Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د پکتیا امنیه قومانداني وایي، تېره شپه د دغه ولایت د صرافانو زاړه مارکېټ ته وسلهوال غله ننوتي، یو ساتونکی یې وژلی، بل یې ټپي کړی، خو د لوټل شویو پیسو کره معلومات نشته.
د پکتيا مرکز ګردېز ښاروالۍ مسوولین وايي چې په دغه ښار کې د ۱۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د درېيو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
د پکتیا سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې پر یو کور د تندر غورځېدو پېښه کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي.
د پکتيا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست وايي چې د دغه ولایت په ځینو ولسواليو کې ۱۲ نوي مخابراتي سايټونه جوړیږي.
د پکتيا د عامې روغتيا رياست وايي چې د روان میلادي کال په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې د شري ناروغي د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۰ سلنه ډېره شوې ده.
د پکتيا د برېښنا رياست مسوولين وايي چې د تېرې شپې واورې ورېدو له امله د دغه ولایت د مرکز ګردیز ښار په بېلابېلو سیمو کې پرې شوې برېښنا بېرته ونښلول شوه.
د پکتيا برېښنا رياست وايي، په دغه ولایت د تېرې شپې واورې ورېدو له امله د برېښنا ۳۰ کوچنۍ پایې چپه شوې چې له امله د زرګونو کورونو برېښنا پرې شوې ده.
د پکتیکا مرکز ښرنې یو شمېر اوسېدونکي وایي چې ښار کوچنی دی، ډېری سړکونه يې خام دي او د ژوند کولو لپاره لومړنۍ اړتياوې په کې نه دي برابرې شوي.
د پکتيا د پوهنې رياست مسوولين وايي چې له ياد رياست سره د یوې همکارې موسسې لخوا د شاوخوا ۲۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د درسې توکو مرسته وشوه.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال پيل شوې سیالۍ د محبس لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي، د کابل ګردیز پر لویه لار د دوو ترافیکو پېښو له امله ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.
د پکتيا د پوهنې ريیس وايي چې د دغه ولایت د مرکز ګردېز په ګډون په ځینو ولسواليو کې د ۳۲ ښوونځيو د ودانيو جوړولو چارې چې د تېر حکومت پر مهال پيل شوې وې، لا هم نیمګړې پاتې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP