Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست د قزاقستان لومړي وزير له مرستيال سره لیدنه کې ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پراختيا لپاره په کار ده د کابل او استانې ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل شي.
د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یوې نجلۍ د یوې ودانۍ له نهم پوړه ځان راغورځولی خو ژوندۍ پاتې ده او دا مهال په روغتون کې بستر ده.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د قزاقستان د دولت او خصوصي سکټور یو لوړپوړی ګډ پلاوی کابل ته راغلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نړۍوالو او سیمهییزو دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه د خبرو اترو لپاره چین ته سفر کوي.
د بهرنیو چارو او د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیرانو او مالیزیايي پلاوي په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د کورنیو چاور وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د تېر یو کال په موده کې د کابل په کچه راټول شوي څه باندې ۱۵ زره لېتره اوبلن او څه باندې درې زره کیلوګرامه جامد نشهیي توکي وسوځول.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړېکو، په دوحه کې د م.م په نوښت د راتلونکې ناستې په اړه او پر سیمهییزو مسایلو خبرې کړې دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د بيبيسي له یوې مشرې سره لیدنه کې ویلي که دغه رسنۍ غواړي افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، نو د هغو خبرونو او شایعاتو له خپرولو دې ډډه وکړي چې د افغانانو ترمنځ د نفاق او تعصب سبب ګرځي.
د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ویلي چې دغه سازمان د افغانستان لپاره پټه اجنډا نه لري، بلکې غواړي له افغانانو سره د مرستو او د افغانستان او نړۍ تعامل رامنځته کولو برخو کې هڅې او همکاري وکړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، د بارانونو په پایله کې له څو کلنې وچکالۍ وروسته په نیمروز او د ایران سیستان کې د هلمند سیند اوبه روانې شوې.
د کورنیو چارو وزارت وایي، ایران کې یو تښتول شوی افغان هرات کې او یو ماشوم خوست کې د انسانتښتوونکو له منګلو ژغورل شوي دي.
د افغانستان د ټولګتو وزارت وايي چې د غور– هرات او غور – فاریاب، د نورستان درېیو ولسوالیو لارې او د فراه – هرات لویه لار د بارانونو، سېلابونو او غرښویېدنې له امله په موقت ډول تړل شوې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن