Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د یوناني درملو ډېری پلورونکي غیرمسلکي دي، د دې پر ځای چې درمل یې ګټه ورسوي، ستونزې پیدا کوي.
د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې یوه کښتۍ د کونړ سیند اوبو کې چپه شوې چې له امله یې اته کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار امنیتي ځواکونو تېره یوه اونۍ کې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالۍ کې پر ۲۱۰ جریب ځمکه کرل شوي د بنګو بوټي له منځه وړي دي.
د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ورښتونو او سېلابونو له امله درې کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان دي او لږ تر لږه ۱۵۰ کورونه زیانمن او یا هم وېجاړ شوي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په دغه ولایت کې د امنيت د ټینګښت په موخه د موټرسایکلسپرو پولیسو سل کسیزه قطعه جوړه کړې ده.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې يې پاکستان ته د ۲۱۴ پسونو د قاچاق مخه نيولې او په تړاو یې دوه کسان هم نيول شوي دي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست تورخم ته له پاکستانه وارد شوي ۱۶ ټنه بېکيفيته جوار بېرته دغه هېواد ته ورګرځولي دي.
د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت له ۵۴۰۰ کروندګرو سره د سرې مرسته وشوه.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د اوومې ناحيې اړوند درونټې سيمه کې د عمومي سړک د پراختيا پروژه پيل شوه.
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رياست وایي، د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې يې پر ۶۰ هکټاره ځمکه د بېرو مصنوعي ځنګل جوړ کړی چې حاصل ته نږدې شوی دی.
د ننګرهار عدليې رياست د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د موټر پلورنځيو اتحاديه او ۱۳ موټر پلورنځي د قانوني اسناد نه درلودو له امله تړلي دي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۱۸ اعشاريه اته ميليونه افغانيو په لګښت د یوه سړک او ويالو جوړولو چارې پيل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن