کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، بولیویا کې د دوو بسونو د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې یاده پېښه تېر ورځ د «اویوني» او «کولچاني» ښارونو ترمنځ پر سړک هغه مهال شوې چې یوه موټر غوښتل بل سړک ته واوړي.
سرچینې د پولیسو او سیمهییزو چارواکو په حواله لیکلي چې دغه پېښه د بولیویا په لوېدیځ پوټوسي اړوند سیمه کې شوې چې له امله یې لږ تر لږه ۳۷ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د پوټوسي پولیسو د قوماندانۍ یوه ویاند خبریالانو ته ویلي: «د دې مرګونې پېښې په پایله کې موږ د اویوني ښار په څلورو روغتونونو کې ۳۹ ټپیان لرو او ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»
د پولیسو ویاند په خبره، پولیس د مړو او ټپیانو د پېژندلو او روغتون ته د لېږدولو لپاره خپلې هڅې کوي.
د بولیویا حکومت په یوه بیان کې ویلي چې د لومړنیو څېړنو له مخې، ښايي چې یو بس د سرعت له امله بل سړک ته ننوتی او دا پېښه رامنځته شوې وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP