا KN95/N95  او عفونت ضد مواد چمتو کړئ.

* د امکان تر حده له کور څخه وتل محدود کړئ.

* د امکان تر حده د ( تبې، ټوخي، پرنجي او…) علامو لرونکو ناروغانو سره له نږدې کېدو ځان وساتئ.

* د امکان تر حده له هر ډول غونډو، ګڼې ګوڼې ځايونو کې له ګډون څخه ډه ډه وکړئ.

له وحشي حيواناتو، فارمونو او اهلي حيواناتو سره له تماس څخه ډه ډه وکړئ.

*  د تبې، ټوخي او… علايمو ته ځانګړې پاملرنه وکړئ، ددغو علامو را څرګندېدو په صورت کې د (( درملنې ته تګ)) عنوان ته مراجعه وکړئ.

په کور کې  د ويروس له منځه وړلو څرنګوالی

د جزياتو لپاره د ((ويروس له منځه وړل)) عنوان ته مراجعه وکړئ.

آيا جوش کړی شوي بوټي، د بوټو ريښې او سرکې بړاس څښل پر ويروس د ککړېدو مخنيوی کولای شي؟

د جوش کړی شويو بوټو، د بوټو ريښو او سرکې بړاس څښل پر کوييد ۱۹ ويروس د اخته کېدو مخه نشي نيولای.

د غذايي رژيم لپاره احتياطي اقدامات څه دي؟

* د حيواناتو د خرابې خوښې او د يادې غوښې څخه د نورو توليد شويو خوړو څخه ډه ډه کول.

* د مرغانو تازه غوښه له رسمي سرچينو څخه واخلئ او دغه راز شيدې، د چرګانو هګۍ او غوښه يې ښه پاخه کړئ.

* د اومو او پخو خوراکي موادو د ميده کولو لپاره له بيلو بېلو تختو او وسايلو څخه استفاده وکړئ او لاسونه مو و ميځئ.

* غوښه آن د ناروغۍ د خپرېدو په سيمو کې هم له بشپړ پخولو وروسته خوړلای شئ.

* خوراکي رژيم او متعادلې تغذيې ته پاملرنه وکړئ.

آيا له سوپرمارکېټ څخه اخيستل شوي محصولات ضد عفوني کولو ته اړتيا لري؟

اړتيا نشته. يوازې ژر تر ژره خپل لاسونه و مينځئ. ښايي پر کوييد ۱۹ ويروس د ککړو شيانو لمس کول د بدن داخل ته د ناروغۍ د سرايت لامل شي.

دغه راز که مو لاسونه پر سترګو، پزه او خوله و لګېدل، ښايي په غير مستقيم ډول د ويروس د انتقال لامل شي.

دا چې له بدن څخه د باندې د کوييد ۱۹ ويروس د ژوند وخت لنډ دی، د ناروغ له خوا د شيانو د ککړېدو احتمال کم دی، نو ځکه له حد ډېرې اندېښنې ته اړتيا نشته.

آيا د باندې خواړه سالم او خوندي دي؟ آيا ضد عفوني کولو ته اړتيا لري؟

په ټوليزه توګه چمتو شوي خواړه بې خطره دي، خو بايد به باوري پلورنځی انتخاب او خواړه هلته واخلئ. يوازې له دې لارې ډاډ ترلاسه کولای شئ چې د غوښې خوړل له طبي اصولو او قرنطينې له اصولو سره سم دي او په سمه طريقه برابره شوې ده.

ددې ترڅنګ که له قاصد يا هغه کس څخه چې تاسو ته غوښه دروړي، د تحويلولو پرمهال د ويروس د سرايت يا تماس خطر په اړه اندېښنه لرئ، نو کولای شئ چې هغه ته وايئ چې ستاسو بسته د دروازې مخې ته کېږدي او وروسته تاسو خپله بسته ترلاسه کړئ. د بستې له ترلاسه کولو وروسته حتما خپل لاسونه و مينځئ او وروسته خواړه وخورئ.

له ووهان او هغو سيمو کې څخه چې ناروغي پکې خپره شوې، د لېږل شويو بستو سره د چلند څرنګوالی.

کوييد ۱۹ ويروس له بدن څخه د باندې د کم وخت لپاره ژوندی پاتې کېدای شي، نو ځکه که له هغو سيمو څخه چې هلته ويروس خپور شوی تاسو ته بستې ورسېږي نو پردغو بستو د ويروس د شتون احتمال ډېر کم دی او کولای شئ چې په ډاډه زړه بسته ترلاسه کړئ.

که بيا هم د بستې د ککړوالي په اړه اندېښنه لرئ نو کولای شئ چې لومړی بسته خلاصه کړئ، وروسته يې هغه شيان لرې و غورځوئ چې ستاسو محصول پکې پېچل شوی او خپل لاسونه پاک و مينځئ.

حتما خولې، پزې او سترګو کې د لاسونو له وهلو مخکې هغه پاک و مينځئ.

آيا  په ګرمو اوبو حمام د کوييد ۱۹ ويروس د له منځه وړلو لامل کېدای شي؟

کوييد ۱۹  ويروس د سانتي ګراد په ۵۶درجو تودوخه کې له ۳۰ دقيقو وروسته له منځه ځي.

د حمام پرمهال د دومره وخت لپاره د ۵۶درجو حرارت امکان نشته او د حمام لپاره ۵۶درجې تودې اوبه ډېرې ګرمې دي. د اوږدې مودې لپاره په پر دومره تودو اوبو حمام د بدن لپاره ضرر لري او ښايي د ګنګسيت، زړه ضربان، ضعف او بې هوشئ په شان ستونزو رامنځ ته کېدو لامل شي.

نو ځکه منظم او عادي حمام د ناروغۍ خطر کمولای شي.

آيا په کور کې د کولر لګول بې خطره دي؟

د ډېرو جزئياتو لپاره د ((هوا بدلول)) عنوان ته مراجعه وکړئ.

په کورونو کې د هوا بدلولو مستقلې دستګاوې په کور يا کوټه کې د هوا د جريان د بندېدو يا ويروس د انتقال سبب نه ګرځي نو ځکه لازمه ده چې د خپلو کوټو کړکۍ په منظم ډول خلاصې کړئ او په کور کې د هوا له جريان څخه ډاډ ترلاسه کړئ.

دغه راز د هوا بدلولو دستګا فيلتر په منظم ډول پاک يا بدل کړئ.

د استوګنې په سيمه کې د ناروغ ليدل

آيا امکان لري چې ويروس  پرزينه او نورو عامه استفادې وړ شيانو شتون ولري؟

ښايي کوييد ۱۹ ويروس پر عامه استفادې وړ شيانو شتون ولري، نو ځکه ددې وسايلو له لمس کولو څخه ډه ډه وکړئ او دغه راز ککړ لاسونه پر خوله، پزه او سترګو کې مه وهئ. د تماس په صورت کې ژر تر ژره خپل مخ او لاسونه و مينځئ.

مسوولين بايد د عامه استفادې وړ ځايونو او وسايلو پاکول او ضد عفوني کول په خپل کاري لومړيتوب کې شامل کړي.

 

آيا له لفت څخه استفاده پر ناروغۍ د ککړېدو لامل ګرځي؟

د ډېرو معلوماتو لپاره د (( لفت)) عنوان ته مراجعه وکړئ.

د استوګنيزو شهرکونو مسوولين بايد د عامه استفادې ځايونو پاکول او ضد عفوني کول خپل کاري لومړيتوب کې شامل کړي.

آيا د ناروغانو له خوا توليد شوي کثافات د ناروغۍ د انتقال سبب ګرځي؟

ددې احتمال ډېر کم دی، که څه هم سپارښتنه کېږي چې لومړی خپل لاسونه ومينځئ او د کثافاتو د غورځولو په وخت کې د شکمنو Pollutant)) يا ککړونکو شيانو ته پاملرنه وشي او ځان دې ترې وساتي. دغه راز د اړتيا په صورت کې له يو وار مصرف دستکش څخه استفاده وکړئ.

د باندې تګ

هغه کوم موارد دي چې د باندې تګ پرمهال بايد پاملرنه ورته وشي؟

* په عامه ځايونو کې، په ځانګړې توګه هغه ځايونه چې ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي، بايد له ماسک څخه استفاده وشي.

* د امکان په صورت کې پلي، يا په بايسيکل او شخصي نقليه وسيله بيرون ته لاړ شئ.

* له هغو کسانو سره له تماس څخه ډه ډه وکړئ چې سبه يا ټوخی لري.

د برخورد په صورت کې بايد يو متر فاصله مراعات شي.

*  د ټوخي او پرنجي پرمهال بايد د پزې او مخ پټولو لپاره له دستمال يا څنګلې څخه استفاده وشي ( د ډېرو معلوماتو لپاره د ((ټوخي)) عنوان ته مراجعه وکړئ.

* په عامه ځايونو کې د وسايلو له لمس کولو څخه ډه ډه وکړئ.

* ککړ لاسونه په سترګو، خوله او پزه کې مه وهئ.

* په دوامدار ډول لاسونه و مينځئ. د الکول او الکول ککړو دستمالونو څخه د لاسونو په ضدعفوني کولو کې استفاده کولای شئ.

* د ناروغۍ خپرېدو په وخت کې، د امکان تر حده په هر ډول غونډو کې له ګډون څخه ډه ډه وکړئ.

له کور څخه د وتلو پرمهال بايد کومو شيانو ته پام وکړو؟

خپلې پاسنۍ جامې په عادي ډول وباسئ،، ورپسې يې د کور له خروجي دروازې سره راځوړند کړئ( يا په هغه سيمه کې چې هوا جريان ښه وي) ورپسې ماسک راواخلئ، خپل لاسونه مو ومينځئ، له خوب مخکې حمام وخت مو، کورته د داخلېدو وخت ته بدل کړئ، که دغه کارونه ترسره کړئ، پرنوي کرونا ويروس د ککړېدو احتمال به کم شي.

سپارښتنه کوم چې بيرونۍ جامې مو  د کور په دخلوي دروازه کې په ځانګړي ځای کې را ځوړندې کړئ او هغه له پاکو جامو سره مه يوځای کوئ. که له ناروغ سره مو ځان نه وي لګېدلی نو ستاسو پرجامو د ويروس د شتون احتمال کم دی، خو احتمال شته چې تاسو پر جامو ګرد او دوړې پرتې وي، نو بايد د خوب کوټې ته يې له وړلو څخه ډه ډه وکړئ.

د ډېرو معلوماتو لپاره د ((ماسک)) او (( لاس مينځل)) عنوانونو ته مراجعه وکړئ.

له کور څخه د باندې د ورزش پرمهال د حفاظتي اقداماتو څرنګوالی

د ډېرو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره (( د باندې وتل)) عنوان ته مراجعه وکړئ.

د ناروغۍ د رامنځ ته کېدو په صورت کې هڅه وکړئ چې د وزشي سالونونو په شمول سرپټيو ځايونو ته لاړ نه شئ.

له کور څخه د باندې  فعاليتونو او ګڼې ګوڼې ځايونو ته له تګ څخه ډه ډه وکړئ.

د بدن سازۍ ځينې فعاليټونه په کور کې هم ترسره کولای شئ.

په ښار کې له نقليه وسيلو څخه د استفادې پرمهال بايد کومو مواردو ته پاملرنه وشي؟

د ډېرو معلوماتو لپاره (( د باندې وتل)) عنوان ته مراجعه وکړئ.

له ماسک څخه استفادې ته ځانګړې پاملرنه وکړئ، د عمومي ځايونو او نورو  وسايلو له لمس کولو وروسته، خپل لاسونه و مينځئ.

په يوه موټر کې د څو کسانو سپرېدو پرمهال بايد څه ډول د ځان خيال و ساتو؟

په موټر کې حاضر کسان بايد ماسک استفاده کړي، خبرې دې کمې کړي، د ټوخي آداب دې مراعات کړي اود  هوا جريان لپاره دې د امکان تر حده د موټر ښيښې خلاصې پرېږدي.

که پر چا د ناروغۍ شک وي، بايد د نوموړي کس له ښکته کېدو وروسته د موټر داخلي فضا په بشپړه  توګه ضد عفوني شي.

د ډېرو معلوماتو لپاره د (( ويروس له منځه وړل)) عنوان ته مراجعه وکړئ.

په الوتکه کې پرواز او يا له اورګاډي څخه د استفادې پرمهال بايد کومو ټکيو ته پاملرنه وشي؟

د ډېرو جزئياتو لپاره د ((باندې وتل)) عنوان ته مراجعه وکړئ.

تم ځای ته د ننوتلو يا ترې وتلو پرمهال حتما د بدن د تودوخې معاينه کولو کار کوونکو سره همکاري وکړئ.

د ډوډۍ خوړل کم کړئ، هڅه وکړئ چې ماسک لرې نه کړئ، په خوله، پزه او سترګو کې په مکرر ډول لاس وهلو څخه ډه ډه وکړئ، د پرنجي يا ټوخي پرمهال، خپله پزه او خوله په کاغذي دستمال يا د جامو پر لستوڼي پټه کړئ. په لاره کې يو له بل څخه ايمني فاصله وساتئ او د خپل شاوخوا مسافرو روغتيا ته جدي پاملرنه وکړئ.

که عير عادي شرايطو مخې ته راغلل، د امکان په صورت کې خپله چوکۍ بدله کړئ او کار کوونکو ته خبر ورکړئ. د امکان په صورت کې د ګڼې ځای( راه رو) څخه لرې شئ.

د امکان تر حده واګونونو او کوپو ته تګ راتګ کم کړئ. له عمومي ترمرموز اوبو څښلو څخه ډه ډه وکړئ، هڅه  وکړئ چې له ځان سره اوبه يوسئ او يا د اوبو بوتل واخلئ.

د خپل پرواز شماره او اورګاډي سفر په اړه معلوماتو ته مو پام کوئ، هغو ناروغانو په اړه عمومي معلوماتو ته پام وکړئ چې له عمومي نقليه  وسيلو څخه کار اخلي. که په هماغه نقليه وسيله کې ناروغان شتون لري، بايد اړوندو مسوولينو ته راپور وکړل شي او په کور کې قرنطين کړی شي.

د کار ځای ته ستنېدل

هغه سيمې چې ناروغي نه وي پکې څرګنده شوې، آيا مامورين کولای شي سملاسي کار پيل کړي؟ څه شي ته بايد پاملرنه وکړي؟

* له ناروغ کس سره د تماس نه نيولو او ناروغۍ د نښو نه شتون په صورت کې، مامورين کولای شي چې د ملي او اړودې ادارې له اصولو سره سم پر وخت خپلو کارونو ته ستانه شي.

* له ناروغو کسانو سره د تماس او د ناروغۍ اړندو نښو څرګندېدو په صورت کې، مهرباني وکړئ اړندو مسوولينو ته راپور ورکړئ او ځانونه په کور کې قرنطين کړئ، د اړتيا په صورت کې د معاينې لپاره روغتون ته مراجعه وکړئ. پرېکړه وکړئ چې اوسنيو شرايطو او د متخصصانو مشورو ته په پام سره آيا کار وکړئ او کنه.

هغه مامورين کې دوې اوونۍ پخوا يې هغو سيمو ته سفر کړی چې ناروغي پکې خپره شوده، څه ډول خپل کار ته ستانه شي؟

* ژر تر ژره په ځايي کمېټه يا د خپلې استوګنې سيمې په اداره کې د خپل وضعيت ثبت کړئ، له ښار څخه د باندې فعاليتونه کم کړئ، په ځانګړې توګه ګڼې ګوڼې سيمو کې له فاليتونو څخه ډه ډه وکړئ.

* له هغې سيمې څخه چې ناروغي پکې خپره شوې، له وتلو څخه ۱۴ ورځې  وروسته، خپلو روغتيايي شرايطو ته پام وکړئ، بيا ځلي د بدن تودوخه معاينه کړئ، د ټوخي، بغلم، د سينې تخته والی، نفس تنګي او نورو تنفسي نښو ته پام وکړئ، د امکان په صورت کې په يوازې توګه او يا په يو کسيزه خونه کې چې ژوند وکړئ چې مناسبه هوا ولري او د کورنۍ له غړو سره نږدې تماس کم کړئ. د ډېرو معلوماتو لپاره (( په کور کې قرنطين)) عنوان ته مراجعه وکړئ.

* د شکمنو علايمو ( لکه تبه، ټوخی، ستوني درد، د سينې تخته والی، نفس تنګي، بې اشتهايي، ستړيا، بې حالي، ګانګې او سرګرځېدل، سردرد، اسهال، د زړه ضربان، د ملا شاوخوا او نور بدن کې د عضلو خفيف درد او داسې نور…) په صورت کې د خپلو شرايطو پر ا ساس ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د ډېرو معلوماتو لپاره (( درملنې)) عنوان ته مراجعه وکړئ.

کار ځای

آيا له لفت څخه استفاده خطرناکه ده؟

د ډېرو جزئياتو لپاره د (( لفت )) عنوان ته مراجعه وکړئ.

د سندونو  او اداري فايلونو د ادلون بدون پرمهال بايد کوم ټکي رعايت کړو؟

د سندونو او اداري فايلونو د ادلون بدلون پرمهال بايد له ماسک څخه استفاده وشي، غوره ده چې وروسته خپل لاسونه و منيځئ.

آيا مبايل، ثابت تېلېفون او کمپيوټر ضد عفوني شي؟

اداري لوازم او تجهيزات بايد په پړاويزه توګه ضد عفوني شي.

کولای شوو چې پنبه پر الکلو ککړه ککړه او بيا پرې خپل موبايل، ثابت تيلېفون، د کمپيوټر کيبور او نورو شيانو ضد عفوني کړو ( د ډېرو معلوماتو لپاره د((ويروس له منځه وړل)) عنوان ته مراجعه وکړئ).

کله چې په يوه دفتر کې څو کسان کار کوي، د مخنيوي لپاره بايد کوم  اړين اقدامات وکړي؟

* د کار ځای له نظافت او پاکوالي څخه ډاډه شئ، د کوټې هوا بايد په دوامداره توګه په جريان کې وي.

* غوره ده چې د ادارې په مشترکه فضا کې د تګ راتګ پرممهال، د خونديتوب احساس نه کوئ نو له ماسک څخه استفاده وکړئ.

* د ناروغۍ د خپرېدو په صورت کې د هوا بدلولو له مرکزي سيستم څخه استفاده مه کوئ او يا ترې کمه استفاده وکړئ، د هوا بدلېدو له سيستم څخه د اړتيا په صورت کې، په هممهاله توګه يو هواکش هم ولګوئ. د هوا بدلولو سيستم او لوازم بايد په پړاويزه توګه و مينځل شي.

* په ترتيب او منظم ډول بايد په عفونيت ضد مايع سره بايد د ادارې د وره دستګير، شيان او لوازم ضد عفوني شي.

*هره ورځ په منظم ډول ور او کړکۍ خلاصه کړئ چې هوا جريان پيدا کړي او پاکه شي.

* په منظم ډول د ادارې دروازې دستګير، لوازم او اشيا ضد عفوني کړئ.

*  د خپلو لاسونو پاکوالي ته ډېره پاملرنه وکړئ، په ټولو ځايونو کې بايد د اوبو شير، لاس مينځلو مايع او د تشناب کاغذ بايد چمتو شي.ځانونه د لاسونو له دوامدار مينځلو سره عادت کړئ.

*  که د تبې، ضعف، وچ ټوخي، سينې درد او نورې علامې په کوم کس کې ښکاره شوې نو بايد د کار له ځای څخه په لنډمهاله توګه ډه ډه وکړي او د اړينې  درملنې لپاره اقدام وکړي. د ډېرو معلوماتو لپاره د (( روغتون ته مراجعه)) عنوان مطالعه کړئ.

 

آيا په غونډو کې د ګډون پرمهال له ماسک څخه استفاده وکړو؟

 

* د غونډې له پيل څخه تر پايه بايد له ماسک څخه استفاده وکړئ.

* د خبرو پرمهال بايد له مخاطب څخه خپله فاصله رعايت کړئ.

* کړکۍ خلاصې پرېږدئ چې د هوا جريان و ساتل شي.

*ډله ييز غونډې کمې کړئ.

* د غونډو وخت کنټرول کړئ.

آيا کولای شوو چې په اداري محيط کې د هوا بدلولو له مرکزي سيستم څخه استفاده وکړو؟

آيا د استفادې په صورت کې ضد عفوني کولو ته اړتيا شته؟

* ور او کړکۍ بايد خلاص وي چې په کوټه کې د هوا جريان خوندي شي.

* د هوا بدلېدو له مرکزي سيستم څخه استفاده مه کوئ او يا کمه  استفاده ترې وکړئ. د هوا بدلېدو سيستم څخه د استفادې د اړتيا په  وخت کې، په هممهاله توګه يو هواکش ولګوئ.

* د هوا بدلولو سيستم بايد په پړاويزه توګه پاک او ضد عفوني شي( د ډېرو معلوماتو لپاره د (( هوا بدلولو سيستم)) عنوان ته مراجعه وکړئ).

په کاري سفر، کتونکو د منلو او همراهي کولو پرمهال بايد کومو مواردو ته پاملرنه  وکړو؟

* ټول خلک بايد له ماسک څخه استفاده وکړي.

*د کتونکي د بدن تودوخه بايد و کتل شي، په ووهان يا پر ويروس ککړو نورو سيمو ته د سفر يا هلته د اوسېدو مخينه،پر کوييد ۱۹ ويروس له ککړو او يا پر ياد ويروس د شکمنو ککړو کسانو سره د تماس  مشخص کړی شي او دغه راز د تبې، ټوخي او تنفسي ناراحتۍ په شان علامو شتون يا نه شتون دې و څېړل شي.

* نقليه وسيله دې له الکلو يا پراستيک اسيدو يا CL او نورو عفوني ضد موادو پاکه کړی شي. ( د نورو معلوماتو لپاره د ((ويروس له منځه وړل))عنوان ته مراجعه وکړئ).

عمومي چاپېريال

د سودا  اخيیستلو په ځايونو کې د ويروس د مخنيوي الزامات څه دي؟

د جزئياتو لپاره (( د باندې وتل)) عنوان ته مراجعه وکړئ.

د وحشي حيواناتو د غوښو له خوړلو څخه دې ډه ډه وشي.

له خامې غوښې، کوڅه ډبو حيواناتو، کثافت دانۍ، د حمامونو او تشنابونو څخه راوتلو ککړو ابو سره له تماس څخه دې ډه ډه وشي.

د تماس په صورت کې ژر تر ژره خپل لاسونه و مينځئ.

په روغتون کې د ويروس د مخنيوي لپاره څه اړين دي؟

د تشريح لپاره (( روغتون ته مراجعه)) عنوان ته مراجعه وکړئ.

کله چې په کور کې قرنطين کړی شوي کس کې( جزئياتو لپاره (( کور کې قرنطين)) عنوان ته مراجعه وکړئ)، د کوييد ۱۹ نښې پيدا شي، ژر تر ژره  اړوندو مسوولينو ته راپور ورکړئ او ډاکټر ته دې مراجعه وشي.

هغه موراد چې د درملنې په وخت کې بايد په پام کې ونيول شي، د کتاب په ورپسې برخو کې بيان شوي.

که په کور کې قرنطين ته اړتيا نه وي، وړاندايز کېږي چې ياد کس دې په لاندې طريقې سره خپل شرايط ارزيابي کړي.

۱- د سانتي ګراد له ۳۸درجو کمه تبه، دغه راز نفس تنګي، د تنفس دروندوالی او نورې علامې.

۲- د ياد کس عمر له ۶۰ کاله کم او له ۵ کاله لوړ وي.

۳- هغه مېرمنې چې حامله نه وي، هغه کسان چې دايمي ناروغۍ ( سږو، زړه او رګونو ناروغۍ او بډوډو ستونزې، بدن  حافظتي سيستم او …) ناروغۍ ونه لري او چاغ هم نه وي.

که چېرې ياد کس پورته ستونزې ولري، وړانديز کېږي چې په کور کې استراحت وکړي او خپل شرايط دې څاري. اوبلن شيان او مايعات دې ډېر مصرف کړي او په ورته وخت کې دې د زکام هغه درمل مصرف کړي چې عوارض کموي.

په ورته وخت کې دې له ماسک څخه هم استفاده وکړي، د لاس مينځلو او د کوټې هوا بدلولو او نورو اقداماتو ته دې دوام ورکړي، د ځان او کورنۍ محافظتي اقدامات دې په ښه توګه ترسره کړي.

وړانديز کېږي چې دغه کس دې د لاندې مورادو رامنځ ته کېدو په صورت کې ژر تر ژره د درملنې لپاره اقدام وکړي.

۱- که په کور کې په يوه يا دوو ورځو استراحت سره يې وضع ښه نه شوه.

۲- که په وروستيو کې يې له داسې کس سره تماس نيولی وي چې تبه، يا ټوخی ولري او يا يې د روغتون، بازار، سيمه ييزو بازارونو په شان ګڼې ګوڼې ځايونو ته تګ راتګ کړی وي او يا يې له وحشي حيواناتو سره تماس نيولی وي.

۳- زاړه کسان، حامله مېرمنې، ډېر وزن لرونکي کسان، د سږو يا  زړه او رګونو ، ځګر او نور دايمي ناروغان او هغه کسان چې د بدن دفاعي سيستم يې کمزوری  وي.

د  درملنې لپاره د مراجعې په صورت کې کومو مواردو ته بايد پاملرنه وشي؟

روغتون ته د تګ راتګ پرمهال

* له ماسک څخه استفاده، د ټوخي يا پرنجي پرمهال له دستمال يا لستوڼي څخه په استفادې سره خپله خوله او پزه پټه کړئ. په خوله او پزه کې له لاس وهلو څخه ډه ډه وکړئ.

* له مترو، بس او عمومي نقليه وسيلو له استفادې ډه ډه وکړئ او ګڼې ګوڼې ځايونو ته مه ځئ.

د درملنې لپاره د مراجعې پرمهال

*  پر ويروس ککړو ښارونو او سيمو ته د تګ راتګ يا اوسېدو مخينه، له ناروغانو سره يا پر کوييد ۱۹ ويروس شکمنو ککړو کسانو سره د تماس مخينه يا هغو ډلو سره  چې له ناروغۍ وروسته مو اړيکه ورسره نيولې  وي په دوطلبانه ډول يې اعلان کړي. له ډاکټرانو سره د اړوندو څېړنو ترسره کېدو لپاره همکاري وکړئ.

* که  تاسو پر کوييد ۱۹ ويروس د ککړېدو شک درباندې کېږي، د  درملنې لپاره په مستقيم ډول د تبې برخې ته مراجعه وکړئ او دغه راز په روغتون  او نورو سيمو کې خپل تګ راتګ کم کړئ.

* که د نورې درملنې لپاره په روغتون کې پاتې کېدو ته اړ وئ، حتما د تبې او عاجلې څانګې ته نږدې مه ورځئ، له هغو ناروغانو څخه ځانونه لرئ وساتئ چې د تبې يا ټوخي علامې لري او که ورسره مخ شوی نو حتما تر يو متر ډېره فاصله رعايت کړئ.

* د درملنې له بشپړېدو يا بېرته ستنېدو پرممهال، په چاپېريال کې قدم مه وهئ او ژر تر ژره کور ته لاړ شئ.

آيا حامله مېرمنې په عادي ډول معاينه کېدای شي؟

حامله مېرمنې پر ويروس د ککړېدو د مخنيوي مواردو له رعايتولو وروسته کولای شي چې د حامله ګۍ معاينې لپاره روعتون ته مراجعه وکړي.

حامله مېرمنې دې د تبې، ټوخي، سينې دروندوالي نښو څرګندېدو په صورت کې ژر تر ژره ولادي نسائي ډاکټر ته خبر ورکړي.

آيا ماشومان  د ناروغۍ پرمهال واکسين کېدای شي؟

والدين کولای شي د هغو ځايونو د شرايطو پر اساس چې دوی پکې ژوند کوي، د ناروغۍ کنټرول له مرکز او يا اړوند روغتون سره اړيکه ونيسي او د واکسين په اړه دې پوښتنه وکړي. ځيني واکسينونه ځنډېدای شي، وړانديز کېږي چې د هرې سيمې د ناروغۍ د کنټرول  او روغتونونو اعلاميې رعايت شي.

۲۰۲۰د مارچ ۱۶مه

 

Visits: 164

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.