Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د پکتیا ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي، د دغه ولایت په دنډپټان ولسوالۍ کې د توپان له امله څلور کسان ټپیان شوي او خلکو ته مالي زیان هم اوښتی دی.
د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د ترکيې هېواد د پنځه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت یو دارالایتام جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پکتیا ولایت په دوو ولسوالیو کې د ۹۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اتو کارېزونو د بیارغونې او پاکولو چارې پيل شوې.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي چې اسلامي امارت له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او نړۍوال کولای شي له مشروع لارې افغانستان ته راشي او دغلته په رغونه کې برخه واخلي.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د ۳،۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د یوه عیدګاه جومات جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د «درې» یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د سیمې سړکونه یې خامه دي، روغتیايي، ښوونیزو او مخابراتي خدمتونو او د څښاک پاکو اوبو ته هم بشپړ لاسرسی نه لري.
د پکتيا مرکزي زندان کې د زندانيانو د تفريح په موخه د ګڼو شاعرانو، ليکوالانو او عامو خلکو په ګډون مشاعره ترسره شوه.
د پکتیکا ولایت د اتو ولسوالیو د مقامونو په ګډون څلور ریاستونه او یوه بله اداره خپلې ودانۍ نه لري.
پکتيکا کې د شپږو ولایتونو د ۷۲ لوبغاړو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ د غزني د لوبغاړو په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر وايي، ټول هغه کسان به سخت مجازات شي چې ځوانان په قاچاقي او غيرقانوني لارو نورو هېوادونو ته بيايي.
د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د یوه سوداګر له لوري د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتون چې وړیا خدمات به په کې وړاندې کېږي، جوړ او پرانیستل شو.
سیمهییز چارواکي وایي، د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۵۶ کلنه دوښمني پای ته ورسېده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن