Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د سترګو ناروغانو د وړیا درملنې لړۍ پیل شوه

مزارشریف (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۴): یو خیریه بنسټ د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې د سترګو ناروغانو د وړیا درملنې څلور ورځنی کمپاین پیل کړی دی.

د سعودي البصر بنسټ مسوول رضوان بلوچ رسنیو ته وویل، د سترګو ۱۷ ډاکټران به په راتلونکو څلورو ورځو کې په دغه ولایت کې په وړیا ډول د څلور زره سترګو ناروغانو معاینه او د ۴۰۰ نورو وړیا عملیات وکړي.

د هغه په خبره، د سترګو د وړیا درملنې دغه پروسه د سعودي عربستان په مالي مرسته پیل شوې او د افغاني سرې میاشتې په همغږۍ به اړتیا ته په کتو د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم تطبیق شي.

شمال کې د افغاني سرې میاشتې رییس محمدحنیف خالد د دغه بنسټ له همکارۍ مننه کوي او وایي چې ډېری خلک د دغه ډول ناروغیو درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته تلل چې ډېر لګښت به پرې راتلو خو اوس دلته په وړیا توګه تداوي کېږي.

بلخوا، د بلخ اوسېدونکي چې له دغو خدماتو برخمن شوي، د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وايي، د اقتصادي ستونزو له امله یې د درملنې وس نه درلود.

د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي انارګل پژواک خبري اژانس ته وویل، چې له درېیو کلونو راهیسې د سترګې د پردې له امله ځورېده، خو د پیسو نشتوالي له امله یې عملیات نشو کولای.

هغه چې اوسمهال یې سترګې په وړیا توګه عملیات کېږي او ترڅنګ یې یوه اندازه وړیا درمل هم ترلاسه کړي، د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري د دا ډول خدمات له وړاندې کېدو خوښ دی.

د یادونې ده، له دې مخکې د ډاکټرانو دغه ټیم په کابل او هرات کې زرګونه کسان معاینه کړي، سلګونه نور یې عملیات کړي او ګڼ شمېر نورو کسانو ته یې د نږدې‌لید عینکې وېشلې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.