Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق )یونیسف( وایي، د اټکل له مخې په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې به افغانستان کي د ۱۲ میلیونه ماشوماتو په ګډون ۲۲،۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د لوړو زدهکړو وزارت وایي، د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره یې دهمکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې د تحصیلي بنسټونو د علمي کادر غړو او محصلانو لپاره د عملي کار او تجربو ترسره کولو فرصتونه برابر کړي.
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د پاکستان د درملو جوړولو اتحادیې او د درملو تنظیم ادارې له مسوولینو سره انلاین ناسته کې له یاد هېواده افغانستان ته د واردېدونکو درملو او خوراکي توکو پر کیفیت ټینګار کړی.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، کندهار کې د یوه کانال، استنادي دېوال، د اوبو کنټرولي دروازو او اتو پلګوټو جوړولو چارې د څه باندې ۲۹ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د راپورونو له مخې، بولیویا کې د دوو بسونو د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د کابل ښاروالۍ وايي، د ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه د شپږمې ناحیې د زرغون کمربند اړوند د مسلم په غونډۍ کې د ۱۲۸۰۰ مثمر او غیرمثمر نیالګيو کېنولو چارې پيل شوې.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان لمریز کال په تېرو ۱۱ میاشتو کې د څه باندې ۱۴۳ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت ۲۹۶ ټنه تازه مېوه صادر شوې ده.
د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني وایي، سوریه کې یې له القاعده شبکې سره د تړلي یوه سازمان «یو لوړ پوړی نظامي مشر» په یوه هوایي برید کې له منځه وړی دی.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې په حقانیه مدرسه کې نن د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې له امله یې د مولانا حامدالحق په ګډون لږ تر لږه څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا لس نور ټپیان شوي دي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) په یوه راپور کې ویلي چې تېر ميلادي کال په افغانستان کې له نیم میلیون ډېر خلک د اقلیمي بدلونونو له امله د رامنځته شوو پېښو په پایله کې بېځایه شوي دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې یوه غړي ویلي چې د تورخم دروازې له بندېدو سره پر سوداګریزو توکو بار څه باندې پنځه زره موټر دواړو خواوو ته بند پاتې دي چې له امله یې دوه اړخیزه سوداګري زیانمنه شوې ده.
د راپورونو پر بنسټ، د کانګو هېواد په بوکاوو ښار کې چاودنې چې په یوه غونډه کې شوې، ۱۱ کسان وژلي او ۶۵ نور ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP