Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معين د پاکستان له یو شمېر سوداګرو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې سیاست باید له سوداګرۍ او اقتصاد څخه جلا وساتل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ واټن رامنځته کول دواړو لوریو ته اقتصادي زیان رسوي.
د بېپولې خبریالانو سازمان خپل تازه راپور کې ویلي، روان کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بیان ازادي تر ټولو ډېره ځپل شوې او د ارزول شوو ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۶۰ هېوادونو کې رسنۍ د مالي سرچینو په ترلاسه کولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د راپورونو له مخې، د غزې په البیروج سیمه کې د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله ۲۲ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د دغه هېواد د اټومي پروګرام په تړاو له امریکا سره د غیرمستقیمو مذاکراتو څلورم پړاو چې ټاکل شوې وه سبا د ایټالیا په پلازمېنه، روم کې ترسره شي، د تخنیکي او تدارکاتي دلایلو له امله ځنډول شوی دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان او هند د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته، تېره ورځ پاکستان د افغانستان ۱۵۰ باروړونکو موټرو ته چې هند ته یې سوداګزیز توکي لېږدول، د واګه له بندره د تېرېدو اجازه ورکړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، ملګرو ملتونو افغانستان کې له زیانمنېدونکو ټولنو سره د مرستو لپاره ۱۶.۶ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي ادغام بهیر کې د اسانتیا راوستو په موخه له بېلابېلو موسسو سره د همکارۍ پنځه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي چې څه باندې ۲۰ زره کسان به ترې برخمن شي.
د افغانستان بانک اعلان وکړ چې هرات کې یې د ۶۶۰ میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت زاړه بانکنوټونه سوځولي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو د کتاب نړۍوالې ورځې نمانځغونډه کې د مطالعې فرهنګ پر ترویج ټينګار وکړ ویې ویل چې زرګونه کتابونه د پردیو د فرهنګ او د هغوی د استعماري ګټو عامولو لپاره راوارد شوي دي.
د هندي رسنيو د راپور له مخې، د هند د کلکتې ښار په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
چينايي رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د لیویانګ ښار په یو رسټورانټ کې نن د اورلګېدنې له امله ۲۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
ایران ته له افغانستانه تللي پلاوي د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا چارو له مشر سره د اقتصادي همکاریو او افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP