Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو مذاکراتو څلورم پړاو وځنډول شو

کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د دغه هېواد د اټومي پروګرام په تړاو له امریکا سره د غیرمستقیمو مذاکراتو څلورم پړاو چې ټاکل شوې وه سبا د ایټالیا په پلازمېنه، روم کې ترسره شي، د تخنیکي او تدارکاتي دلایلو له امله ځنډول شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پر اېکس‌پاڼه لیکلي: «د عماني منځګړو او امریکایي لوري سره یوځای مو پرېکړه وکړه چې د اخبرو اترو څلورم پړاو د تخنیکي او تدارکاتي دلایلو له امله وځنډوو.»

هغه ټینګار وکړ چې د ایران له لوري د مذاکراتو له لارې د حل یوې لارې ته د رسېدو اراده لاهم پر ځای ده او په دغه دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د عراقچي په خبره: «په حقیقت کې، موږ تر بل هر وخت ډېر هوډمن یو چې یوې عادلانه او متوازنې هوکړې ته ورسېږو؛ یوې داسې هوکړې ته چې د بندیزونو پای ته رسېدل تضمین کړي او په دې اړه چې د ایران اټومي پروګرام به د تل لپاره سوله‌ییز پاتې شي څو چې ډاډ ترلاسه شي چې د ایران حقونو ته به په بشپړ ډول درناوی وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه، د ایران او امریکا استازي سبا (شنبه، د غويي ۱۳مه) د ایران د اټومي پروګرام او پر دغه هېواد د بندیزونو په اړه د مذاکرتو څلورم پړاو د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د عمان په منځګړیتوب او کوربه‌توب ترسره کړي.

له دې مخکې د دغو مذاکراتو درې پړاوونه د عمان په منځګړیتوب د دغه هېواد په مسقط او د ایټالیا په روم ښارونو کې شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.