Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو وژغورل شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د دغه وزارت مرستیال په کابل کې د چین سفارت له استازو سره په لیدنه کې په کابل او بلخ ولایتونو کې د مېوو د درېیو سړو خونو پر جوړولو هوکړه کړې ده.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ شل اووریزې کرکټ سیالۍ چې تېره اونۍ پیل شوې وې، د «بلخ خپلواک» لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، بلخ پوهنتون کې د ۴۵ میلیون افغانیو په ارزښت د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار او نهرشاهي ولسوالۍ کې د غوړیو تولید او د پنبې پروسس دوو کارخونو کې د اورلګېدنو له امله ۷۰۰ زره افغانۍ زیان اوښتی او د نږدې درې میلیونه افغانیو زیان مخه نیول شوې ده.
د بلخ ځايي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په حیرتان دوهلاري کې د صادراتو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د نړۍوالو ترانسپورټي شرکتونو د همغږۍ مرکز پرانیستل شو.
یو خیریه بنسټ د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې د سترګو ناروغانو د وړیا درملنې څلور ورځنی کمپاین پیل کړی دی.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مزارشریف ښار کې د کتاب او کتابلوستنې اونۍ په مناسبت د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې د یوې دوولس کلنې نجلۍ د اجباري نکاح مخنیوی کړی او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
امنیتي مسوولین وايي، بلخ کې یې د نشهيي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیولي او اروزګان کې یې د نشهیي توکو د پروسس یوه کارخونه کشف کړې او له منځه وړې ده.
په بلخ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېر یوه کال کې یې په دغه ولایت کې څه باندې ۹۰ زره ناروغانو ته وړیا روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د بلخ امنیه قومنداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې د نشهيي توکو د پلور په تور پنځه کسان نیولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP