Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د کرکټ شل اووریزې سیالۍ د خپلواک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

مزارشریف (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۴): د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ شل اووریزې کرکټ سیالۍ چې تېره اونۍ پیل شوې وې، د «بلخ خپلواک» لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

یادې سیالۍ د روان کال د غبرګولي میاشتې په دویمه نېټه د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار په متحد لوبغالي کې پیل شوې وې چې د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه پنځو لوبډلو برخه په کې اخيستې وه.

یادې سیالۍ چې په ۲۰ اووریزه بڼه ترسره کېدې، پایلوبه یې پرون مازدیګر د بلخ خپلواک او مزارشریف ښاروالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د بلخ خپلواک لوبډلې په شل اوورونو کې ښاروالۍ لوبډلې ته د ۲۰۶ منډو هدف وټاکه، د ښاروالۍ لوبډلې ونشو ‌کولای دغه هدف پوره کړي او د ټولو اوورونو په لوبولو یې یوازې ۱۵۶ منډې جوړې او د ۴۹ په توپیر یې لوبه خپلواک لوبډلې ته وبایلله.

د بلخ ولایت د کرکټ مسوول محمدالله ثابت پژواک ته وویل چې یادې سیالۍ د غوره لوبغاړو پېژندنې په موخه ترسره شوې او هم به لوبغاړي راتلونکو انټرکلب سیالیو ته چمتو شي.

لوبغاړي هم د یادو سياليو ترسره کېدو ته خوښ دي.

د یادو سياليو يوه لوبغاړي امین صافي پژواک ته وویل، د سياليو ترسره کېدو ته ډېر خوښ دى او د افغانستان کرکټ بورډ له مسوولینو یې وغوښتل چې ولایتي لوبغاړو ته پاملرنه ډېره کړي.

د یادونې ده چې د بلخ خپلواک لوبډلې لوبغاړی امید صافي په نننۍ پای​لوبه کې د ۱۲۳ منډو جوړولو له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.