د خوست ولایت د اطفايې مدیریت مسؤولین وایي چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې یې د اورلګېدنې پېښې پر وخت مهار کړې او د شاوخوا ۵۰۰ میلیون افغانیو مالي زیان مخه یې نیولې خو د تخنیکي امکاناتو او تجهیزاتو له جدي کمښت سره مخ دي.
خوست کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په شمل دوهمنده ولسوالۍ کې د «کوارټز» قیمتي ډبرې ستر کان کشف شوی دی.
د خوست امنیه قومانداني وايي، هغه کس یې نیولی چې نږدې اووه میاشتې مخکې یې د دغه ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د یوې مدرسې اته کلن زدهکوونکی د ډبرو په ګوزارونو وژلی و.
په خوست ولایت کې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د «نجيبالله ترهکي د معلولينو شلاوريز کرکټ جام» دیارلسم پړاو سیالۍ د هېواد د پنځو زونونو د غوره لوبډلو ترمنځ پيل شوې.
خوست کې د اسماعیل ځدراڼ په نوم یو حکاک او میناتور چې درېنیمې لسیزې یې په دغه هنر کې تېر او دوه زره اثار یې خلق کړي وايي چې نور ناهیلی او له دغه کاره ستړی دی؛ ځکه نه حکومت ورته پاملرنه کوي او نه یې په ټولنه کې د هنر قدر پاتې دی.
د خوست یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه لري چې د هوا له ګرمېدو سره په دغه ولایت کې د لېوني سپيانو داړلو پېښې ډېرې شوې او که پر وړاندې یې اقدام ونه شي، ډېر کسان به وداړي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې پولیسو په خوست ولایت کې په غیرقانونی توګه د شنو ونو وهلو په تور پنځه کسان نیولي دي.
د خوست یو شمېر اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د تڼیو ولسوالۍ په «ادمامد» تفريحي سيمه کې دې د ځنګلونو وهلو مخنیوی وشي، خو سیمهییز مسوولین وایي چې تر ډېره یې د دې چارې مخه نیولې ده.
د خوست د صبريو یعقوبیو ولسوالۍ د خلبیسات مېله چې هره پنجشنبه جوړېږي، د سوېلختیځ زون تر ټولو لويه سوداګريزه مېله بلل کېږي چې سلګونو کسانو ته د کاروبار زمینه په کې برابره شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت وايي، د خوست پولیسو د دغه ولایت په مرکز کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو «وسلهوال او مشهور قاچاقوړونکی» نیولی دی.
خوست کې د کرنې ریاست مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) په مالي ملاتړ د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د شپږو کوچنیو ذخیروي بندونو (چکډيمونو) جوړولو چارې پیل شوې دي.
ستره محکمه وایي، په خوست او جوزجان ولایتونو کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۳ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.