مزارشریف (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۴): د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د اتهنیم ميليون افغانيو په لګښت د اوبو رسولو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ريیس یارمحمد شبیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوبو رسولو دغه شبکه د بلخ ولسوالۍ په پلاسپوش کلي کې جوړه شوې ده.
هغه وويل، یاده شبکه د اروپایي ټولنې ادارې د اتهنیم میلیون افغانیو په مالي لګښت او د ډاکار موسسې په همکارۍ جوړه شوې ده.
د نوموړي په خبره، د اوبو رسولو دغه شبکه د ۴۰ متر مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت او څه باندې یوولس زره متره اوږدوالی لري چې د پلاسپوش کلي ۳۸۹ کورنۍ به ورڅخه د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کوي.
ورته مهال، د سیمې خلک هم د دې شبکې جوړېدو ته خوښ دي او غوښتنه کوي چې حکومت یې باید نورو اړتیاوو ته هم پاملرنه وکړي.
د یادې ولسوالۍ د پلاسپوش کلي اوسېدونکي رحیمګل وویل، پخوا یې کليوالو پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود خو اوس ورته شبکه جوړه شوه او د پاکو اوبو له نعمته برخمن شول.
همدارنګه، د یاد کلي بل اوسېدونکي نورمحمد هم د اوبو رسولو شبکې په جوړېدو خوښي څرګنده کړه او له موسساتو او حکومتي مسوولینو یې وغوښتل چې د یاد کلي پاتې خلکو ته هم ورته شبکه جوړه کړي.
د يادونې ده چې تېره ورځ هم په دغه ولایت کې د ۲۵۸ میلیون افغانیو په لګښت د تختهپل اوبو رسولو لویه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP