Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېر کال د بلخ سرې میاشتې ټولنې څه باندې ۹۰ زره کسانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي

مزارشریف (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۴): په بلخ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېر یوه کال کې یې په دغه ولایت کې څه باندې ۹۰ زره ناروغانو ته وړیا روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.

دغه څرګندونې د بلخ سرې میاشتې ټولنې رییس محمدیونس معصوم په دغه ولایت کې د سرې میاشتې او سره صلیب نړۍوالې ورځې (د مې ۸مه) په مناسب مراسمو کې وکړې.

هغه وویل: «افغاني سرې میاشتې ټولنې تېر ۱۴۰۳ کال د بلخ په پنځو روغتیایي مرکزونو کې ۹۳ زره او ۸۶۷ ناروغانو ته وړیا روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.»

هغه زیاتوي، پر دې سربېره دې ټولنې په یاد ولایت کې له تېر یو کال راهیسې پر رواني ناروغیو اخته ۴۳۵ ناروغان بستر کړي او له ډلې یې د ۱۶۵ کسانو درملنه هم کړې ده.

هغه دغه راز وویل چې یادې ټولنې د بلخ چهاربولک، شولګرې، زارې، چمتال، دولت‌اباد، کلدار او کشندې ولسوالیو کې ۵۰۹۶ اړمنو، بېوزلو او بې‌ځایه شوو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي وېشلي دي.

د خالد د معلوماتو له مخې، تېر یوه کال ۳۱۰ معلولو، کونډو، بې‌وزلو او او بې‌سرپرسته ښځو ته د وړو کاروبارونو د جوړېدو او ملاتړ په موخه زده‌کړې ورکړې او د څه باندې اته میلیون افغانیو په لګښت وسایل یې پرې وېشلي دي.

د بلخ سرې میاشتې ټولنې د رییس په خبره، دې ټولنې له تېر یو کال راهیسې د ګمرک، املاکو، پاسپورټ او برېښناکوټ عوایدو او د ټکټونو د پلور له لارې څه باندې ۱۶۲ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي دي.

په همدې حال کې، په شمال زون کې د افغاني سرې میاشتې رییس محمدحنیف خالد له خیریه بنسټونو، سوداګرو، کسبه‌کارانو او عامه خلکو وغوښتل څو له افغاني سرې میاشتې سره د مرستې له لارې د بې‌وزلو او اړمنو خلکو لاسنیوی وکړي.

دغه راز، په یاده غونډه کې د بلخ معلولینو شبکې ویاند سیدمحمد یزدان‌پرست د سرې میاشتې له مسوولینو یې له نابینایانو سره د حرفوي زده‌کړو برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.

هغه وویل: «په بلخ کې نابینایانو چې د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي خو د یو شمېر کارونو وړتیا لري، د حرفوي زده کړو زمینه د امکان په صورت کې که د سرې میاشتې او یا د سره صلیب نړیوالې کمیټې لخوا برابره شي ډېر به ښه وي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.