Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ننګرهار کې سیمهييزې سرچینې وايي چې په تورخم کې نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې يو ځل بیا د پاکستاني ځواکونو له برید وروسته جګړه شوې او اوس هم د درنو وسلو خال خال ډزې اورېدل کېږي.
د ننګرهار ولايت د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې له امله بېځايه شوې کورنۍ د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د ننګرهار ولايت د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د جګړې له امله شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي.
د ننګرهار ولايت د تورخم ښارګوټي کميسار د تورخم لارې د خلاصون اوازې رد کړې او وايي، د لارې د خلاصون په تړاو دوه اړخيزې خبرې شوې دي خو لار تر اوسه نه ده خلاصه شوې.
د ننګرهار ولايت د کانال شرکت مسوولین وایي، د دغې ادارې اړوند د خرما بڼ حاصلات به سږ کال د تېر کال په پرتله ډېر وي او ټاکل شوې چې تر ۲۳ ټنه خرما به ترې راټوله شي.
نورستان کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله یو ماشوم مړ او ۸ نور کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت د کانال رياست له لوري د خصوصي سکټور په پانګونه په ۲۷ او ۴۵ جریبه ځمکه باندې د مالټو دوه باغونه جوړېږي.
د ننګرهار سیمهيیز چارواکي وايي چې له تېرو پنځو راهیسې پاکستاني چارواکو د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
په داسې حال کې چې د تورخم لار له تېرو څلورو ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې، له کابله یو لوړپوړی پلاوی د دې لارې د خلاصون په موخه تورخم ته سفر کوي.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د تورخم دروازې تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
د ننګرهار ولايت په کوټ او چپرهار ولسواليو کې دوه دښمنۍ چې د څلورو کورنيو ترمنځ وې، د قومي مشرانو په منځګړیتوب په دوستۍ بدلې شوې.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، کوټ ولسوالۍ کې د يوې خونې چت پرېوتو له امله يوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او د کورنۍ پنځه نور غړي يې ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP