Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د موردوویا له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان دا مهال په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه لري او بهرني پانګوال کولای شي پانګونه پهکې وکړي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د بدخشان ولایت د واخان سړک د دویم فاز د چغلاچونې چارې پیل شوې.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي، د ۱۷ مېرمنو په ګډون ۳۵ رواني ناروغان له یو کلنې درملنې او رغېدو وروسته نن بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای کېږي او اوسمهال د هېواد په اوو زونونو کې د رواني ناروغانو لپاره ځانګړي مرکزونه فعال دي.
تېره اونۍ، اوایسي د افغان کډوالو پر جبري ایستلو اندېښنه وښوده، افغان چارواکو وویل چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا طرحه جوړېږي او یوناما د افغانستان د رسنیو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د پاکستان پوځ وايي، د هند د بریدونو په ځواب کې یې په هند کې ځیني پوځي اهداف په نښه کړي چې د پټانکوټ او اودامپور اډې هم پهکې شاملې دي.
د زندانونو چارو د سمون اداره وايي، د کابل د څرخي پله محبس ۱۴۷ محبوسینې د دیني، سواد، خیاطۍ، کرنې او غالۍ اوبدلو زدهکړو له دورې فارغې شوې او د کار زمینه به هم ورته برابره شي.
د پاکستان د دفاع وزیر وايي چې لا هم پر پاکستان د هند د برید خطر شته، خو اسلاماباد ځواب ویلو ته چمتو دی او باید خپل حق واخلي.
هند تېره شپه د پاکستان پر خاوره بریدونه کړي او اسلاماباد هم د ځوابي برید ګواښ کړی، خو له دواړو لورو ملګرو ملتونو او چین د لوړې کچې زغم او امریکا د کړکېچ د ژر پای ته رسولو غوښتنې کړې دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېر کال د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د څه باندې ۱۵ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت غالۍ صادر شوې دي.
قرغیزستان د روان ۲۰۲۵ کال په لومړيو دوو میاشتو کې افغانستان ته د ۱۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت، ۲۴.۹ میلیون لیتره نفتي توکي صادر کړي دي.
د افغانستان د چرګانو د فارملرونکو ټولنه وايي چې افغان سوداګرو په دې برخه کې ۱،۵ میلیارد ډالره پانګونه کړې او هېواد د چرګ غوښې د تولید له اړخه ځانبسیاینې ته رسېدلی دی.
تېره اونۍ، درېیو هېوادونو له افغانستان سره نږدې ۴.۴ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه، افغان چارواکو قطر، ایران او اوزبېکستان ته سفرونه لرل او ملګرو ملتونو د یوې نظرپوښتنې له مخې وویل چې افغانستان کې بېلابېلو برخو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی، خو ا.ا دا څرګندونی بېبنسټه وبللې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP