Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ صنعتکاران: کورنیو تولیداتو ته د ورته توکو پر وارداتو دې بندیز ولګول شي

مزارشریف (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۴): بلخ کې یو شمېر صنعتکاران وایي، د دوی تولیداتو ته ورته وارداتي توکو یې کاروبار له سقوط سره مخ کړی او له حکومته یې د دغو توکو پر وارداتو د بندیز لګولو غوښتنه کوي.

نن د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې «د وړو او منځنیو سوداګرو/متشبثینو سره د مشورتي ناستې» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوې وه چې د بېلابېلو برخو څه باندې ۲۰۰ سوداګرو او صنعتکارانو په‌کې ګډون کړی و.

دغه غونډه چې د اړیکو دفتر (TLO) موسسې له لوري جوړه شوې وه، صنعتکارانو کورنیو تولیداتو ته د ورته توکو واردېدل او د برېښنا بیې لوړوالی او کمښت د دوی د کار پر وړاندې لوی خنډونه وبلل او له حکومت یې دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

بلخ کې د نعمت‌الله اوریاخېل په نوم د څپلیو او بوټانو د یوې تولیدي فابریکې مسوول وویل، د پخوا په پرتله یې کاروبار کم‌رنګه شوی او دا ځکه چې د ده تولیداتو ته ورته توکي له بهره را وارېدیږي چې کیفیت کمزوری خو د دوی بازار یې خراب کړی دی.

هغه وویل، که د دغې چارې مخنیوی وشي، ګڼو ځوانانو ته به کاري فرصتونه برابر شي او د هېواد اقتصاد او صنعت به هم ورسره وده وکړي.

د یوې بلې فابریکې مسوول عبدالمنان هم وویل، کورني تولیدات له بهره واردېدونکو توکو څخه باکیفیته دي خو دا چې په ارزانه بیه پلورل کېږي، د دوی کاروبار یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه زیاته کړه، پخوا هېواد کې تولید شوي توکي ځینو هېوادنو ته صادرېدل خو اوس نه یوازې دا چې صادرات یې بند شوي، ورسره یې کاروبارونه هم له سقوط سره مخ دي.

عبدالمنان له حکومته وغوښتل چې کورنیو تولیداتو ته ورته پر واردېدونکو توکو دې بندیز ولګول شي او هم دې د فابریکو د برېښنا کمښت ستونزه حل شي.

ورته مهال، د اړیکو دفتر موسسې مسوول سیدالرحمن نیازي وویل، دغه غونډه د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو او وړاندیزونو راټولولو او د دوی ستونزو ته د حل لارو موندلو په موخه جوړه شوې وه.

هغه وویل، په دې غونډه کې د بېلابېلو برخو شاوخوا ۲۲۰ د وړو او منځنیو کاروبارونو صنعتکارانو ګډون کړی چې له ډلې یې ۸۰ مېرمنې دي.

په همدې حال کې، د بلخ د صنعت او کانونو خونې رییس امام‌الدین سنایي‌زاده وویل چې، دغه ډول مشورتي ناستې د صنعت له ودې او د هېواد له اقتصادي پرمختګ سره د مرستې لامل ګرځي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په بلخ کې ۱۷۰۰ وړې، منځنۍ او لویې فابریکې فعالیت لري.

بل‌خوا، د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیراحمد نیازي سوداګرو او صنعتکارانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ.

هغه وویل: «د بلخ صنعت او سوداګرۍ ریاست د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو حل، امنیت ساتنې او د حقونو دفاع لپاره ژمن دی او تل یې هڅه کړې چې په وخت یې ستونزو ته د حل لار ومومي.»

نوموړي په مشخص ډول د صنعت‌کارانو له لوري د یادو شوو ستونزو د حل په اړه څه ونه‌ویل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.