Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
هرات کې د تزئیني او ساختماني ډبرو تولیدي شرکتونو مسوولین وايي، که څه هم اوس د مرمر ډبرو د تولید او صادراتو برخه کې کافي ظرفیت لري خو په بازار کې د بدلونونو او د تقاضا نشتوالي له امله یې کاروبار له ننګونې سره مخ دی.
د هرات امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت غوریان ولسوالۍ کې شپږ کسان د ژویو او مرغانو د ناقانونه ښکار په تور نیول شوي دي.
هرات کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو نهه کلن ماشوم وروسته له یوه کاله د انسانتښتوونکو له بنده راخوشی او کورنۍ ته یې وسپارل شو.
د هرات امنیتي سرچینې وایي چې امنیتي ځواکونو د دغه ښار د لسمې حوزې مربوطاتو کې د حرفوي غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.
هرات کې د مرګونې او ویجاړوونکې زلزلې د یوه کال په پوره کېدو سره، زلزلهځپلي وايي چې لا هم ملاتړ ته اړتیا لري او موسسې او حکومتي بنسټونه باید مرستې ورسره وکړي.
د هرات د چاپېریالساتنې ریاست مسوولین وايي چې د ښار له استوګنیزو ساحو د خښتو ټولې بټۍ د دغه ولایت زندهجان ولسوالۍ ته لېږدول کېږي.
هرات کې یو شمېر کروندګر وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د شولو حاصلات ښه دي، باید خلک او حکومتي ادارې له بزګرو د ملاتړ په موخه د هېواد په داخل کې له تولید شوو وریجو استفاده وکړي.
د هرات امنیتي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې ایران ته د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
هرات کې یو شمېر کروندګر د اندېښنې په څرګندولو وايي، سږ کال دغه ولایت کې د نباتي ناروغیو له امله د کونځلو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
هرات کې ځايي مسوولین وايي چې د هرات ښار دوولسمې او دیارلسمې ناحیو مربوطاتو کې د ۴۲ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې.
هرات کې یوې سوداګرې په دغه ولایت کې دوو سوو نورو ښځو ته د زعفران او وچې مېوې د پروسس او بستهبندۍ برخه کې د کار زمینه برابره کړې ده.
د ګرخندوی اونۍ په مناسبت د هرات په اختیارالدین کلا کې د لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانیستل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP