Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
مسوولین وايي، د څه کم ۴۲ میلیونه افغانیو په لګښت د مزارشریف ښار بېلابېلو ناحیو کې د اوبو څلور کانالونه او د فراه بالابلوک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د اتهنیم ميليون افغانيو په لګښت د اوبو رسولو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
بلخ کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت له لوري د څه باندې ۲۵۸ میلیون افغانیو په لګښت د تختهپل د اوبو رسولو شبکې چارې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بلخ د دهدادي ولسوالۍ برېښناکوټ سیمه کې نن د ۲۸ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید شبکې جوړولو چارې پیل شوې.
بلخ کې یو شمېر صنعتکاران وایي، د دوی تولیداتو ته ورته وارداتي توکو یې کاروبار له سقوط سره مخ کړی او له حکومته یې د دغو توکو پر وارداتو د بندیز لګولو غوښتنه کوي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د دغه ولایت په کوربهتوب د ۱۳ ولایتونو د شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړو ترمنځ د تکواندو سیالۍ پیل شوې.
د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې له پاکستانه راستنېدونکو کورنیو لپاره یو لنډمهاله پنډغالی جوړ کړی دی.
د بلخ ځایي مسوولین وایي، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال یې په دغه ولایت کې شاوخوا سل زره ټوکه پاسپورټونه وېشلي او څه باندې ۴۰۰ بهرنیو وګړو ته یې ویزې ورکړې دي.
کابل کې د قزاقستان شارژدافیر وایي، د دغه هېواد د بشري مرستو جوپه چې په کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي، د حیرتان بندر له لارې بلخ ته رسېدلې ده.
د بلخ او بغلان ځايي مسوولین وايي، دغو ولایتونو کې لا هم نږدې ۵۰۰ ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي یې د ژمي په سړه هوا او د اوړي په ګرمۍ کې تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.
د بلخ بدني روزنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار او بلخ ولسوالۍ کې د ۱۸۰ لوبغاړو ترمنځ د کورش یو ورځینۍ سیالۍ ترسره شوې.
د بلخ په مارمل ولسوالۍ کې «پسته مزار» سیمه چې په دې وروستیو کې پر یو تفریحي ځای بدله شوې، د پسرلي په راتلو سره اوس هره ورځ سلګونه کسان ورځي خو هلته د هغوی لپاره امکانات او اسانتیاوې نشته.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP