Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د خوست يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د هغو ۱۲ جامع جوماتونو د چارو د بيا پيل غوښتنه کوي چې له تېرو شاوخوا درېیو کلونو راهيسې په ټپه ولاړې دي.
د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې د درېيو کورنيو ترمنځ ۵۰ کلنه دښمني پر دوستي بدله شوه.
له د اريانا افغان هوايي شرکت وروسته کام اير هوايي شرکت هم د خوست له نړۍوال هوايي ډګره د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته الوتنې پيل کړې.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وايي، سږ کال د دغه ولايت د غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.
خوست کې د خوست اتلان ټرافي په نوم د کرکټ شلاووريزې سيالۍ پای ته ورسېدې.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې يې په تېر يو کال کې شاوخوا زر هکتاره ځنګلونه بيا احيا کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، خوست کې امنیتي ځواکونو درې هغه کسان چې غوښتل یې د پیسو په بدل کې یوه کور ته لاسي بمونه وغورځوي، نیولي دي.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالداراۍ رياست مسوولين وايي چې تېر کال په دغه ولایت کې له ۴۳۰ فارمونو ۶۵۰ ټنه شات ترلاسه شوي خو ښايي سږ کال به د شاتو د تولیداتو کچه ټيټه وي.
خوست امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې له یوې ښځې سره د نامشروع اړیکو په تړاو اته کسان نیول شوي دي.
د خوست امنیه قومانداني وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه میله وسلې او مهمات ترلاسه کړي او ورسره په تړاو ۲۳ کسان هم نیول شوي دي.
خوست کې د څه باندې ۱۸ ميليون افغانيو په لګښت د اتو چکډيمونو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د خوست ښاروالۍ او خلکو له لوري د خوست ښار پاکولو په موخه عمومي حشر وشو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP